زده کړه

داعش او طالبانو په جوزجان او غزني ولایتونو کې ښوونځي بند کړي

د سلیمان راپور

افغان زده کوونکي د جولای په ۱۸مه په کابل کې د خطاطۍ په یوه ټولګي کې لیدل کیږي. د جوزجان او غزني ولایتونو په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، اورپکي ښوونځي بندوي او ګواښ کوي چې د ښوونځیو مدیران او هغه کورنۍ به ووژني چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځیو ته لیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان زده کوونکي د جولای په ۱۸مه په کابل کې د خطاطۍ په یوه ټولګي کې لیدل کیږي. د جوزجان او غزني ولایتونو په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، اورپکي ښوونځي بندوي او ګواښ کوي چې د ښوونځیو مدیران او هغه کورنۍ به ووژني چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځیو ته لیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- ځایي چارواکي وایي، چې داعش او طالب اورپکي د ښوونې او روزنې څانګه په نښه کوي، او د جوزجان او غزني ولایتونو په سیمو کې ښوونځي بندوي.

د جوزجان په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې، داعش ۷۵ ښوونځي بند کړي، او له ۲۶ زرو نه ډېر زده کوونکي یې د ښوونې او روزنې له ترلاسه کولو څخه محروم کړي دي.‌

د درزاب د ولسوال بازمحمد داور په وینا، د داعش اورپکي له یو شمېر ښوونځیو څخه د نظامي مرکزونو او د وسلو او مهماتو د ذخیرو په توګه کار اخلي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «داعش نه یوازې دا چې ښوونځي یې بند کړل، بلکه همدارنګه یې د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي د انساني سپر په توګه وکارول، چې د هغوی له کورونو څخه امنیتي ځواکونه په نښه کوي،» او زیاته یې کړه چې د سپتمبر په ۱۷مه د داعش او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه کې یوه ۶۵ کلنه ښځه ووژل شوه.‌

د اور وژنې کارکوونکي د ۲۰۱۵ د می په ۲۶مه په کندهار کې د ښوونکیو روزنې په یوه ښوونځي باندې د اورپکو د برید ساحه پاکوي. طالبانو او د داعش اورپکو په جوزجان او غزني ولایتونو کې لسګونه ښوونځي بند کړي یا ویجاړ کړي، او په لسګونو زره زده کوونکي یې دې حالت ته رسولي چې ښوونه او روزنه ترلاسه نه کړي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د اور وژنې کارکوونکي د ۲۰۱۵ د می په ۲۶مه په کندهار کې د ښوونکیو روزنې په یوه ښوونځي باندې د اورپکو د برید ساحه پاکوي. طالبانو او د داعش اورپکو په جوزجان او غزني ولایتونو کې لسګونه ښوونځي بند کړي یا ویجاړ کړي، او په لسګونو زره زده کوونکي یې دې حالت ته رسولي چې ښوونه او روزنه ترلاسه نه کړي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

هغه وویل، «په درزاب ولسوالۍ کې، د داعش اورپکو په یوه کال کې ۱۲ ښوونځي ویجاړ کړي دي. د ۴۷ نورو ښوونځیو په بندولو سره، هغوی په دې ولسوالۍ کې ۱۵ زره نور زده کوونکي له دې څخه محروم کړي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»‌

داور وویل، «د داعش غړي حاضر دي چې ښوونځي په یوه شرط بېرته پرانیزي: ښوونکي باید لږ تر لږه د خپلو دوه میاشتو معاشونه دې ډلې ته ورکړي او دا چې ځایي خلک باید هغوی ته عشر او زکات ورکړي،»‌

هغه وویل، «هغوی غواړي چې خپل فعالیتونه د عشر او زکات د راټولولو له لارې تمویل کړي،»‌

د جوزجان ولایت د ښوونې او روزنې رییس عبدالحي یاسین تایید کړه، چې داعش په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې خواوشا ۷۵ ښوونځي بند کړي دي.‌

یاسین سلام ټایمز ته وویل، «په دغو دوه ولسوالیو کې خواوشا ۲۶ زره زده کوونکي له ښوونې او روزنې څخه محروم کړای شوي دي،»

هغه وویل، «د قومي مشرانو او سپین ږیرو له خوا هڅې روانې دي، چې داعش د ښوونځيو بیا پرانستلو ته اجازه ورکړي،» خو په دې هکله یې جزیات ورنه کړل چې مشران کوم داسې ګامونه اخلي چې داعش به دې ته جوړ کړي چې له خپلو غوښتنو نه تېر شي.

اورپکي د بې سوادو او ناپوهانو له منځه کسان استخداموي

په ورته وخت کې، چارواکي وایي، چې په غزني ولایت کې طالبانو د نجونو په ښوونه او روزنه یو محدودیت لګولی، او خبرداری ورکوي چې هغوی به هغه مدیران او کورنۍ ووژني چې د هغوی له حکمونو څخه سرغړونه وکړي.‌

د غزني د ولایتي شورا رییس خالقداد اکبري سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو د نجونو د ښوونځیو مدیرانو ته حکم کړی دی چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زده کړو ته اجازه ورنه کړي،»

هغه وویل، «هغوی ځایي کورنیو ته ګواښونه کړي، او ورته ویلي یې دي چې د هغوی لوڼې حق نه لري چې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړې وکړي او دا چې که هغوی دا کار وکړي،‌ هغوی به ووژل شي،»

اکبري وویل، چې طالبان او داعش غواړي چې افغانان بې سواد او ناپوه پاتې شي څو په اسانۍ سره د هغوی تر افراطي نظریې لاندې راشي.‌

هغه وویل، «د هغو کسانو چې د طالبانو او داعش له لیکو سره یوځای شوي دي، ۹۹٪ یې داسې بې سواد کسان دي چې د اسلام او د هغه د اساساتو په هکله معلومات نه لري او د پوهې په ارزښت نه پوهېږي،»

د غزني ولایت د ښوونې او روزنې رییس محمد عابد عابد د ښوونځیو د مدیرانو پر ضد د طالبانو ګواښونه تایید کړل.‌ هغه وویل، ولایت مجبور شو چې د امنیت د نشتوالي له امله ۴۶ ښوونځي بند کړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په ناوه ولسوالۍ کې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، ټول ښوونځي بند دي،» او زیاته یې کړه، «مونږ ونشوای کولی چې د طالبانو د ګواښونو له امله په ګیلان او ګیرو ولسوالیو کې ښوونځي پرانیزو.»

په غزني ښار کې د شپږم ټولګي یوې زده کوونکې، فوزیې،‌ وویل، دا یو غیر اسلامي عمل دی چې نجونې له ښوونې او روزنې څخه منع کیږي، ځکه چې اسلام دا په ښځو باندې فرض کړې ده چې علم او پوهه ترلاسه کړي.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زه د طالبانو له ګواښونو څخه نه وېرېږم. زه دې ته حاضره یم چې له مرګ سره مخامخ شم... زه به خپلې زده کړې ته دوام ورکړم.»

ښوونه او روزنه یو دیني مسؤلیت او بشري حق دی

د ښوونې او روزنې وزارت د اورپکو له خوا د ښوونیزو مرکزونو بندول او ویجاړول وغندل، او هغه یې د ښوونې او روزنې پر ضد د طالبانو او داعش دښمني وبلله.

د دغه وزارت ویاند مجیب مهرداد سلام ټایمز ته وویل، «ترهګرو ډلو او هغو جګړو چې هغوی پر افغانانو تحمیل کړی دي، په ۲۴ ولایتونو کې له زرو څخه ډېر ښوونځي بند کړل او په لسګونو زره افغان ماشومان یې د ښوونې او روزنې له ترلاسه کولو څخه محروم کړل،»

هغه وویل، «ښوونه او روزنه نه یوازې دا چې یوه دیني وجیبه ده، بلکه د هر انسان بشري حق دی. هېڅ ډله نشي کولی چې دا حق له چا نه واخلي. له دې امله، مونږ له وسله والو مخالفو ګروپونو څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان د ښوونې او روزنې د سیستم له لا نور ویجاړي څخه دې لاس واخلي.»‌

هغه وویل، «د طالبانو او داعش عملونه ثابتوي چې هغوی د ښوونځیو، پوهنتونونو او په عمومي توګه د ښوونې او روزنې پر ضد دي. د دغو ډلو له خوا د ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو ویجاړول د ښوونې او روزنې او افغانانو پر ضد د دښمنۍ یوه نښه ده.»‌

یوه دیني عالم او د جوزجان ولایت د شبرغان یوه اوسېدونکي مولوي عبدالکریم وویل، «اسلام په نرانو او ښځو دواړو فرض کړې چې علم او پوهه ترلاسه کړي،‌»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «نجونې له تعلیم څخه محرومول او د ښوونځیو بندول... د اسلام له اساساتو، افغان کلتور او رواجونو سره په ټکر کې دي،»

عبدالکریم وویل، «زه په واضح ټکو سره وایم، چې د ښوونځیو بندول، د ښوونیزو مرکزونو ویجاړول او افغانان د علم له زده کړې څخه منع کول... غیر اسلامي او غیرانساني کارونه دي، او په دین کې هېڅ ځای نه لري،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د داعش ترهګرې ډلې اصلي هدف دا دی چې د ښوونځیو دروازې وتړل شي او زده کوونکي په کورونو کې بې روزګاره او بې تعلیمه پریږدي نو زمونږ ځوانان به د داعش ترهګرې ډلې سره یوځای کیدو ته اړ شي. کومه جګړه ماره ډله چې د ښوونځي دروازې د افغانانو پر مخ تړي، ولس دې پوه شي چې دا ډله د افغانستان د خلکو دښمنه ده. تاسو وګورئ، په یوه ولایت کې ۲۶ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شول. دا ۲۶ زره زده کوونکي به په راتلونکي کې بې سواده شي. په راتلونکي کې به دغه زده کوونکي بیا ښوونځي ته نشي تللی. کله چې یو زده کوونکی ښوونځي ته لاړ نه شي، هغه د ښوونځي څخه بهر پاتې کیږي. د دې زده کونکو لپاره دا ستونزمنه ده چې خپل ښوونځي بیا پیل کړي. داعش ترهګره ډله په قصدي توګه دغه کړنه تر سره کوي څو دغه ځوانان په خپله ډله کې جذب کړي او دا ځوانان د خپلو ګټو لپاره په جګړه کې وکاروي. په پای کې باید یادونه وکړم چې هره جګړه ماره ډله چې ښوونځی ورانوي د افغانستان دښمنه ده، او د دوو هیوادونو؛ ایران او پاکستان ملاتړ لري. د افغانستان خلک باید د دغې ډلې ملاتړ ونه کړي او دغه ترهګره ډله به هیڅکله د افغانانو دوسته نشي.

ځواب ورکړئ