تروريزم

د هېوادونو اوسېدونکي په پاک - افغان پوله د ګډوډۍ جوړولو په برخه کې د اورپکو هڅې غندي

د اشفاق یوسفزي راپور

یو پاکستانی عسکر د اګست په میاشت کې د افغان پولې په اوږدو کې په پیره ولاړ دی. [قاسم یوسفزی]

یو پاکستانی عسکر د اګست په میاشت کې د افغان پولې په اوږدو کې په پیره ولاړ دی. [قاسم یوسفزی]

پېښور -- د پاکستان - افغانستان د پولې په اوږدو کې موجود اورپکي په دواړو هېوادونو کې د سوداګرو، ټرانسپورټرانو او نورو هېوادوالو پر ضد د دښمنۍ چلند کوي.‌

د تېر کال په بهیر کې د ترهګرۍ خورې ورې پېښې د دې سبب شوې چې د تېرېدلو راتېرېدلو نقطې وتړل شي، او د شیانو او خلکو حرکت محدود کړای شي.‌

د غریب ګل په نامه یوه افغان چې په پېښور کې د ترکارۍ د پېر او پلور کار کوي، پاکستان فارورډ ته وویل، «مونږ مجبور یو چې د پولې یوې خواته ورځې ورځې د ترهګرۍ د پېښو له امله انتظار وکړو... چې دغه حالت زمونږ په کار تاثیر کوي،»

غریب ګل وویل، چې هغه هره میاشت د تورخم له لارې په جلال اباد کې خپل کور ته ځي او دا چې د ترهګرۍ پېښې او د سرحد بندېدا د هغه او نورو خلکو لپاره د وخت او پیسو د ضایع کېدلو سبب ګرځي.‌

د تورخم د پولې د اګست د ۳ مې انځور [اشفاق یوسفزی]

د تورخم د پولې د اګست د ۳ مې انځور [اشفاق یوسفزی]

د تورخم پوله د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت او فاټا یا قبایلي سیمې د افغانستان له ننګرهار ولایت سره نښلوي.

په پېښور کې د سرحد د سوداګرۍ او صنایعو د خونې (سرحد چیمبر آف کامرس اینډ اڼدستري) پخواني رییس زاهد شینواري پاکستان فارورډ ته وویل، هغه د دواړو هېوادونو تر منځ‌ تر ټولو بوخته لاره ده چې هره ورځ پرې له ۱۵ زرو څخه تر ۲۰ زرو پورې پلي خلک او سلګونه موټر تګ راتګ کوي.‌

دغه سرحد د سپتمبر په ۱۶مه وروسته له هغه وتړل شو چې اورپکو د دوه لاسي بمونو په برید کې د سرحدي قول اردو د ۶ غړو په شمول ۷ کسان ټپیان کړل. په زرګونو مسافر تر دوه ورځو پورې ایسار پاتې شول.‌

غریب ګل وویل، «د سپتمبر په ۱۸مه چې سرحد پرانستل شو، خلک ډېر خوشحال شول او مونږ په غټو ډلو کې تېر شوو،»‌ او زیاته یې کړه چې د سرحد تړل ډېر زیات پېښېږي.‌

د فبرورۍ په ۱۶مه، د تورخم دروازه، ورورسته له هغه چې په پاکستان کې یو لړ ځانمرګي بریدونه وشول،‌ تر ۶ ورځو پورې بنده پاتې شوه. د دغو بریدونو په لړ کې یو د سیند ایالت په سیهوان سیمه کې د لال شهباز قلندر په زیارت کې وشو چې د ځایي رسنیو په وینا لږ تر لږه ۸۸ کسان په کې ووژل شول.‌

بله سرحدي دروازه چې د بلوچستان په چمن کې ده، هم په دغه دوران کې تړل شوې وه.‌

دواړه دروازې خواوشا یوه میاشت وروسته له هغه د بشري خواخوږۍ په اساس پرانستل شوېچې پاکستاني او افغان امنیتي ځواکونو او سیاسي مشرانو په خپلو کې سره خبرې اترې وکړې او په دې توګه سلګونو ملکي خلکو او لاریو ته، چې خواړه او نور شیان یې افغانستان ته وړل، د تېرېدلو اجازه ورکړل شوه.‌

د مزاحمت او ګډوډۍ هڅه کول

په پېښور کې د سیاسي چارو تحلیلګر خادم حسین وویل، اورپکي غواړي چې د ګاونډیو هېوادونو تر منځ سوداګري او انساني ارتباطات مختل کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «طالب اورپکي د پاکستان او افغانستان تر منځ د ورورګلویزو اړیکو سخت مخالف دي، له دې امله هغوی خپلې ټولې هڅې کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې پرې کړي،»‌ او زیاته یې کړه چې د ورورګلویزو اړیکو انکشاف به د ترهګرۍ له منځه تللو ته لاره هواره کړي.‌

هغه وویل، «نړیواله ټولنه او د سرحد دواړو غاړو ته پراته خلک پوره سوله غواړي ځکه چې هغوی د هغو ترهګریزو پېښو د ناپایه سلسلې له امله په تنګ شوي چې سوداګري یې زیانمنه کړې ده،»

هغه وویل، «جګړه مارۍ په ټرانزيټ او سوداګرۍ دواړو باندې سخت تاثیر کړی دی، او په دواړو هېوادونو کې سوداګر له سختو ستونزو سره مخامخ دي،»

د پاکستان - افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې رییس محمد ذبیر مطیع الله وویل، د سرحدونو بندېدا له یو کال راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ ته تاوان ور رسوي.

نورې بندېدنې

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د تورخم سرحد بله بندېدا د ۲۰۱۶ د اګست په ۱۸مه رامنځته شوه او دا کار هلته له تاوتریخوالي څخه ډک یوه مزاحمت څخه وروسته وشو چې «د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته یې سخت زیان ورواړاوه،»،‌ او زیاته یې کړه چې د ۲۰۱۶ د سپتمبر په ۱ پوله بېرته پرانستل شوه.‌

مطیع الله پاکستان فارورډ ته وویل،‌ «مونږ د سرحدي امنیتي چارواکو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ د انکشاف او په راتلونکي وخت کې د ناوړه پېښو د مخنیوي هڅو ته د قدر په سترګه ګورو،»

هغه د «سرحدونو تر منځ د ارتباط جوړونې» ټکي ته په اشارې سره وویل، «مونږ خپله ټوله هڅه کوو چې د اعتماد جوړونې د ګامونو یوه داسې لړۍ پیل کړو چې د دواړو هېوادونو تر منځ اتصال پیاوړی او بیا راژوندی کړي،»

هغه وویل، «د سوداګرۍ ټولنه له افغانستان سره د سوداګرۍ د انکشاف لپاره سولې ته ضرورت لري. سوداګري په دواړو هېوادونو کې سوداګرو او عامو خلکو ته ګټه ور رسوي.»

په بلوچستان کې، پاکستاني مقاماتو د چمن پوله د اپریل په ۲ مه وروسته له هغه وتړله چې د سرحدي ساتونکیو تر منځ نښته وشوه او د مسافرو له ډلې څخه یو کس ووژل شو. هغه لاره ۲۲ ورځې وروسته بیا پرانستل شوه.‌

مطیع الله وویل، دغه ډول مکررې،‌ او د تاوتریخوالي له امله رامنځته کېدونکې بندونې د دواړو هېوادونو اوسېدونکیو ته نه جبرانېدونکي تاوانونه ور رسوي.‌

د هغو خلکو ستونزې چې وس یې نه رسيږي

د پېښور پوهنتون څېړونکي محمد عبید الله د پاکستان - افغانستان تر منځ په تېرو ۱۵ کلونو کې د سرحد بندېدنو ته په اشارې سره وویل، «هغه خلک چې ډېر متأثر کیږي هغه عادي خلک دي،»

هغه وویل، «د پولې په تړل کېدلو سره په افغانستان کې، چې هلته خلک په پاکستاني خوړو تکیه لري، نرخونه پورته کیږي،»

د مطیع الله په وینا، که د ۲۰۱۷ بېلګه صحیح واخیستل شي، په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان او افغانستان تر منځ کالنۍ سوداګري له ۳ میلیارد ډالرو څخه ۲ میلیارد ډالرو ته راښکته شوې ده.‌

سوداګري هغه یوازنی فعالیت نه دی چې ترهګري زیان وررسوي

دغه حالت د ښوونځیو د هغو افغان ماشومانو لپاره چې په پاکستاني ښوونځيو کې درسونه وایياو همدارنګه هغو ناروغانو لپاره چې په پاکستان کې د درملنې په لټه کې وي، سختې ستونزې را ولاړوي.‌

د لوګر ولایت یوه بزګر ملتان خان وویل، «مونږ د تخصصي علاج لپاره په بشپړ ډول په پاکستان متکي یو.‌ کله چې سرحدونه تړلي وي، افغان ناروغان ورځې ورځې له سرحد سره نژدې پنډ وي.»

ملتان خان وویل، د هغه مور چې د سرطان ناروغي لري باید په هرو دوه میاشتو کې یو ځل په پېښور کې درملنه ترلاسه کړي، او زیاته یې کړه چې د سرحد بندېدا د هغې ژوند له خطر سره مخامخ کوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500