امنیت

پاکستاني زیارت کوونکي د ایران په اجیرو ګروپونو کې استخدامېږي

د عبدالغني کاکړ راپور

دوه پاکستانیان چې په سوریه کې یې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د زینبیون غونډ تر چتر لاندې جګړه کوله د می په ۱۸مه د ایران په قم کې خاورو ته سپارل کیږي. چارواکي وایي، پاکستان داسې ګامونه اخلي چې د ایران له خوا د هغوی په نیابتي جګړو کې د پاکستاني شیعه ګانو د استخدام مخه ونیسي. [د جګړې راپورونه/وار ریپورټس]

دوه پاکستانیان چې په سوریه کې یې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د زینبیون غونډ تر چتر لاندې جګړه کوله د می په ۱۸مه د ایران په قم کې خاورو ته سپارل کیږي. چارواکي وایي، پاکستان داسې ګامونه اخلي چې د ایران له خوا د هغوی په نیابتي جګړو کې د پاکستاني شیعه ګانو د استخدام مخه ونیسي. [د جګړې راپورونه/وار ریپورټس]

کوېټه -- په دې اندېښنه چې ایران د هغو پاکستاني زیارت کوونکو تر منځ چې ایران ته ځي نفوذ کوي او د جنګیالیو په هغو اجیرو ګروپونو کې یې استخداموي چې په عراق او سوریه کې جګړې کوي، د پاکستان استخباراتي او امنیتي مقامات ګامونه اخلي چې دغه بهیر ورو کړي.

د پاکستان د یوه استخباراتي راپور له مخې چې د سپتمبر په لومړیو کې خپور شو، په اسلام اباد کې د دفاعي څانګې یوه چارواکي وویل، چې د ۲۰۱۵ د نومبر د ۲۵ مې او د ۲۰۱۷ د جون تر منځ موده کې، خواوشا ۴۰۰۰ شیعه زیارت کوونکي له پاکستان څخه ایران ته داخل شوي خو هېڅکله هم بېرته نه دي راستانه شوي.‌

هغه زیاته کړه، چې زرګونه نور پاکستاني شیعه ګان چې د جون او اوس تر منځ ایران ته ننوتي دي، د پاکستان د حکومت تر څار لاندې دي.

سرچینې زیاته کړه، «هغه شیعه زیارت کوونکي چې د تېرو دوه کلونو په بهیر کې له پاکستان څخه د تفتان سرحد له لارې ایران ته ننوځي، له نژدې څخه څارل کیږی،»

ویرکوونکي د ایران په قم کې د زینبیون غونډ د یوه پاکستاني غړي، چې په سوریه کې په جګړه کې وژل شوی دی، تابوت انتقالوي.‌ [آرشیف]

ویرکوونکي د ایران په قم کې د زینبیون غونډ د یوه پاکستاني غړي، چې په سوریه کې په جګړه کې وژل شوی دی، تابوت انتقالوي.‌ [آرشیف]

یو پاکستانی عسکر د می په میاشت کې د دغه هېواد په سرحد په پیره ولاړ دی.‌ وروسته له هغه چې تهران ګواښ وکړ چې په پاکستان کې دننه به په ترهګرو بریدونه وکړي، د ایران د سرحد په اوږدو کې وضعه کړکېچنه شوه. [د پاکستان دفاعي څانګه]

یو پاکستانی عسکر د می په میاشت کې د دغه هېواد په سرحد په پیره ولاړ دی.‌ وروسته له هغه چې تهران ګواښ وکړ چې په پاکستان کې دننه به په ترهګرو بریدونه وکړي، د ایران د سرحد په اوږدو کې وضعه کړکېچنه شوه. [د پاکستان دفاعي څانګه]

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «زمونږ د ترهګرۍ ضد څانګې معلومه کړې چې یو زیات شمېر شیعه زیارت کوونکي د هغوی د وېزو د وخت له خلاصېدلو څخه وروسته هم تر ډېره وخته په ایران کې پاتې کېدل،»

اندېښنې دا دي چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ ځواکونه له دغو پاکستانیانو څخه یو شمېر د دې لپاره استخداموي چې د زینبیون غونډ تر چتر لاندې په سوریه کې جګړه وکړي.

د دفاع چارواکي وویل، «د ۲۰۱۶ د فبرورۍ او د ۲۰۱۷ د اګست تر منځ وخت کې یو زیات شمېر پاکستاني او افغان شیعه مسلمانان په ایران کې د دې لپاره استخدام شوي چې په سوریه کې د ولسمشر بشار الاسد، حزب الله او د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکیو عراقي ملېشو په ملاتړ جګړه وکړي،»‌

هغه وویل، «د بهرنیو چارو او دفاع وزارت دا مسئله له نژدې څخه څاري چې د هغو عناصرو پر ضد مناسب ګامونه واخلي چې پاکستاني اتباع د سیاسي لاسته راوړنو لپاره کاروي،»‌

هغه وویل، د دغو پاکستانیانو له ډلې څخه ځینو د زیارت کوونکیو په نامه ایرانۍ وېزې اخیستي، په داسې حال کې چې اصلاً هغوی د ملېشو غړي دي. نوموړي وویل، «ځینې شیعه جنګیالي چې لا په پاکستان کې استخدامېږي، له کوېټې څخه تفتان ته د تګ پر وخت ځانونه زیارت کوونکي ښیي.»‌

هغه وویل، «فدرالي حکومت ته سپارل شوی استخباراتي راپور همدارنګه سپارښتنه کړې چې له پاکستان څخه ایران ته د شیعه زیارت کوونکیو تګ یوې قوي امنیتي او تاریخچه یي کتنې ته ضرورت لري. دغه راپور سپارښتنه کړې چې فدرالي حکومت دې دا مسئله له دپلوماتیکو لارو له ایراني چارواکو سره راپورته کړي.»‌

په پام سره د ایران د لاسوهنې څارنه

په راولپنډۍ کې یوه جیګپوړي استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، «مونږ د خپلو اتباعو په هکله ډېره اندېښنه لرو. هغه عناصر چې په بهر کې او د خپلو سیاسي هدفونو د ترلاسه کولو لپاره زمونږ د اتباعو په کارولو کې لاس لري، به هېڅکله خپل هدفونه ترلاسه نه کړي.»

هغه وویل، «حکومت ټولو قانون نافذوونکیو ادارو ته لارښوونه کړې چې ټول فرقه پال عناصر تر څار لاندې ونیسي. هغو استخباراتي چارواکو ته چې د ترهګرۍ ضد څانګه کې خدمت کوي، لارښوونه شوې چې د هغو ګروپونو پر ضد سخت ګامونه واخلي چې د شیعه جنګیالیو په استخدام کې لاس لري.»

هغه وویل، پاکستان په لوړه کچه دې ته ژمن دی چې له خپلې خاورې څخه ترهګري ختمه کړي،‌ «ځایي او خارجي ترهګر تنظیمونه غواړي چې د خپلو ګټو د ترلاسه کولو په ترڅ‌ کې دلته سوله ګډه وډه کړي، خو مونږ به په خپله د سولې ملي اجندا هېڅکله جوړجاړی ونه کړو.»

هغه وویل، د لشکرجنګوي او جیش الاسلام ډلو د مشرانو په شمول هغه ګروپونه چې په پاکستان کې په فرقه یي ترهګرۍ کې ښکېل ول، په پراخه کچه ځپل شوي دي، او زیاته یې کړه چې، «یو شمېر ممنوع سني اورپکي ګروپونه له پاکستاني طالبانو سره ارتباطات لري.»‌

ایران په اورپکۍ او فرقه یي اختلافاتو باندې تېل اچوي

په کوېټه کې د امنیتي چارو یوه تحلیلګر محمد ندیم پاکستان فارورډ ته وویل، «ایران په اورپکۍ باندې د چټکتیا لپاره تېل اچوي او هڅه کوي چې د سوریې جنګ د یوه مشروع مذهبي جنګ په توګه وښیي،»

هغه وویل، «ایران هڅه کوي چې په ټولو اسلامي هېوادونو کې د شیعه جنګیالیو یوه شبکه جوړه کړي، فرقه یي وېش پیاوړی او خپله ایډیالوژي صادره کړي او په دې توګه په اسلامي هېوادونو کې وېش رامنځته کړي،»

هغه وویل، «داسې معلومه شوې چې د ایران ډېرېدونکی نفوذ په سیمه کې د سولې بهیر ویجاړوي. د حیرانۍ ځای دا دی چې سره له دې چې له دې ټولو وحشتونو څخه خبر دي، بیا هم د پاکستان په شمول اسلامي هېوادونه، د ایران په منفي رول چوپ دي.»‌

د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو لوی درستېز ډګرجنرال محمد شریف یفتلي له هغو جیګپوړو افغان چارواکو څخه وو چې د سپتمبر په میاشت کې یې تایید کړه چې داسې شواهد لري چې ښیي چې ایران د طالب اورپکو ملاتړ کوي.‌

د ایراني ایډیالوژۍ صادرول

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو یوه تحلیلګر متقاعد ډګروال نزاکت حسین پاکستان فارورډ ته وویل، «د شیعه جنګیالیو په استخدام سربېره، له تهران راډېو څخه د پروپاګند منظم جریان هغه هڅه ده چې ایران غواړي خپله ایډیالوژي ګاونډیو هېوادونو ته صادره کړي،»‌

هغه وویل، په سیمه کې د ایران مخ پر ودې نفوذ باید په هر قېمت ودرول شي.‌

حسین خبرداری ورکړ چې د ایران لاسوهنه کېدای شي چې اقتصادي تاثیر ولري، او ویې ویل چې، «ایران داسې پلان لري چې خپل انقلاب اسلامي نړۍ ته خپور کړي‌، او تهران په دې نظر دی چې استخدام شوي شیعه جنګیالي به د احتمالي دښمنانو پر ضد د هغوی له پالیسیو څخه دفاع وکړي،»‌

هغه وویل، «په پاکستان، افغانستان او د سیمې په نورو هېوادونو کې د ایران له خوا ملاتړ کېدونکې نا ارامي کولی شي د تېلو د کارکوونکیو له خوا سبوتاژ او بریدونو ته لاره هواره کړي، ځکه چېد منځني ختیځ د انرژۍ ډېرې سرچینې په شیعه سیمو کې پرتې دي،»

د بې وسو افغانانو او پاکستانیانو استخدام

یو شمېر افغان کډوال چې له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي،‌ وایي، چې ایران افغان کډوال د پیسو او دې ژمنې په بدل کې د سوریې جګړې ته لېږي چې په ایران کې د استوګنې جواز به ورکړل شي.

په اسلام اباد کې د امنیتي چارو جیګپوړي تحلیلګر متقاعد تورن محمدعمر پاکستان فارورډ ته وویل، «په شیعه مسلمانانو باندې په پاکستان او افغانستان دواړو کې بریدونه زیاتېږي، او زما د قضاوت له مخې، د دغو بریدونو انګېزه کېدای شي چې د ایران د لاسوهنې په وړاندې عکس العمل وي،»

هغه وویل، «د ډېرېدونکي تاوتریخوالي له امله، په پاکستان کې شیعه اوسېدونکي ډېر وېرېدلي دي ځکه چې هغوی د هغو سني اورپکو ګروپونو یو اساسي هدف دي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په شیعه مسلمانانو باندې په بریدونو کې پراخ لاس لري،»‌

سربېره پر دې، عمر وویل،‌ چې د زینبیون غونډ د شیعه علماوو له خوا چلول کیږي او هغوی له ایران سره قوي اړیکې لري، او زیاته یې کړه چې، «زیات شمېر پاکستاني شیعه عالمانو په مشهد او قم کې په بېلابېلو مدرسو کې زده کړې کړي دي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500