دین

افغان ملکيانو د محرم په ترڅ کې د جوماتونو د خوندي کولو لپاره وسلې په لاس کې واخیستې

د سلیمان راپور

یو پولیس د سپتمبر په ۲۵ مه په کابل کې د العلوم جومات ساتنه کوي. د افغانستان په بېلابېلو برخو کې شیعه ګان دې ته چمتووالی کوي چې په هغوی باندې له شویو مکررو ترهګریزو بریدونو سره سره هم د دې اونیزې رخصتۍ په ترڅ کې عاشورا ولمانځي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

یو پولیس د سپتمبر په ۲۵ مه په کابل کې د العلوم جومات ساتنه کوي. د افغانستان په بېلابېلو برخو کې شیعه ګان دې ته چمتووالی کوي چې په هغوی باندې له شویو مکررو ترهګریزو بریدونو سره سره هم د دې اونیزې رخصتۍ په ترڅ کې عاشورا ولمانځي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

کابل -- افغان حکومت د محرم د میاشتې په ترڅ کې ملکي خلکو ته د دې لپاره وسلې په لاس ورکوي چې په شیعه مذهبي ځایونو باندې له ګڼو مرګونو بریدونو څخه وروسته د جوماتونو لپاره یو لا ښه امنیت برابر کړي.‌

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د سپتمبر په ۱۸ مه د جوماتونو لپاره د زیات خوندیتوب اعلان وکړ.‌

د محرم امنیتي پالیسي همدارنګه د عبادت ځایونو، او په ځانګړې توګه د هغو ځایونو چې شیعه اقلیت پورې اړه لري، خواوشا ته د زیاتو عسکرو او پولیسو توظیف په بر کې نیسي.‌

دانش وویل، د دې پالیسۍ یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې عام خلک جوماتونو او د شیعه ګانو د مراسمو تکیه خانو ته د امنیت برابرولو په برخه کې له امنیتي ادارو سره برخه واخلي او همکاري ورسره وکړي.‌

ویرکوونکي د یوه شیعه، چې د اګست په ۲۵مه په کابل کې په یوه جومات د داعش په یوه برید کې وژل شوی وو، پاتې شوني انتقالوي. دغه برید لږ تر لږه ۲۸ تنه عبادت کوونکي ووژل.‌ د محرم د میاشتې په ترڅ کې، افغان حکومت ښاریانو ته وسلې ورکوي چې د پولیسو او امنیتي ځواکونو سره له ترهګریزو پېښو څخه د جوماتونو او نورو مقدسو ځایونو په ساتنه کې مرسته وکړي.‌ [سلیمان]

ویرکوونکي د یوه شیعه، چې د اګست په ۲۵مه په کابل کې په یوه جومات د داعش په یوه برید کې وژل شوی وو، پاتې شوني انتقالوي. دغه برید لږ تر لږه ۲۸ تنه عبادت کوونکي ووژل.‌ د محرم د میاشتې په ترڅ کې، افغان حکومت ښاریانو ته وسلې ورکوي چې د پولیسو او امنیتي ځواکونو سره له ترهګریزو پېښو څخه د جوماتونو او نورو مقدسو ځایونو په ساتنه کې مرسته وکړي.‌ [سلیمان]

هغه وویل، «یاده پالیسي د محرم میاشتې پورې محدوده نه ده؛ بلکې هغه به په راتلونکیو څو کلونو کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې پلې شي،» او زیاته یې کړه، چې حکومت به هغو ملکیانو ته، چې د امنیت برابرولو لپاره استخدامېږي، وسلې، تجهیزات او تنخاګانې برابر کړي.‌

د خدمت او خوندیتابه لپاره د ښاریانو روزنه

د افغان چارواکو په وینا، د ملي امنیت شورا دغه پالیسي تایید کړې، او د محرم په جریان کې د شیعه ځایونو د خوندیتابه لپاره له ۵۰۰ څخه د ډېرو ښاریانو روزنه پای ته رسېدلې ده.‌

له محرم څخه وروسته به هغوی ته نوره روزنه هم ورکول شي

د ملي حکومت د جوماتونو په امنیتي کمېټه کې د کابل د ولایتي شورا یوه غړي عبدالاحمد علي یزدان پرست وویل، «له ۱۰۱ جوماتونو څخه خواوشا ۵۰۵ ځایي اوسېدونکي د نظامي روزنې لپاره د کورنیو چارو وزارت ته ور وپېژندل شول،» او زیاته یې کړه چې وزارت له هر جومات څخه ۵ کسان مقرر کړل.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د کورنیو چارو وزارت به دغو افرادو ته دوه ورځې نظامي روزنه ورکړي او د محرم په ۷مه ورځ به هغوی ته وسلې په لاس ورکړي، چې هغوی وکولی شي چې د محرم د میاشتې په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو تر څنګ د جوماتونو او تکیه خانو د حفاظت لپاره کار وکړي،»

نوموړي وویل، «سربېره پر دې، د کورنیو چارو وزارت به همدارنګه هغوی ته د محرم له ۱۳مې ورځې وروسته دوه میاشتې نوره [پوځي] روزنه هم ورکړي،»‌

هغه وویل، «استخدام شوي کسان، به له امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ کې، د مذهبي مراسمو او د جمعې د لمونځونو پر وخت د امنیت د لا ښه خوندیتوب لپاره حاضر وي،»

د کابل د ګارډنېزیون قوماندان ډګرجنرال افضل امان وویل، «امنیتي ځواکونو او همدارنګه پخپله عامو خلکو کلک امنیتي ترتیبات نیولي دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «شیعه ګان کولی شي چې د محرم د میاشتې په ترڅ کې خپل مذهبي مراسم په یوه خوندي چاپېریال کې ولمانځي. مونږ هغوی ته ډاډ ورکوو چې د دې میاشتې په ترڅ کې به ترهګر ونشي کولی چې داسې څه ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي چې شیعه ګان او د هغوی مذهبي مراسم په نښه کړي.»

امان یادو ۵۰۵ کسانو ته په اشارې وویل، «د دغو افرادو د وسله وال کولو په برخه کې هېڅ اندېښنه نشته،» د هغوی بایومتریک کتنه شوې، هغوی د خپلو سیمو خلک ډېر ښه پېژني او د هغوی کورونه له جوماتونو سره نژدې دي، هغوی کوم بل ځای ته سفر نه کوي او هغوی د امنیت برابرولو په برخه کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي.»

د شیعه ګانو په نښه کول

په کابل کې د سیدالشهدا جومات امام شیخ صادقي وویل، «داعش په افغانستان کې د شیعه ګانو جوماتونه او مذهبي ځایونه په نښه کوي چې دا کار یې له ټولو اسلامي او انساني اساساتو سره مخالف دی،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «تر اوسه پورې، هغوی سلګونه عبادت کوونکي شهیدان یا ټپيان کړي دي. دا د شیعه ټولنې لپاره یوه له لویو اندېښنو څخه ده.»

هغه وویل، «له نېکه مرغه، حکومت پرېکړه کړې چې ځایي خلکو ته وسلې ورکړي چې هغوی، د امنیتي ځواکونو تر څنګ، وکولی شي چې د محرم په ترڅ کې جوماتونه او تکیه خانې خوندي کړي،» او زیاته یې کړه چې شیعه ټولنه د حکومت دغه امنیتي پلان ته هرکلی وایي.

داعش د تېرو دوه کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې د شیعه ګانو پر ضد یو شمېر بریدونه ترسره کړي دي.‌

د اګست په ۱په هرات کې د شیعه ګانو په یوه جومات د داعش یوه برید۳۳ تنه عبادت کوونکي ووژل او ۶۶ تنه نور یې ټپیان کړل.‌

د جون په میاشت کې، داعش په کابل کې د شیعه ګانو په یوه ګڼ جومات د داسې یوه ځانمرګي برید مسؤلیت واخیستچې څلور کسان په کې ووژل شول.‌

د تېر کال په نومبر کېهم په کابل کې د شیعه ګانو په یوه جومات کېیوه لوی ځانمرګي برید لږ تر لږه ۲۷ کسان ووژل او ۶۴ نور یې ټپیان کړل.‌

د ۲۰۱۶ په جولای کې، داعش د هغو جوړه چاودنو مسؤلیت پرغاړه واخیست چېپه کابل کې د هزاره شیعه ګانو په ګڼه ګوڼه وشوېاو لږ تر لږه ۸۵ کسان یې ووژل او له ۴۰۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.‌

'د افغانستان دښمن'

د کابل یوه اوسېدونکي علي جان سلام ټایمز ته وویل، «داعش په افغانستان کې د شیعه ګانو دښمن دی،»

د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر او وسله والو سړیو د اګست په ۲۵ مه په کابل کې د امام زمان په جومات کې د جمعې د لمانځه پر وخت لږ تر لږه ۲۸ تنه عبادت کوونکي ووژل.‌

جان وویل، «له هغې پېښې څخه وروسته، ځايي خلکو د خپل ژوند او خپلو جوماتونو د خوندي کولو او په هغوی باندې د داعش د بریدونو د مخنیوي لپاره وسلې وپېرلې،»

دانش د اګست په ۱۸مه له جیګپوړو امنیتي چارواکو او شیعه مشرانو سره له کتنې څخه وروسته وویل، «له وروستیو بد مرغو پېښو څخه وروسته، عام خلک باید د خوندیتابه په پار یوازې امنیتي ځواکونو ته سترګې ونه نیسي، بلکه عوام او په ځانګړې توګه ځوانان ... باید د محرم په ترڅ کې د جوماتونو په خوندي کولو تمرکز وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500