ديپلوماسي

غني وايي چې سیمه ییزه همکاري او خبرې اترې د افراطیت سره د مبارزې لپاره یوازېنۍ لاره ده

پاکستان فارورډ

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سپتمبر په ۱۹ مه د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته خطاب کوي. غني د افغانستان په شریکانو غږ وکړو چې د افراطیت سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان سره مرسته وکړي. [جيول صمد / ای ايف پي]

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سپتمبر په ۱۹ مه د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته خطاب کوي. غني د افغانستان په شریکانو غږ وکړو چې د افراطیت سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان سره مرسته وکړي. [جيول صمد / ای ايف پي]

ملګري ملتونه -- د افغانستان ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا له طالبانو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې په داخلي خبرو اترو کې برخه واخلي او د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره يې په سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو ته په اړتیا ټینګار وکړو.

غني په نیویارک کې د سه شنبې په ورځ ( د سپتمبر په ۱۹ مه) د ملګري ملتونو په ۷۲ مه ناسته کې په خطاب کې وويل، چې طالبان او د هغوی ملاتړي په پوځي توګه نه شي غالب کيدې.

هغه وویل: "موږ یوازې د سیاسي لارو چارو له لارې تل پاتې سوله ترلاسه کولی شو، او زه په ټولو طالبانو غږ کوم چې په افغانستان کې په خبرو اترو کې برخه واخلي."

غني د سولې هغه معاهدې ته اشاره وکړه کومه چې د افغان حکومت د سپتمبر په میاشت کې د حزب اسلامي، يو وسله واله ډله چې ګلبدين حکمتيار يې مشري کوي، سره شوي وه او ويې وويل چې د هغه حکومت ثابته کړې چې د داخلي پروسو له لارې د سولې راوستلو لپاره ژمن دی.

هغه وويل: "اوس موږ له خپلو ټولو ګاونډيانو، نږدې او لرې، څخه غوښتنه کوو چې د سولې او سيمه ييز ثبات لپاره زموږ سره د کابل په بهير کې يوځاى شي." هغه زياته کړه چې هغه پاکستان يو مهم سيمه ييز ملګری ګڼي.

"موږ اوس هم د خپلو ګاونډیانو سره د خبرو اترو لپاره فرصت لرو چې څنګه مونږ د ترهګرۍ له منځه وړلو او افراطیت سره د مبارزې لپاره په ګډه کار کولی شو." هغه زياته کړه، "زه له پاکستان څخه غواړم چې د سولې، امنیت او د سوکالۍ لپاره په سیمه ییزې همکارۍ کې زمونږ سره د دواړو هيواونو تر منځ په پراخه کچه خبرو اترو کې مشغول شي."

غني د افغانستان او سیمې لپاره د متحده ایالاتو د نوي ستراتیژۍ هرکلی وکړ، چې په هغې کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سرتیرو زیاتوالی شامل دی.

هغه وویل: "دا ستراتیژي د امریکایي ځواک ټول وسایل لري او دا پیغام ورکوي چې طالبان او د هغوی ملاتړي په پوځي توګه بریالي کيدی نه شي." هغه زیاته کړه، چې دغه نوي پاليسۍ افغانستان "د ډاډ په لورې" روان کړی دی.

غني وويل، "که څه هم، زموږ د نړیوالو همکارانو پیاوړتيا او تل پاتې ژمنې به یواځې په افغانستان کې زموږ ټولیز بریالیتوب تضمین نه کړي -- د بریالیتوب ريښې په موږ کې د افغانانو په توګه دننه دي."

د افغانستان ولسمشر د سه شنبې په ورځ په خپل بيان کې د طالبانو په وړاندې زيات سخت دریځ وړاندې کړو.

غني د اګست په میاشت کې طالبانو ته وویل چې "تاسو دا جګړه نه شئ ګټلې." هغه دا خبره طالبانو ته وروسته له هغې وکړه کله چې ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې اورپکۍ ته د ماتې ورکولو پورې د متحده ايالاتو د پوځيانو د پاتې کيدو ژمنه وکړه.

په داسې حال کې چې ټرمپ په خپل اعلامیه کې د ځواکونو د شمیر په اړه معلومات ور نه کړل، د سپینې ماڼۍ لوړ پوړو چارواکو وويل چې هغه له مخکې نه په افغانستان کې د ۳،۹۰۰ نورو سرتیرو ځای پر ځای کولو اجازه ورکړې ده.

پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې کولو نه علاوه 'هیڅ يو بل چانس نه لري'

په کابل کې یو سیاسي شنونکي، نصیر احمد تره کئ، پاکستان فارورډ ته وویل، "سیمه ایز هیوادونه د ترهګرۍ سره د مبارزې نه او په افغانستان کې د سولې راوستلو نه علاوه بل انتخاب نه لري"

پاکستان له پکار ده چې د خبرو اترو او د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې د زياتې همکارۍ لپاره د غني خبرو اترو ته پام وکړي، په ځانګړې توګه کله چې متحده ایالات افغانستان ته اضافي پوځونه واستوي.

تره کئ وويل: "سيمه ييز هېوادونه بايد د ترهګرۍ خطر وپيژني او بايد په کمپاين کې د متحده ايالاتو او افغانستان تعقيب وکړي؛ ګنې دوی به پخپله د ترهګرۍ ښکار شي."

په کابل کې یو بل سیاسي شنونکي، مياګل واسق، وویل: "که نن ورځ افغانان د تروریزم قربانیان دي، نو دا به سبا نور سیمه ایز هیوادونه په ستونزو کې ښکيل کړي."

"له دې کبله، د سیمې هیوادونو له پکار ده چې د امریکې او افغانستان سره د دې پيښې په وړاندې مبارزه وکړي." هغه زیاته کړه، پاکستان د هغو سیمه ییزو هیوادونو څخه دی چې کولی شي چې د ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او د افغانستان سره په سوله او ثبات ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

واسق پاکستان فارورډ ته وویل: "د افغانستان سره د ښو اړیکو لرلو او د متحده ایالاتو د مرستې ترلاسه کولو لپاره، پاکستان باید په سیمه کې په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مثبت رول ولوبوي."

[د کابل نه سليمان په دې راپور برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500