امنیت

افغانستان پلان لري چې د طالبانو او داعش پر ضد د جنګېدلو لپاره ملکي خلک وروزي او په وسلو یې سمبال کړي

د نجیب الله راپور

د افغان ملي اردو تازه فارغان د اکتوبر په ۳ مه په هرات کې د فراغت د مراسمو په ترڅ کې مارش کوي. د افغان ملي اردو خواوشا ۶۰۰ زده کوونکي د شپږو میاشتو په مخه روزنه ترلاسه کوي او له فراغت څخه وروسته به د هېواد په بېلابېلو برخو کې په کار وګومارل شي. همدارنګه، د دفاع وزارت پلان لري چې ۲۰۰۰۰ ملکي کسانو ته روزنه او وسلې ورکړي چې په نویو ازادو شویو ولسوالیو کې امنیت پیاوړی کړي.‌ [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو تازه فارغان د اکتوبر په ۳ مه په هرات کې د فراغت د مراسمو په ترڅ کې مارش کوي. د افغان ملي اردو خواوشا ۶۰۰ زده کوونکي د شپږو میاشتو په مخه روزنه ترلاسه کوي او له فراغت څخه وروسته به د هېواد په بېلابېلو برخو کې په کار وګومارل شي. همدارنګه، د دفاع وزارت پلان لري چې ۲۰۰۰۰ ملکي کسانو ته روزنه او وسلې ورکړي چې په نویو ازادو شویو ولسوالیو کې امنیت پیاوړی کړي.‌ [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- د دفاع وزارت پلان لري چې ځایي ملکي خلکو ته روزنه او وسلې ورکړي چې له سرتېرو سره د هغو سیمو په دفاع کې مرسته وکړي چې طالبان او د داعش اورپکي ترې اېستل کېږي.‌

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، «دغه افراد به په عمومي توګه د هغې سیمې د امنیت ساتنې مسؤلیت ولري چې افغان ملي اردو له دښمن څخه ازاده کړې وي،»‌

هغه وویل، «د هغوی شمېر به له ۲۰۰۰۰ تنو څخه ډېر وي، او هغوی ته به ځانګړي نظامي یونیفورمونه ورکول شي،»

رادمنش وویل، مقاماتو لا تر اوسه پورې هغه سیمې نه دي مشخصې کړي چېرې به چې هغوی دغه ملکي کسان استخداموي،‌ او زیاته یې کړه چې حکومت به هغوی هر هغه وخت په کار وګوماري چې د هغوی خدمت ته اړتیا ولیدل شي.‌

یو افغان محلي پولیس افسر د تېر اکتوبر په ۹ مه په هلمند ولایت کې د نظامي عملیاتو په ترڅ کې څار کوي. [نورمحمد/ای اېف پي]‌

یو افغان محلي پولیس افسر د تېر اکتوبر په ۹ مه په هلمند ولایت کې د نظامي عملیاتو په ترڅ کې څار کوي. [نورمحمد/ای اېف پي]‌

هغوی لا تر اوسه پورې د دغو کسانو د استخدام د پیل نېټه هم نه ده په ګوته کړې.‌

رادمنش وویل، د دې وړاندیز تر شا نظر د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له پخوانۍ تجربې څخه را اخیستل شوی چې یاغیان یې په شا تمبول.

په تېر وخت کې به چې افغان سرتېرو له بېلابېلو سیمو څخه یاغیان واېستل، سم به چې عسکر بل جنګ ته وخوځېدل یاغیان به بېرته خپلو سیمو ته راستانه شول.‌

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ای اېف پي ته وویل، «خلک به د هغوی له سیمو څخه استخدام شي ځکه چې هغوی په خپلو سیمو کې بلد دي او په دې پوهېږي چې څنګه یې وساتي،» خو زیاته یې کړه چې د دغه پلان د پلي کېدا تضمین نشته.‌

د امنیتي پلان هرکلی وشو

د پارلمان یو شمېر غړي او نظامي تحلیلګران،‌ او همدارنګه عادي افغانان،‌ د وزارت له خوا د استخدام پلان ته ښه راغلاست وایي.‌

په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت یوه استازي عبدالرحیم رهین وویل، «دا د هېواد په ګټه ده چې امنیتي ځواکونو ته لا نور انکشاف ورکړي او نظم جوړ کړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د دغو سرتېرو له مسؤلیتونو څخه یو دا دی چې د هغو سیمو امنیت وساتي چې مونږ د دښمن له منګولو څخه راخلاصې کړې وي،‌ او دا ګام به ډېر مؤثر وي،»

هغه وویل، «محلي پولیسو ثابته کړې چې په ځینې سیمو کې ډېر مؤثر دي،‌ او زه هیله لرم چې محلي ملېشه به هم مؤثره وي،»

په کابل کې د پوځي چارو یوه تحلیلګر متقاعد ډګروال عبدالغفار ګردېزي سلام ټایمز ته وویل، «دا تر ټولو ښه پلان دی ځکه چې مونږ د افغان ملي اردو دومره کافي شمېر عسکر نه لرو چې په ټول هېواد کې امنیت برابر کړي،»

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محب الله هم د دغه پلان هرکلی وکړ.

هغه وویل، په تېر وخت کې سنګین ولسوالي څو ځلې د اورپکو لاسونو ته ورلوېدلې او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو بېرته نیولې ده، او زیاته یې کړه چې عام خلک له نا امنۍ څخه په تکلیف دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که پخوا محلي ملېشه موجوده وای، طالبان به نه وای توانېدلي چې دغه ولسوالي ونیسي،»

د مدیریت په برخه کې اندېښنې

بلې خواته، یو شمېر افغان تحلیلګران د دغو عسکرو د راتلونکي او هغې رهبرۍ په هکله چې هغوی یې تمه کوي، اندېښنه لري.‌

په کابل کې د نظامي چارو تحلیلګر متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل سلام ټایمز ته وویل، «د عادي اتباعو په وسلو سمبالول غیرمؤثر او د هېواد د راتلونکي لپاره خطرناک دي،»

ای اېف پي د سپتمبر په ۱۷مه راپور ورکړ، چې د بشري حقونو د څار موسسې یوه جیګپوړې څېړونکې پتریشیا ګوسمین وویل، «د افغان حکومت له خوا د نامنظمو ځواکونو پراختیا کولی شي چې د ملکي خلکو لپاره ډېرې خطرناکې پایلې ولري،»

رادمشن د دغه ډول اندېښنو په ځواب کې وویل، چې محلي ځواکونه به د افغانستان د قانون په اساس استخدام کیږي او قومانده به ورکول کیږي او د دفاع وزارت تر واک لاندې به کار کوي.‌

هغه وویل، «په دې برخه کې باید هېڅ وارخطایانې او اندېښنې نه وي، ځکه چې داسې افراد شته چې د افغان ملي اردو په لیکو کې روزل شوي او په نظامي اصولو باندې پوهېږي. هیچاته به اجازه ورنه کول شي چې د هېواد له قوانینو او رواجونو څخه سرغړونه وکړي.»

د افغان امنیتي ځواکونو پیاوړي کول

افغان حکومت او د هغه بهرني متحدان د دې لپاره ملېشې په کار ګوماري چې له ۳۳۰۰۰۰ پیاوړو افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي چې د یاغي ګروپونو په وړاندې برلاسي شي.‌

د متحده ایالاتو د څار د ادارې (سیګار) په وینا، د فبرورۍ له میاشتې راهیسې، د افغانستان له ۴۰۷ ولسوالیو څخه یوازې خواوشا ۶۰٪ د حکومت تر کنټرول لاندې دي.

د روان کال په لومړیو کې ولسمشر اشرف غني د هغه څلور کلن ځانګړي پلان له مخې چې بل هدف یې د افغانستان د هوایي ځواک پیاوړتیا ده، حکم وکړ چې، د هېواد د ځانګړيو ځواکونو شمېر دې د موجودو ۱۷۰۰۰ ځواکونو دوه برابره شي.

افغانستان ۵۰۵ ملکي کسانو ته روزنه ورکړه او په وسلو یې سمبال کړل، چې د محرم د سپڅلې میاشتې په ترڅ کې د شیعه جوماتونو او د غونډېدلو د ځایونو امنیت وساتي او دغه ګام یې بریالی وو ځکه چې عاشورا له کومې لویې امنیتي پېښې څخه پرته تېره شوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که اردو د رهبرۍ په سطحه کې یواځې ځوان او با استعداد افراد وټاکي،‌ ډېر بریالیتوبونه به ترلاسه کړي.‌

ځواب ورکړئ