اقتصاد

افغانستان د تقاضا په ډېرېدلو سره د زعفرانو حاصلات زیاتوي

د زیار راپور

افغان کارکوونکي د ۲۰۱۴ د نومبر په ۱۸مه د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د زعفران ګلونه راټولوي. د حکومت له خوا د ورکړل شویو معلوماتو په اساس، په افغانستان کې د زعفران کرنه ۳۱ ولایتونو ته پراخه شوې، او تمه ده چې د ۲۰۱۸ کال حاصل یې ۸ ټنو ته ورسېږي. [عارف کریمي/ای اېف پی]

افغان کارکوونکي د ۲۰۱۴ د نومبر په ۱۸مه د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د زعفران ګلونه راټولوي. د حکومت له خوا د ورکړل شویو معلوماتو په اساس، په افغانستان کې د زعفران کرنه ۳۱ ولایتونو ته پراخه شوې، او تمه ده چې د ۲۰۱۸ کال حاصل یې ۸ ټنو ته ورسېږي. [عارف کریمي/ای اېف پی]

کابل -- په داسې حال کې چې افغان بزګرانو سږ کال د زعفرانو له پراخ حاصل څخه ښه لاسته راوړنه لرله، د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت داسې پلانونه اعلان کړل چې په دغه ګټور ژېړ رنګي بوټي به لا نوره پانګونه وکړي.‌

د میل ورځپاڼې د احصایو له مخې، افغانستان سږکال د نژدې ۶.۵ ټنه زعفرانو حاصل ترلاسه کړ. دغه هېواد د خپلو ۳۴ ولایتونو له جملې څخه په ۳۱ کې دا بوټی کري.

تمه ده، چې په راتلونکي کال کې حاصل خواوشا ۸ ټنو ته ورسېږي، ځکه چې حکومت د سپتمبر په ۱۷مه وویل، چې هغوی پلان لري چې تر ۲۰۱۸ کال پورې د زعفرانو کرنه له ۳۰۰۰ هکتارو څخه ډېره کړي.

د یاد وزارت ویاند لطف الله راشد سلام ټایمز ته وویل، «زعفران د افغانستان د کرنې له لویو لومړیتوبونو څخه دي،»‌

افغان کارکوونکي د ۲۰۱۴ د نومبر په ۱۹مه د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د تصفیې په یوه مرکز کې د زعفران ګلونه پاکوي او ګېډۍ کوي. [عارف کریمي/ای اېف پي]

افغان کارکوونکي د ۲۰۱۴ د نومبر په ۱۹مه د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د تصفیې په یوه مرکز کې د زعفران ګلونه پاکوي او ګېډۍ کوي. [عارف کریمي/ای اېف پي]

هغه وویل، «د زعفرانو کرنه بې خطره ده او بزګرانو ته درناوی ور په برخه کوي،‌ له دې امله، دغه فصل تر اوسه پورې د ډېرو افغان بزګرانو لپاره د کوکنارو د کرنې د یوه مناسب بدیل په توګه رول لوبولی دی.»

د راشد په وینا،‌ حکومت په ټول زور د دې هدف د لاسته راوړلو لپاره هڅه کوي چې کوکنار په زعفرانو باندې بدل کړي، ځکه چې د کوکنارو کرنه طالبان او نورې یاغي ډلې تمویلوي.

هغه وویل، «په داسې حال کې، چې افغان حکومت او زمونږ نړیوال ملګري د کوکنارو د کرنې او د اپینو د قاچاق پر ضد دي، هغوی د زعفرانو کرنه او صادرات حمایه کوي،»

هغه وویل، «د افغانستان زعفران د هېواد د کرنې د پیاوړتیا لپاره یو ټکی دی،‌او د دغه حاصل کیفیت او نړیوال اعتبار د هغه قېمت لوړ کړی دی،» نوموړي هیله څرګنده کړه چې د زعفرانو صدور به د افغانستان اقتصاد پیاوړی کړي.‌

افغان زعفران د ایران د زعفرانو په وړاندې 'سخت سیال' دی

د زعفرانو د تولید سیمه ییز سیالان، لکه ایران، په دې هکله اندېښنه لري.

د ایران د زعفرانو د صادراتو د پراختیا د صندوق د رییسه هیئت یوه غړي فرهاد سحرخېز په وینا، د افغان زعفرانو د حاصلاتو ډېرښت «افغانستان د ایراني زعفرانو په وړاندې یو جدي سیال ګرځولی دی،»

سحرخېز د سپتمبر په ۱۷مه له ایراني رسنیو سره په یوه خبري کانفرانس کې د ایراني زعفرانو د راتلونکي په هکله اندېښنې څرګندې کړې.

هغه وویل، چې د هغه ادارې د ایران حکومت ته خبرداری ورکړی وو چې افغانستان ته دې د زعفرانو د غوټو د انتقال مخه ونیسي، خو حکومت دې ټکي ته پام ونه کړ، او ویې ویل چې «د زعفران کرنه د کوکنارو له کرنې څخه غوره ده».

هغه وویل، «که څه هم چې د ولسمشر حسن روحاني د حکومت پر وخت د زعفرانو د غوټو په صادراتو محدودیت لګېدلی وو، خو داسې ښکاري چې افغانستان نور د زعفرانو د غوټو واردولو ته ضرورت نه لري ځکه چې دغه هېواد وار له مخه په کافي اندازه وارد کړی دي،»

سربېره پر دې، سحرخېز وویل، چې هالنډ له افغانستان سره مرسته کړې چې زعفران وکري او اوس هغوی پلان لري چې په نړیوالو مارکېټونو کې د ایراني زعفرانو ځای په افغان زعفرانو باندې ډک کړي.

د زعفرانو اقتصادي ګټې

راشد وویل، چې په تېره لسیزه، او په ځانګړې توګه په تېرو ۵ کالو کې، د زعفرانو کرنه ډېره مشهوره او ګټوره شوې ده، او زیاته یې کړه چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ په پرتلهپه ۲۰۱۶ کال کې د زعفرانو حاصل ۲۵٪ ډېر شوی دی.

هغه وویل، «د زعفرانو کرنه د افغانستان د اقتصادي بېخبنا په حمایه کولو کې یو حیاتي رول لوبوي، له دې امله، له ۲۰۱۶ کال راهیسې، افغان حکومت داسې یو پنځه کلن پلان پیل کړی چې په هېواد کې د زعفرانو کرنه زیاته کړي،»

د زعفرانو سوداګر افغانان مثبتې پایلې ترلاسه کوي

د افغان زعفرانو پاچا شرکت رییس شکېب بهادري وویل، «د دغه نباتي حاصل لپاره هیلې له بل هر وخت څخه ډېرې شوې دي،» دغه شرکت زعفران پروسېس کوي چې په هندوستان، متحده عرب اماراتو او جرمني کې موجودو مارکېټونو ته صادر شي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د زعفرانو د کرنې له لارې ښځې له اقتصادي پلوه پیاوړې کېږي،» هغه زیاته کړه چې د هغه شرکت «لسګونو ښځو ته کاري فرصتونه برابروي».‌

بهادري وویل، «زمونږ د خپلو زعفرانو په کرنه او چمتو کولو سربېره، مونږ د نورو بزګرو له خوا تولید شوي زعفران اخلو او له خپلو حاصلاتو سره یوځای یې خرڅوو،»‌

د کوکنارو د ناقانونه تولید عوض کول

د زعفرانو حاصلات د کوکنارو د حاصل په وړاندې د یوه ګټور او بریالي بدیل په توګه ثابت شوي دي.

د بهادري په وینا، کله چې په عمده ډول واخیستل شي،‌ د غوره افغان زعفرانو یو ګرام ۱۸۰ افغانۍ قېمت لري.

هغه وویل، «ما شخصا بزګران لیدلي، چې کوکنار یې په زعفرانو عوض کړي دي،»

هغه وویل، بزګران دا خوښوي ځکه چې «د زعفرانو کرنه یو قانوني کار دی او یو بهتر عاید ترې لاسته راځي،»

په کابل کې د اقتصادي او سیاسي چارو یوه تحلیلګر شېر خوستي وویل، د دې ترڅنګ چې زعفران د کوکنارو یو بریالی بدیل دی،‌ هغه دا زور هم لري چې د افغانانو پرستېژ لوړ کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زعفران ډېر ستراتیژیک ټکي لري. لومړی دا چې، هغه د کوکنارو او چرسو د کرنې په وړاندې یو ښه بدیل دی. دویم دا چې، د دغه فصل کرنه او صادرات به افغانستان ته یو د پام وړ اندازه عواید راوړي، او دا په دې معنی چې نه یوازې دا چې بزګرانو ته به مادي ګټه په لاس ورکړي، بلکه د حکومت لپاره به د پام وړ مالیات هم برابر کړي.‌

هغه وویل‌، «وروستی دا چې، دا حاصل دا زور لري چې د افغانستان پرستېژ په نړیواله کچه لوړ کړي،»

په کابل کې د مدني حقونو فعال محمد امیر هاشمي وویل، تر دې چې د زعفرانو کرنه کولی شي چې په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې هم مرسته وکړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که مونږ لږ ځیر شو، مونږ وینو چېد کوکنارو کرنه د امنیت په مختل کولو، د وسله والو مخالفانو په قوي کولو او له ځایي جنګسالارانو سره په مرسته کولو کې د پام وړ رول لوبوي،له دې امله، په زعفرانو باندې د کوکنارو بدلول به د امنیت په ښه کولو کې مرسته وکړي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام علیکم دوستانو دزعفرانو کشت دافغانستان اوافغانانو داقتصادی وضیعت اودخلگو په ژوند شه مرسته کوی .. لشکرگاه .هلمند

ځواب ورکړئ

ډېره مننه، ډېر په زړه پورې راپور دی. دغه ډول معلومات او راپورونه د انسان زړه خوشحالوي. لطفا کوشش وکړئ چې د غم او درد د خبرونو او راپورونو پر ځای داسې راپورونه چې د افغانستان د ښېرازۍ او نېکمرغۍ زېری لري خپاره کړئ. ایران او پاکستان د دې پر‍خای چې د افغانانو په حال زړه وخوږوي، کوشش کوي چې دسیسې ورته جوړې او دامونه ورته کېږدي. خو د افغانانو په حال به ولې زړونه خوږوي ځکه چې دا روان حال ورباندې پخپله همدغو دوه لعنتي ګاونډیانو راوستی دی او هغه هم د اسلام د سپیڅلي نامه تر عنوان لاندې چې جنګیالیو ته دا ورښیي چې لاړ شئ او د افغانانو د وژنې جهاد وکړئ. لعنت شه او په داسې ګاونډیانو شه لکه دوه چې افغانستان یې لري.‌

ځواب ورکړئ