تروريزم

د داعش د 'خلافت' د نسکورېدا په ترڅ کې ادعا کېږي چې البغدادي بیا راڅرګند شوی دی

سلام ټایمز

د ۲۰۱۴ د جون میاشتې په دې ویډیوي سکرین شاټ کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي د هغه د تش په نامه 'خلافت' اعلان کوي.‌ البغدادي پټ دی او ډېر کم خپل مخ ښیي. [آرشیف]

د ۲۰۱۴ د جون میاشتې په دې ویډیوي سکرین شاټ کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي د هغه د تش په نامه 'خلافت' اعلان کوي.‌ البغدادي پټ دی او ډېر کم خپل مخ ښیي. [آرشیف]

اسلام اباد -- په عراق، سوریه او افغانستان کې د ستراتيژیکو ناکامیو په ترڅ کې، داعش د پنجشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۸ مه/ داسې یوه آډیو خپره کړه چې ادعا کېږي، د هغوی د مشر، ابوبکر البغدادي، غږ دی، چې له خپلو ملګرو څخه غواړي چې د هغوی د دښمنانو پر ضد «مقاومت» وکړي.‌

دا نه معلومېږي چې دغه پیغام، چې د داعش د اړوند رسنیز ګروپ له خوا خپور شوی، کله ثبت شوی دی.‌

په دغه آډیو کې، یو څوک چې د داعش د مشر په څېر اواز لري، په نړیوال ایتلاف کې هغوی هېوادونو ته په قهر دی چې په سوریه او عراق کې یې د داعش اورپکو ته دارنه تلفات ور اړولي دي.‌

د ادعا له مخې، البغدادي وویل، «د داعش مشران او سرتېري په دې پوه شوي چې د فتحې په لوري تللې لاره په صبر سره کچ کېږي او دا چې د کافرانو پر ضد چې د هر ایتلاف برخه وي مقاومت وکړي. مونږ به پاتې یو،‌ مونږ به مقاومت وکړو او مونږ به صبر وکړو... مونږ به جګړه پرې نه ږدو.»

د سوریې دیموکراتیک ځواکونه د سپتمبر په ۲۴مه د رقه په ختیځ کې په لومړۍ کرښه کې د یوه موقعیت په نیولو سره ګډاګانې کوي.‌ سوریایي جنګیالي چې د ایتلافي ځواکونو له خوا یې ملاتړ کیږي جګړې ته دوام ورکوي چې په الرقه کې د داعش د غړو په ماتېدونکي سنګر کې د هغوی وروستي پاتې شوني له منځه وېسي. [بولېنټ کیلیک/ای اېف پي]

د سوریې دیموکراتیک ځواکونه د سپتمبر په ۲۴مه د رقه په ختیځ کې په لومړۍ کرښه کې د یوه موقعیت په نیولو سره ګډاګانې کوي.‌ سوریایي جنګیالي چې د ایتلافي ځواکونو له خوا یې ملاتړ کیږي جګړې ته دوام ورکوي چې په الرقه کې د داعش د غړو په ماتېدونکي سنګر کې د هغوی وروستي پاتې شوني له منځه وېسي. [بولېنټ کیلیک/ای اېف پي]

د پنجشنبې د ورځې پیغام، که ریښتیا وخېژي،‌ د تېر نومبر راهیسې به د البغدادي لومړی پیغام وي،هغه وخت هغه د داعش په اورپکو تاکید کړی وو چې د عراق له موصل ښار څخه دې تر پایه دفاع وکړي.

له هغه نه لږ وروسته،‌ د داعش د غړو تر منځ یووالی له منځه لاړ، چې تر څو میاشتو پورې ترې کسان وتښتېدل، په خپلو کې سره په جنګ شول او بالاخره د دې کال په جولای کې یې موصل له لاسه ورکړ.

داعش چې یو وخت یې په ۲۰۱۴ کې د عراق په نژدې یو پر درې برخه خاوره د حاکمیت ادعا کوله، اوس د دغه هېواد یوازې یوه کوچنۍ برخه کنټرولوي او هغه هم داسې چې ورځ‌ په ورځ پرې عراقي او نړیوال ځواکونه کړۍ ورتنګوي.‌

په سوریه کې، د داعش د تش په نامه 'خلافت' د مرکز، الرقه،‌ محاصره ورځ تر بلې ورتنګېږي، په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې د یادې ډلې خاوره په چټکۍ سره ورټولېږي.‌

په افغانستان کې، چې داعش هڅه کوله په ننګرهار ولایت کې خپل لوی مرکز جوړ کړي،افغان او ایتلافي ځواکونو په تېر کال کې دغه ګروپ ته درانه ټکانونه ورکړل.‌.

'تر مرګه پورې جګړه' نوره نه

که څه هم چې البغدادي هڅه کوي چې یوه واحده جبهه جوړه کړي، خو په ستراتيژۍ کې یو وروستی بدلون څرګندوي چې دغه ترهګره شبکه په نړیواله سطحه په خپلو وروستیو پښو ولاړه ده.‌

د اسلام اباد د ستراتیژیکو څېړنو انسټیټیوټ د سپتمبر په ۱۵مه په خپل یوه خپاره کړي راپور کې د لبنان او سوریې په پوله یوې وروستۍ جګړۍ ته په اشارې سره لیکي،‌ «داعش چې یو وخت یې ژمنه کړې وه چې تر مرګه به جنګ کوي اوس په خپله ستراتیژۍ کې یو بدلون رامنځته کړی دی،»

په راپور کې راغلي، د اګست په میاشت کې د لبنان - سوریې په پوله د یوه شپږ ورځني جنګ په ترڅ کې، داعش یوه شرموونکې ماتې وخوړه.‌

د پبلېک ریډیو انټرنیشنل د راپور له مخې، د داعش پاتې غړي -- چې له ۳۰۰ نه زیات ول -- او نژدې دغه شمېر خپلوان یې ورسره ول، په دې هکله خبرې اترې وکړې چې د عراق پولې سره نژدې په سوریه کې دیرالزور ته په خوندي توګه د تېرېدلو اجازه ترلاسه کړي.

د اسلام اباد د ستراتیژیکو څېړنو د انسټیټیوټ راپور وایي، «له 'تر مرګه پورې جنګېدا' څخه تر تسلیمېدا او د یوې خوندی لارې تر لټون پورې د ستراتیژۍ دغه بدلېدا ښیي چې د داعش په پالیسۍ کې بدلون راغلی دی،»

د اسلام اباد د ستراتیژیکو څېړنو د انسټیټیوټ د راپور د لیکوال مرستیال څېړونکي محمد عباس حسن په وینا، «دغه ګروپ... اوس په داسې یوه حالت کې ایسار دی چې د ژوندي پاتې کېدا هڅه کوي،»

هغه وویل، خبرې اترې «داعش د له منځه تګ خوا ته یو ګام ورنژدې کوي. دغې هوکړې همدارنګه هغو ځواکونو ته چې د داعش پر ضد په جګړه کې ښکېل دي، هم هیلې ورکړي او حقیقت دا دی چې دغه ګروپ به بالاخره مات کړای شي.»

داعش ته یوه او ټولیزه ضربه

په پېښور کې د فاټا د امنیتي چارو پخواني سکرټر متقاعد ډګرمن محمودشاه وویل، «د څو نړیوالو ځواکونو مداخلې په سوریه کې د داعش زور ته ضربه ور رسولې او دغه تنظیم یې په نړیواله سطحه کمزوری کړی دی،»

محمودشاه وویل، «په افغانستان کې د اپریل په میاشت کې د داعش او طالبانو تر منځ خونړۍ نښتې یوه بله داسې نښه وه چې ښودل یې چې داعش له ستونزو سره مخامخ شوی دی او وبه نشي کولی چې هلته تر ډېره وخته پورې دوام وکړي،»

هغه وویل، ځکه چې طالبان نه له داعش سره یوځای شوي او نه یې د هغوی ایډیالوژي منلې ده، په افغانستان کې د داعش بقا او دا وړتیا چې په پاکستان کې فعالیت وکړي، شل شوي دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو د انسټیټیوټ رییس عبدالله خان وویل، «داعش ښایي په عراق او سوریه کې خپل مرکزي خلافت له لاسه ورکړي، خو د هغوی ډلې ټپلې به د پاکستان او افغانستان په شمول د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ستونزو د یوې منبع په توګه پاتې شي،»

هغه له منځني ختیځ څخه بهر د داعش د خواخوږو له خوا انفرادي بریدونو ته په اشارې سره وویل، «داعش به د یوه نړیوال ګواښ په توګه پاتې شي، او هغه خلک چې د هغوی له ایډیالوژۍ څخه متأثر شوي دي، هغوی به دلته هلته بریدونو ته دوام ورکړي،»

د اسلام اباد د ستراتیژیکو څېړنو د انسټیټیوټ راپور وایي،‌ په دغو سببونو، په کار دی چې له داعش سره له خبرو اترو څخه ډډه وشي.

راپور وایي، «که هغوی ته اجازه ورکړل شي چې بیا سره یوځای شي، ښایي چې دغه ګروپ بېرته له لا نور وحشیانه قوت سره راستون شي. د دغه ډول پېښو د ودرولو او د سولې د یوه مخکې شرط په توګه، په کار دی چې داعش په بشپړ ډول له منځه وېوړل شي.»

د راپور په پای کې راځي، «په کار دی چې د خپلسري خلافت لمبه مړه شي،»

په کراچۍ کې د ډيلي پاکستان د امنیتي چارو تحلیلګر او ځايي ایډېټر مبشر میر پاکستان فارورډ ته وویل، «نړیوال ځواکونه باید د نیابتي جنګونو د کمزوري کولو لپاره یو بل ته لاسونه سره ورکړي او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د وینې تویېدا د ودرولو لپاره د داعش پر ضد عملیات پیل کړي،»

هغه وویل، «د نړیوالې ټولنې له خوا له یو لاس هڅو څخه پرته، دا ناشونې ده چې اورپکي له نړۍ څخه ورکه کړای شي،»

[د دې راپور په برابرولو کې جاوېد محمود مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500