روغتیا

داعش او طالبانو د ۲۰۰۰۰۰ افغان ماشومانو د پولیو واکسینېشن مخه ونیوله

د نجیب الله راپور

یو افغان روغتیایي کارمند د ۲۰۱۷ د فبرورۍ په ۲۸مه په کابل کې د واکسینیشن د یوه کمپاین په ترڅ کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي. پولیو چې یو وخت په ټوله نړۍ کې یو ناورین وو، اوس یوازې په درې هېوادونو -- افغانستان، نایجیریا او پاکستان کې پاتې دی.‌ [شاه مراعي/ ای اېف پي]‌

یو افغان روغتیایي کارمند د ۲۰۱۷ د فبرورۍ په ۲۸مه په کابل کې د واکسینیشن د یوه کمپاین په ترڅ کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي. پولیو چې یو وخت په ټوله نړۍ کې یو ناورین وو، اوس یوازې په درې هېوادونو -- افغانستان، نایجیریا او پاکستان کې پاتې دی.‌ [شاه مراعي/ ای اېف پي]‌

کابل -- د روغتیا وزارت او د ولسوالیو چارواکي وایي، چې طالبان او داعش په هغو سیمو کې چې هغوی په کې حضور لري نه پرېږدي چې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي.

د وزارت یوه سلاکار ډاکتر هدایت الله ستانکزي سلام ټایمز ته وویل، «له بده مرغه، د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۲۰۰۰۰۰ ماشومان یا د جګړې او یا هم د طالبانو او داعش د حضور له امله د پولیو واکسینونو له ترلاسه کولو څخه محروم پاتې شوي دي،»

افغانستان په نړۍ کې د هغو یو څو هېوادونو په کتار کې راځي چې ویې نشوای کړای چې د پولیو ناروغي په بشپړ ډول له منځه وېسي، او دا ستونزه په عمومي توګه د امنیت د نشتوالي او د اورپکو له خوا د مخنیوي له امله رامنځته شوې ده.‌

ستانکزي وویل، واکسینیشن یواځنۍ لاره ده چې ماشومان په کې د پولیو له امله له فلج څخه ژغورل کیږي او د واکسینیشن پروګرام په افغانستان کې ښه پرمخ روان دی.

د روغتیا وزارت د شمېرنو له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې، افغانستان د پولیو ۱۳ نوې پېښې ثبت کړې. په ۲۰۱۷ کال کې تر اوسه پورې، ۶ پېښې ثبت شوي دي -- چې ۵ یې د افغانستان په جنوب او یوه په شمال ختیځ کې لیدل شوي دي.‌ تر ټولو وروستۍ پېښه د اګست په میاشت کې د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ولیدل شوه.

له دې سره سره، د سپتمبر په میاشت کې د وزارت له خوا د پولیو واکسینیشن د وروستي کمپاین په ترڅ کې، طالبانو او د داعش اورپکو د جوزجان ولایت په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې ماشومان د دغه واکسین له اخیستلو څخه منع کړل.

ستانکزي وویل،‌ په هغو ولسوالیو کې چې هلته اورپکي ډېر وختونه قوي حضور لري، ۲۷۳۸۰ ماشومانو ونشوای کولی چې واکسینونه ترلاسه کړي.‌

نور ۱۷۲۰۰۰ ماشومان چې له دغه واکسین څخه محروم پاتې شول د افغانستان له بېلابېلو برخو،‌ او اکثر په کندهار، هلمند، کندوز، پکتیا او غور ولایتونو کې ول.

اورپکو په پولیو واکسینیشن بندیز ولګاوه

د درزاب ولسوال بازمحمد داور وویل، د داعش اورپکو په سیمه کې داسې پاڼې خپرې کړې چې په کې هغوی ویلي چې هغوی به د پولیو واکسینیشن ته اجازه ورنه کړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د پولیو واکسینیشن پرمخنیوي سربېره،‌ هغوی همدارنګه نور بندیزونه لکه د سګرټو په څکلو،‌ راډېو ته غوږ نیولو،‌ تلوېزیون او سټیلایټ سټېشنونو کتلو، او د انرژۍ مشروباتو په څښلو باندې لګولي دي،»

د قوش تېپې ولسوال امین الله وویل، «د دې ولسوالۍ په ختایه سایه،‌ چارسایه، دشت لیلی، قری، شور قدوق، ترکمن قدوق او چقمه چقور سیمو کې د داعش او طالبانو تر منځ د روان جنګ په نتیجه کې خلکو خپل کورونه پرېښي دي. سربېره پر دې، دې جګړې همدارنګه په قوش تېپه ولسوالۍ کې د پولیو واکسینېشن د کمپاین د تطبیق مخه نیولې ده.»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «تر دې پورې چې ځایي خلکو خپل مشران طالبانو او داعش ته ور ولېږل چې دا ستونزه حل کړي، خو قومي مشرانو ته د اورپکو ځواب منفي وو،»

'په ماشومانو باندې رحم په کار دی'

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال صابر وویل، چې د پولیو واکسینېشن د تطبیق مخنیوی د افغانانو په وړاندې د اورپکو دښمني ښیي.

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«په ماشومانو باندې رحم په کار دی.‌ که داعش او طالبان ځانونه افغانان او مسلمانان ګڼي، هغوی باید د پولیو واکسینېشن د تطبیق مخه ونه نیسي.»‌

د کابل پوهنتون یوې محصلې جمیلې وویل، د طالبانو او داعش د ظلمونو له امله،‌ افغان ماشومان -- چې د هېواد راتلونکی جوړوي -- د پولیو د نه درملنې وړ ناروغۍ له خطر سره مخامخ دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500