تروريزم

افغانان د پراخو بې ځایه کېدنو د جریان له امله د اورپکو فعالیتونه غندي

د سلیمان راپور

د طالب اورپکو پر ضد د روانې جګړې له امله بې ځایه شوي افغانان د تېر اکتوبر په ۱۰ مه په تخار ولایت کې په یوه موقت کمپ کې دننه لیدل کیږي.‌ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د ادارې په وینا، د جګړو له امله خواوشا ۲۵۸ زره افغانانو په هېواد کې دننه خپل ځایونه پرېښي دي. [بشیرخان ساپی/ای اېف پي]‌

د طالب اورپکو پر ضد د روانې جګړې له امله بې ځایه شوي افغانان د تېر اکتوبر په ۱۰ مه په تخار ولایت کې په یوه موقت کمپ کې دننه لیدل کیږي.‌ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د ادارې په وینا، د جګړو له امله خواوشا ۲۵۸ زره افغانانو په هېواد کې دننه خپل ځایونه پرېښي دي. [بشیرخان ساپی/ای اېف پي]‌

کابل -- طالبان او د داعش ملېشې په افغانستان کې د ژوند ویجاړولو ته دوام ورکوي، او د خپلو روانو جنایتونو او تاوتریخوالي د کمپاینونو په واسطه ملکي خلک دې ته مجبوروي چې خپل کورونه پرېږدي.‌

د کریم الله په نامه یوه ۵۳ کلن سړي د روان کال په لومړیو کې وویل چې هغه مجبور شو چې د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د طالبانو د جګړې له امله خپل کور پرېږدي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالب اورپکي زمونږ کورونه د خپلو مورچلو په توګه کاروي.‌ ۹ میاشتې مخکې،‌ زما کورنۍ او زه، د ناوې له زرګونو نورو اوسېدونکیو سره یوځای، مجبور کړای شو چې د هلمند مرکز لښکرګاه ته پناه وېسو.»

په داسې حال کې چې جګړه نوره هم زور اخلي، کریم الله وویل،‌ چې هغه او د سیمې نور اوسېدونکي په دې نه دي توانېدلي چې بېرته خپلو کورونو ته -- چې ډېر یې طالبانو وران کړي دي، ورستانه شي.‌

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې د یکشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۴ مه/ راپور ورکړ، چې د جګړو له امله له جنورۍ راهیسې خواوشا ۲۵۸ زره افغانان په هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي.‌

د کورونو سوزونه او د کلیوالو ډله ییزه وژنه

د سرپل ولایت د میرزا اولنګ کلي یوه قومي مشر، جعفر حسیني، وویل چې طالبان، داعش او نورې ترهګرې شبکې یوازې د دې لپاره فعالیتونه کوي چې افغانان ووژني او افغانستان وران کړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «تر نن ورځې پورې، چې هغوی هر قدم اخیستی دی، هغه د افغانانو او افغانستان لپاره یو تاوان دی.هغه وویل، «د هزاره ګانو نسل وژنه»چې د هغه په کلي کې پېښه شوه، د دې یو مثال دی.‌

هغه وویل، «خواوشا دوه میاشتې مخکې، طالبانو او د داعش اورپکو په ګډه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۵ تنه کلیوال ډېر په وحشیانه ډول په ډله ییز شکل ووژل،»

هغه وویل، «د میرزا اولنګ اوسېدونکیو خپل ټول ژوند د دې لپاره ډېر سخت کارونه کړي ول چې هلته د ځانونو لپاره کورونه جوړ کړي،»

د حسیني په وینا،‌ دغه ټول په څو ورځو کې داسې وران شول چې طالبانو یا ولوټل یا یې ټول هغه ملکیتونه چې کلیوالو پورې یې اړه لرله، وسوزول.‌

هغه وویل، «د دغه کلي د ۵ ورځې اشغال په بهیر کې... طالبانو او د داعش اورپکو ۴۵۰ کورونه وسوزول،»

هغه وویل، «د دې کلي له ۱۵۰۰ نه ډېر اوسېدونکي د طالبانو او داعش له خوا د تېرو دوه میاشتو په بهیر کې د شویو جنایتونو له امله مجبور شول چې د سرپل او بلخ ولایتونو مرکزونه ته کډه شي،»

د داعش وحشت روان دی

د ننګرهار د قومي مشر حاجي سیدالله شینواري په وینا، داعش او نورو اورپکو د ننګرهار ولایت د شینوارو، کوټ او اچین ولسوالیو د اوسېدونکیو کورونه وسوزول.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی د دغو سیمو د خلکو د پټیو او باغونو حاصلات په زور سره د عشر او زکات په نومونو ترې واخیستل،»

سربېره پر دې، داعش په هغو کلیو کې، چې د اورپکو مخالف ول، یو شمېر قومي مشران او ځمکوال ووژل.

شینواري وویل، «د دغو ولسوالیو یو شمېر بې ګناه اوسېدونکي چې داعش نیولي ول یا ترې سرونه پرې کړای شول او یا د وژونکو له خوا په ډزو سره ووژل شول،»

شینواري وویل، داعش د ننګرهار ولایت په ډېرو سیمو کې د حکومت د پرمختیایي پلانونو د تطبیق مخه ونیوله، چې په نتیجه کې، په ننګرهار کې ښوونې او روزنې او پرمختګ یوه غټه ضربه ولیدله.‌

هغه وویل، «په ننګرهار کې د داعش د دوه کلن حضور په ترڅ کې، د داعش تر کنټرول لاندې سیمو کې ماشومانو نشوای کولی چې ښوونځیو ته لاړ شي او روغتیایي کلینیکونه بند کړای شوي ول، ځکه چې د داعش ځواکونو ښوونځي او روغتیایي مرکزونه د خپلو نظامي مرکزونو په توګه کارول،»

له ځوانانو څخه ګټه اخیستنه

شینواري وویل، داعش د تېرو دوه کالو په ترڅ کې ډېر زیات محنت په دې کاوه چې د ننګرهار ځوانان استخدام او له ځان سره یوځای کړي.‌

نوموړي وویل، «خو د ننګرهار اوسېدونکي نه یوازې دا چې له هغوی سره یوځای نشول، بلکه د داعش پر ضد یې ولسي پاڅون هم وکړځکه چې د دغو ترهګرو عقاید او نظرونه د افغانانو له دودونو او کلتور سره په ټکر کې ول،»‌

هغه وویل، «نن ورځ، د خدای پاک، ولسي پاڅونونو او د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په مرسته،‌داعش زمونږ له سیمو څخه ورک شوی دی،»

د مشرانو جرګې د منشي مرستیال محمد فیصل سمیع سلام ټایمز ته وویل،‌ «د داعش په شمول هېڅ ترهګر ګروپ ته د افغانانو په منځ کې ځای نشته او د هغوی عقاید به هېڅکله ونه منل شي،»

هغه وویل، «ترهګرې ډلې ځوانان د فرېب او زور له لارې ورجلبوي، د هغوی مغزونه ور وینځي او بیا یې په ترهګرو او جنایتکارانو باندې اړوي،»‌

هغه په داسې حال کې چې د حتمي مرګ یا محرومیت په هکله یې خبرداری ورکړ،‌ وویل، «دغه ډول ګروپونه ځوانانو، د هغوی کورنیو او د هغوی د ټولنې ته ډېر خطرناک دي،»

سمیع وویل، «هغه افغانان چې له ترهګرو ګروپونو سره یوځای کیږي هغوی به حتمي یا ووژل شي یا به ټپیان شي، او خپلې کورنۍ، خپلې ښځې او ماشومان... به د ټولنې پر اوږو د بارونو په توګه پرېږدي. هغوی به له عمري ټولنیزو، اقتصادي او رواني ستونزو سره مخامخ شي. سربېره پر دې، هغوی به له ټولنې څخه وشړل شي او د انساني قاچاقچیانو او د نشه ییزو توکو د مافیا قرباني به وګرځي.»‌

'یو بدمرغه ژوند'

دغسې یوې ۳۵ کلنې مور چې د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکې وه، د خپلې کیسې د ویلو پر وخت غوښتنه وکړه چې هویت یې څرګند نشي.‌

د هغې مېړه له طالبانو سره وو او له دې امله هغه په لښکرګاه کې په سخت فقر کې شپې ورځې تېروي.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زما مېړه درې کاله له طالبانو سره وو. تېر کال هغه د سنګین ولسوالۍ په سر په جګړه کې ووژل شو.»‌

هغې وویل، «زه او درې زامن او یوه لور مې یو بدمرغه ژوند تېروو. جګړې او طالبانو زمونږ ژوند راخراب کړ.‌ زما مالي حالت دومره خراب دی چې ځینې شپې مونږ ان یوه توکړه ډوډۍ نه لرو چې ویې خورو.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500