امنیت

جیګپوړی چارواکی وایي، افغان طالبان په ایران کې جوړې وسلې کاروي

د سلیمان راپور

د راپورونو له مخې، په هلمند ولایت کې د مارچ په میاشت کې له یوې جګړې څخه وروسته له طالبانو څخه داسې یوه وسله ترلاسه شوه چې ایرانۍ نښه پرې لګېدلې وه.‌ [آرشیف]

د راپورونو له مخې، په هلمند ولایت کې د مارچ په میاشت کې له یوې جګړې څخه وروسته له طالبانو څخه داسې یوه وسله ترلاسه شوه چې ایرانۍ نښه پرې لګېدلې وه.‌ [آرشیف]

کابل -- د افغانستان جیګپوړي نظامي چارواکي وایي، داسې شواهد شته چې تاییدوي چې ایران د افغانستان په لوېدیځ کې طالبانو ته وسلې او نظامي تجهیزات ورکوي.‌

د افغان ملي دفاعي او امنیتی ځواکونو لوی درستېز ډګر جنرال محمد شریف یفتلي په وروستیو کې له بي بي سي پاړسي سره په یوه مرکه کې له طالبانو سره د ایران د مرستې په هکله خپله ارزونه شریکه کړه.

که څه هم چې ډېرو نورو افغان چارواکو دې ته ورته اندېښنې څرګندې کړي، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان جیګپوړي نظامي افسر د دغه حالت په هکله تبصره کړې ده.‌

یفتلي د سپتمبر په ۶مه وویل، چې افغانستان داسې اسناد په لاس کې لري چې تاییدوي چې «ایران د افغانستان په لوېدیځ کې طالبانو ته وسلې او نظامي تجهیزات برابرول،» نوموړي په دې هکله جزیات ورنه کړل چې حکومت څه ډول اسناد په لاس کې لري.‌

یفتلي وویل،‌ افغان ولسمشر اشرف غني د اګست په میاشت کې د تهران د سفر پر وخت د ایران ولسمشر حسن روحاني سره په دې موضوع خبرې اترې وکړې.‌

هغه وویل، افغانستان په دې کار کوي چې د خبرو اترو او دوه اړخیز پوهاي له لارې مسئله حل کړي او له اړتیا سره سم ګامونه واخلي.

د طالبانو په لاسونو کې ایران جوړې وسلې

د افغانستان په لوېدیځ کې چارواکي د یفتلي دا ادعا، چې وایي ایران طالبانو ته مالي ملاتړ او وسلې برابروي، تاییدوي.‌

د فراه د والي ویاند ناصر مهري سلام ټایمز ته وویل، «د استخباراتي ادارو او ځایي اوسېدونکیو له خوا مونږ ته د راکول شویو معلوماتو له مخې، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک نظامي مشاورین د فراه ولایت په پشت کوه او ګلستان ولسوالیو کې، چې له ایران سره ګډه پوله لري، موجود دي،»

هغه وویل، «هغوی طالبانو ته وسلې او نظامي تجهیزات، او همدارنګه نظامي مشورې ورکوي،»

مهري وویل، چې په فراه کې په جنګونو کې طالب ځواکونه ایران جوړې وسلې کاروي، او زیاته یې کړه چې په ګڼو پېښو کې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو داسې وسلې نیولي چې ایرانۍ نښې پرې لګېدلي دي.

د فراه د ولایتي شورا یوه غړي عبدالصمد صالحي سلام ټایمز ته وویل، «ایران د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د نا امنۍ په رامنځته کولو کې نېغ په نېغه ښکېل دی،»

هغه وویل، «د تېرو دوه کالو په ترڅ کې، د ایران استخباراتي کارمندانو او د طالبانو قوماندانانو د پشت کوه ولسوالۍ په څېر سرحدي سیمو نه د فراه ولایت ته د تګ راتګ لپاره کار اخیست،»

صالحي وویل، «د ایران حکومت یو شمېر افغان کډوال په دې وعدو چې کورنیو ته به یې د اوسېدنې کارډونه او یوه اندازه پیسې ورکړي،‌ هغوی دې ته هڅولي چې د طالبانو له لیکو سره یوځای شي، چې په عملي توګه یې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد د جنګي ځواک په توګه کارولي دي،»

هغه وویل، دا بېلګه تېر کال په فراه ولایت کې د طالبانو د مکررو حملو په ترڅ روښانه شوه.

هغه وویل، «د وژل شویو طالبانو په منځ کې ګڼ شمېر داسې افغان کډوال موجود ول چې په ایران کې اوسېدل. سربېره پر دې، د هغوی ټولې هغه وسلې، چې افغان امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلې وې،‌ اصلا په ایران کې جوړې شوې وې.»

د صالحي په وینا، سربېره پر دې، ټپي شوي طالبان په ایران کې تداوي کیږي.‌

د بې وسه افغانانو استخدام

د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد ذبیر وویل، هغه د دې شاهد دی چې د ایران استخباراتي ادارو افغانان استخدامول.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه خواوشا یونیم کال مخکې د ایران په زاهدان کې اوسېدم. په هغه وخت کې، د ایران استخباراتي ادارو په زور او قوت سره هڅه کوله چې کډوال افغانان ورجلب کړي چې د طالبانو له لیکو سره یوځای شي

هغه وویل، «هغوی به ویل، چې طالبان به ژر د فراه ولایت کنټرول په لاس کې واخلي، او که تاسو غواړئ چې د تل لپاره،‌ او له کومو ستونزو پرته، په ایران کې واوسېږئ،‌ بیا نو په کار دی چې تاسو د طالبانو له لیکو سره یوځای شئ او د لنډ وخت لپاره په افغانستان کې جګړه وکړئ،»

ذبیر وویل، «زما ګڼ شمېر افغان همکاران د ایران د نظامي منسوبینو له خوا وغولول شول او له طالبانو سره یوځای شول،» هغه زیاته کړه چې هغه د خپلو همکارانو له خوا د هغوی له استخدام څخه وروسته هېڅ نه دي اورېدلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه په فراه کې د نظامي پرسونل له ډلې څخه یم.‌ زما قرارداد سږکال په ۱۳۹۶/۲/۲۶ پای ته ورسېد. تېر کال، ما عین هغه شی په خپلو سترګو ولید چې تاسو په خپله لیکنه کې ورته اشاره کړې ده. مونږ ته سخت تلفات راورسېدل او نژدې وو چې د فراه ولایت مرکز سقوط وکړي. مونږ یوازې هغه وخت وتوانېدو چې طالبان بېرته پسې واخلو چې امریکایي ځواکونه را ورسېدل. زمونږ لپاره په زړه پورې ټکی دا وو چې د مړو اورپکو په منځو کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ کسان موجود ول.‌

ځواب ورکړئ