تروريزم

د طالبانو د مشر د وژنې هڅه د هغوی خپلمنځي شخړې او وېش په ګوته کوي

د سلیمان راپور

ملا منان نیازی په یوه تازه عکس کې د هغو درې کسانو له نیولو څخه وروسته خپلو پلویانو ته وینا کوي چې غوښتل یې ځانمرګي بمي بریدونه وکړي، او ادعا کېږي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده ملاتړ کوونکیو ورلېږلي ول.‌ [له ملا منان نیازي نه په مننه]‌

ملا منان نیازی په یوه تازه عکس کې د هغو درې کسانو له نیولو څخه وروسته خپلو پلویانو ته وینا کوي چې غوښتل یې ځانمرګي بمي بریدونه وکړي، او ادعا کېږي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده ملاتړ کوونکیو ورلېږلي ول.‌ [له ملا منان نیازي نه په مننه]‌

کابل -- په افغانستان کې د طالبانو په ډلو وېشل دوام لري،او د راپورونو له مخې یوه ډله هڅه کوي چې د بلې ډلې یو مشر ترور کړي.‌

د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا منان نیازی ادعا کوي چې د طالبانو بله ډله چې ملا هبت الله اخوندزاده یې مشري کوي، هڅه کوي چې هغه ووژني.‌

نیازي چې د طالبانو د واکمنۍ (۱۹۹۶-۲۰۰۱) پر وخت د بلخ او هرات ولایتونو والي وو د سپتمبر په ۲۷مه په یوه ځانګړې مرکه کې سلام ټایمز ته وویل، «په هلمند ولایت کې د طالبانو تش په نامه والي، او همدارنګه ملا هبت الله ته ژمن دوه نور قوماندانان سراج او بشیر، چې د خپلو بادارانو -- یعنې پاکستان، ایران او روسیې امرونه تعقیبوي -- درې تنه ځانمرګي بریدګر راولېږل چې ما ووژني،»‌

هغه وویل، «خو زمونږ ځواکونو هغوی د برید له ترسره کولو څخه مخکې ونیول،»

په دې تازه عکس کې، هغه درې کسان چې غوښتل یې ځانمرګي بمي بریدونه ترسره کړي، د ملا منان نیازي مخې ته په داسې حال کې چې نوموړی وینا کوي ناست دي.‌ [له ملا منان نیازي نه په مننه]‌

په دې تازه عکس کې، هغه درې کسان چې غوښتل یې ځانمرګي بمي بریدونه ترسره کړي، د ملا منان نیازي مخې ته په داسې حال کې چې نوموړی وینا کوي ناست دي.‌ [له ملا منان نیازي نه په مننه]‌

هغه زیاته کړه،‌ «دغو ځانمرګو بریدګرو اعتراف وکړ چې هغوی غولول شوي ول او هغوی په خپلو عملونو باندې پښېماني څرګنده کړه. له دې امله، مونږ هغوی ته اجازه ورکړه چې لاړ شي، ځکه چې هغوی کورنۍ لرلې،»‌

ویل کیږي چې رسول په ۲۰۱۳ کال کې د طالبانو د مؤسس ملا محمد عمر له مړینې څخه مخکې چې طالبانو یې د مړینې پخلی د ۲۰۱۵ په جولای کې وکړ، له ملا عمر سره نژدې اړیکې لرلې، خو په هغه کال رسول د طالبانو له لویې ډلې نه جلا شو او د «د افغانستان د اسلامي امارت د عالي شورا» په نامه یې خپل خوځښت جوړ کړ.‌

د رسول پلویانو د طالبانو د پخواني مشر ملا اخترمحمد منصور، چې په ۲۰۱۶ کال په پاکستان کې ووژل شو، او د ملا هبت الله له مشرۍ څخه انکار وکړ‌.‌

نیازي وویل، «نه ملا اخترمنصور او نه ملا هبت الله دومره صلاحیت او وړتیا لرله چې د طالبانو مشري په لاس کې واخلي،» او زیاته یې کړه چې دغه دواړه کسان د طالبانو د اکثریت غړو له ملاتړ څخه پرته واک ته ورسېدل.‌

یو ژور وېش

نیازي په دې تاکید وکړ چې د رسول د ډلې او د هبت الله تر مشرۍ لاندې طالبانو تر منځ اختلافات شته.‌

هغه وویل، «مونږ ان په ۲۰۱۵ کال کې له هغوی څخه له جلا کېدلو راهیسې په هرات، هلمند، زابل، فراه، غور او بادغیس کې د منصور او له هغه را وروسته د هبت الله پر ضد جګړه کوو،»

نیازي وویل، «په وروستیو وختونو کې، زمونږ او د ملا هبت الله په مشرۍ د طالب ځواکونو تر منځ یوه سخته جګړه وشوه، چې په هغې کې مونږ د هبت الله ۱۶ جنګیالي ووژل. هغه وسلې چې مونږ له هغوی څخه ترلاسه کړې، ډېرې پرمختللې او په دوربینونو سمبال وې. په هغو باندې روسۍ نښې وې او د ایران د خاورې له لارې هغوی ته راقاچاق شوې وې.»‌

که څه هم چې نیازی د نورو طالب ډلو پر ضد جګړې ته دوام ورکوي او دا ردوي چې د افغانستان د سولې بهیر سره یوځای شي،نوموړی څرګندوي چې له روانې جګړې څخه ستړي دي.‌

هغه وویل، «۴۰ کلنې جګړې افغانستان او افغانان ستړي کړي دي. مونږ غواړو چې ټول افغانان سره یوځای شي او خپلې داخلي ستونزې د مذاکراتو په مېز حل کړي. مونږ د افغانستان د ټولو قومونو تر منځ ملي‌ یووالی غواړو، او مونږ سولې او ثبات ته لېوالتیا لرو.»

هغه وویل،‌«جګړه نور د حل لاره نه ده،»

په ورته وخت کې، نیازي وویل چې د هغه ډله له نظامي پلوه قوي او چمتو ده او «د هبت الله د ډلې پر ضد به تر هغه وخته جګړه وکړي چې هغه له منځه لاړه شي».‌

اختلافات د تاوتریخوالي او خپلمنځي جګړو سبب وګرځېدل

د ملي امنیت ریاست پخواني رییس رحمت الله نبیل د سپتمبر په ۳۰ مه سلام ټایمز ته په یوه ایمیل کې ولیکل، «په ۲۰۱۵ کال کې د ملا اخترمنصور له ډلې څخه د ملا رسول د ګروپ له جلا کېدلو څخه وروسته، په ګڼو پېښو کې د دواړو ډلو غړو یو پر بل بریدونه وکړل،»

د ۲۰۱۵ په نومبر کې د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د رسول د یوه مرستیال منصور دادالله وژنې او د ۲۰۱۶ په مارچ کې د هرات ولایت په زېرکوه کلي کې په ملا رازمحمد ننګیالي باندې یوه برید ته په اشارې، هغه وویل، «دا لومړۍ هڅه نه ده،»

نبیل وویل، طالبان له خپلمنځي وېش او شخړو څخه سخت وېرېږي،

هغه وویل، «د اختر منصور له وژنې څخه وروسته د طالبانو د لوی مشر په توګه د ملا هبت الله د ټاکل کېدا یو دلیل دا وو چې کېدای شي د رسول په مشرۍ د طالبانو جلا شوی ګروپ تشویق شي چې بېرته یوځای شي. او تر یوه حده دې کار نتیجه ورکړه.»‌

هغه وویل، «یوازنی شخص چې لا هم د ملا رسول په پلویانو کې فعال دی او په ښکاره خبرې کوي هغه ملا منان نیازی دی، چې کېدای شي دا کار هغه راتلونکی هدف وګرځوي،»‌

نبیل وویل، «د هغوی په منځ کې جدي اختلافات او بې باوري موجود دي،» او زیاته یې کړه چې افغان حکومت باید د طالبانو له کم وسۍ او د افغانانو له خوا د هغوی د کمزوري ملاتړ له حالتونو څخه ګټه واخلي.‌

په ولسي جرګه کې د کابل ولایت استازي داود کلکاني وویل، «د ملا هبت الله په مشرۍ د کوېټې شورا او حقاني شبکه د نورو هېوادونو د ځانګړیو ګټو لپاره کار کوي. هغوی له افغان حکومت سره د خبرو اترو هېڅ اراده نه لري.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی داسې پلانونه تیار کړي چې د ملا رسول، منان نیازي او ښایي یو شمېر نورو طالب مشرانو په څېر د طالبانو غړي، چې سولې ته میلان لري، ووژني او له مخې یې لیرې کړي،»

هغه وویل، «په وروستیو وختونو کې، د طالبانو په لسګونو غړي له پاکستان څخه راووتل. هغوی جګړه بس کړه او له خپلو کورنیو سره کندهار ته راغلل. دا د طالبانو په لیکو کې لا نور وېش او بې اتفاقي په ګوته کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500