امنیت

په کابل کې به د وزیراکبرخان په سیمه کې یو حلقوي سرک جوړ شي

د سلیمان راپور

د پلازمېنې زون د پراختیا خپلواکه اداره (CRIDA) وایي،‌ د حلقوي سړک ډیزاین او پلان بشپړ شوی، او دا وړاندوینه کوي چې دغه رغونه به ۱۸ میاشتې وخت ونیسي. دا عکس چې د ۲۰۰۲ د جون په ۵ مه اخیستل شوی، ښیي، چې افغان کارکوونکي له کابل څخه خواوشا ۴۰ کیلومتره لیرې د یوه سرک بیارغونه کوي.‌ [لوپیز فیلېپ لوپیز/ای اېف پي].‌

د پلازمېنې زون د پراختیا خپلواکه اداره (CRIDA) وایي،‌ د حلقوي سړک ډیزاین او پلان بشپړ شوی، او دا وړاندوینه کوي چې دغه رغونه به ۱۸ میاشتې وخت ونیسي. دا عکس چې د ۲۰۰۲ د جون په ۵ مه اخیستل شوی، ښیي، چې افغان کارکوونکي له کابل څخه خواوشا ۴۰ کیلومتره لیرې د یوه سرک بیارغونه کوي.‌ [لوپیز فیلېپ لوپیز/ای اېف پي].‌

کابل -- د پلازمېنې زون د پراختیا د خپلواکې ادارې رییس وایي، په کابل کې د امنیتي زون په پراخولو کار روان دی،‌ خو د کابل عادي اوسېدونکي باید د سختیو پرځای د ګټو تمه ولري.‌

د پلازمېنې زون د پراختیا د خپلواکې ادارې رییس انجنیر الهام عمر هوتکي سلام ټایمز ته وویل، په هغو ګټو کې د داسې یوې کمربندي لارې جوړول شامل دي چې ترافیکي ګڼه ګوڼه به راکمه کړي.‌

نیویارک ټایمز د سپتمبر په میاشت کې راپور ورکړ،‌ چې کارکوونکي زرغونه ساحه داسې پراخوي چې په خوندي کړای شوي زون کې «نژدې ټول سفارتونه،‌ لوی حکومتي وزارتونه او د ناټو او امریکا پوځي قوماندانیانې» ځای کړای شي.

یو عاجل کار

په ولسي جرګه کې د کابل ولایت یوه استازي انجنیر ذکریا ذکریا سلام ټایمز ته وویل، «په کابل کې موجودې ډپلوماټیکې ادارې، د هغو کارمندان او نړیوال ځواکونه د ترهګرو ګروپونو لوی هدفونه دي. تر ټولو وروستی مثال د جرمني سفارت سره نژدې د یوې ټانکر لرونکې لارۍ چاودنه وه چې د می په میاشت کې وشوه.»

په دې چاودنه کې له ۱۵۰ تنو څخه ډېر انسانان ووژل شول.‌

هغه زیاته کړه، «د زرغون زون پراخول به د اکثرو سفارتونو، د هغو د کارمندانو او د سیمې د اوسېدونکیو امنیت یقيني کړي. هغه یو ښه ګام دی.»

خو هغه وویل، «مونږ یوازې په هغه صورت کې د زرغون زون د پراخوالي پلوي یو چې هغه د کابل اوسېدونکیو ته د هغوی په ورځني ژوند کې ستونزې رامنځته نه کړي او هغه سرکونه بند نه کړي چې د کابل اوسېدونکي یې هره ورځ کاروي،»

هوتکي وویل،‌ «که لارۍ هغه هدف ته چې غوښته یې رسېدلې وای، کېدای شوای چې له ۳۰۰ څخه ډېر ډپلوماټان وژل شوی وای. له دې امله،‌ زمونږ ادارې، د ولسمشرغني دفتر او امریکایي انجنیرانو... داسې یو پلان جوړ کړ چې زرغون زون پراخ کړي.»

کمربندي لاره راروانه ده

هغه وویل، یو ځل چې د جوړونې ګرد او شور پای ته ورسېږي،‌ کابل به یوه نوې کمربندي لاره ولري.‌

هغه وویل، «یوه کمربندي لاره چې د وزیراکبرخان له موجودې لارې څخه به لویه وي جوړه شي،»

هغه وویل،‌ راتلونکی سرک «به په وزیراکبرخان، مکروریانو،‌ محمودخان پله او د هوایي ډګر په لاره کې ګڼه ګوڼه ډېره راکمه کړي،»

هغه زیاته کړه،‌ «د یوې سروې له مخې چې مونږ ترسره کړې، په ۲۴ ساعتونو کې د وزیراکبرخان په لاره خواوشا ۱۴۰۰۰ موټر تېرېږي. یوازې ۴۵۰۰ یې د وزیراکبرخان اوسېدونکیو یا هغو شرکتونو پورې اړه لري چې هلته مېشت دي... یوه نوې کمربندي لاره به د زرګونو بهرنیو موټرو لاره بله کړي، چې د وزیراکبرخان په سرک باندې ټرافیکي ازدحام به په پام وړ ډول راکم کړي.»‌

د کابل اوسېدونکي، لکه احمد رشاد چې ۲۷ کاله عمر لري، هیله لري چې د هغوی په امنیت کې به ښه والی راشي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د کابل اوسېدونکيو ته ډېر تلفات ور رسیږي او په هره ترورستي حمله کې چې خارجیان یې هدف وي، دوی وژل کیږي.‌ د زرغون زون پراخول د خارجیانو... او زمونږ له جملې څخه د هغو لپاره چې په هغو سیمو کې اوسېږي ګټه رسوي.»

هغه وویل، «زمونږ کور به د پراخ کړای شوي امنیتي زون دننه راشي.‌ مونږ به دغه ګام ته هرکلی ووایو... خو په دې شرط چې مونږ بیا هم وکولی شو چې ازادانه تګ راتګ وکولی شو.»

د پلازمېنې زون د پراختیا د خپلواکې ادارې له خوا ډاډېینې

د پلازمېنې زون د پراختیا د خپلواکې ادارې رییس هوتکي د کابل هغو اوسېدونکو ته چې د کلونو اوږده تعمیراتي کار له تاثیراتو څخه وېره لري، ډاډېینې لري.

هغه وویل، «هېڅ لارې به بندې نه کړای شي،»

هغه وویل، په سیمه کې د متاثر کېدونکیو کورونو اوسېدونکي په ګټه کې دي.

هغه وویل، «د قلعه موسی، بي بي مهرو او قلعه خاطر اوسېدونکي، چې ۸۵٪ یې له سټنډرډ څخه په ښکته،‌ غیرخوندي کورونو کې اوسېږي، به د کمربندي لارې پروژې ته یوازې د څو مربع مترو ځمکې په ورکولو سره لوکس د استوګنې اپارتمانونه ترلاسه کړي،»

د بي بي مهرو یو اوسېدونکی حشمت دې ته چمتو دی چې هغه اپارتمان ته چې له هغه سره یې وعده کیږي ورکډه شي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ د کور د شاتنۍ حوېلۍ یوازې یو څو مربع متره ځمکه د وړاندیز شوي کمربندي لارۍ په سرحدونو کې راځي. خو مونږ ډېر خوښ یو چې حکومت مونږ ته د هغې ځمکې په بدل کې یو اپارتمان جوړوي.»‌

هغه وویل، «که څه هم چې زمونږ کورونه له وزیراکبرخان سره نژدې پراته دي، خو مونږ منظمه برېښنا، اوبه او نورې اسانتیاوې...‌چې د وزیراکبرخان اوسېدونکي یې لري، نه لرو. له نېکه مرغه، یو ځل چې دا کمربندي لاره جوړه شي، نه یوازې دا چې مونږ به خپل اپارتمان ترلاسه کړو-- زمونږ سیمه به د ماسټرپلان یو زون هم وګرځي.‌ مونږ به هم له هغو خدمتونو څخه چې د وزیراکبرخان اوسېدونکي یې لري، ګټه واخلو.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500