امنیت

د طالبانو تسلیم شوی مشر وایي، 'مونږ غولول شوي وو'

د سلیمان راپور

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی د ۲۰۱۷ د سپتمبر په ۲۴مه د سولې بهیر سره د پخوانیو اورپکو د یوځای کېدا په مناسبت هغوی ته هرکلی وایي. [د کونړ د والي د رسنیزو اړیکو دفتر]

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی د ۲۰۱۷ د سپتمبر په ۲۴مه د سولې بهیر سره د پخوانیو اورپکو د یوځای کېدا په مناسبت هغوی ته هرکلی وایي. [د کونړ د والي د رسنیزو اړیکو دفتر]

کابل -- چارواکي وایي،‌ په جوزجان، بدخشان او کونړ ولایتونو کې د طالبانو درې بېلابېلو ګروپونو په وروستیو کې خپلې وسلې تسلیم کړې او د افغان حکومت د سولې بهیر سره یوځای شول.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري وویل، چې په جوزجان ولایت کې د طالبانو یو لوی مشر د اکتوبر په ۱ ځایي چارواکو ته تسلیم شو.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو یو مهم مشر چې اواز نومېږي او د همکار په نامه هم یادېږي، د هغه تر لاس لاندې ۴ نورو همکارانو سره یوځای، د سولې بهیر سره یوځای شول،» نوموړي زیاته کړه چې د هغوی له تسلیمېدا څخه وروسته د هغوی او د طالبانو د نورو غړو تر منځ چې نه یې غوښتل هغوی تسلیم شي، داخلي نښتې رامنځته شوې.‌

هغه وویل، «هغوی خپلې ۵ میله وسلې هم امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړې،»

وروستۍ تسلیمۍ د یوه هڅوونکي چلند په لړ کې رامنځته شوې.

غفوري وویل، «له ۲۰۱۵ کال راهیسې، په جوزجان کې ۸۰۰ وسله والو طالبانو جګړه بس کړې او د سولې بهیر سره یوځای شوي دي،»‌

'مونږ غولول شوي وو'

د طالبانو پخواني قوماندان،‌ اواز، وویل، هغه د خپلې لارې د تېروتنو په هکله پوه شو.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «کله چې زه په اول کې له طالبانو سره یوځای شوم، ما فکر کاوه چې هغوی به په ریښتیا هم شریعت تطبیقوي، خو د هرې ورځې په تېرېدلو سره، زه او زما تر قوماندې لاندې نور کسان د حقیقت په هکله ډېر پوه شو.»

هغه وویل، «مونږ پوه شو چې مونږ غولول شوي وو او دا چې زمونږ عملونه زمونږ د دین پرخلاف ول. سربېره پر دې، مونږ پوه شو چې ټول هغه کارونه چې مونږ او نورو طالبانو په جوزجان او د سرپل ولایت په ځینې سیمو کې کول، هغه زمونږ د خلکو او زمونږ د هېواد په تاوان ول.»

هغه وویل، «د طالبانو نورو غړو هڅه وکړه چې مونږ له راتګ څخه منع کړي او په نتیجه کې زمونږ تر منځ جګړه ونښتله،‌ چې په پای کې د هغوی دوه مشران ووژل شول او څلور نور ټپیان شول،»

اواز وویل، «مونږ خپلې وسلې حکومتي چارواکو ته وسپارلې او د سولې بهیر سره یوځای شو،»

سولې ته تیار

په بدخشان ولایت کې، د طالبانو بل مشر او د هغه تر قوماندې لاندې کسان د سپتمبر په ۲۵مه د سولې بهیر سره یوځای شول.‌

د بدخشان ولایت امنیه قوماندان عبدالخالق اقصایي سلام ټایمز ته وویل، «تېره میاشت، د ۴ طالب اورپکو یو ګروپ چې د بدخشان ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جنګونه کول، جنګ ته د پای ټکی کېښود او د سولې بهیر سره یوځای شول. هغوی له ځانونو سره ۳ کلاشینکوفونه او یوه میکاروف تمانچه راوړل،»

هغه وویل، «مونږ هغو طالبانو ته، چې سولې او ثبات ته پر جګړې ترجیح ورکوي او غواړي چې خپلې وسلې او مهمات تسلیم کړي، ښه راغلاست وایو او مونږ به هغوی ته یو سوله ییز ژوند برابر کړو،»

۵ نورو طالبانو د سپتمبر په ۲۴مه په کونړ ولایت کې خپلې وسلې تسلیم کړې.‌

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو یو ځایي قوماندان، عبدل، له خپلو ۴ سړیو سره یوځای په نرنګ ولسوالۍ کې د سولې بهیر سره یوځای شو،»

هغه وویل، «د طالبانو دغه ځایي قوماندان له خپلو سړیو سره یوځای په نرنګ ولسوالۍ کې په حکومت ضد فعالیتونو کې ښکېل وو.‌ هغوی د حکومت د مشروعیت او ریښتنولۍ له درک کولو څخه وروسته، جنګ او تاوتریخوالی وغندل او د سولې بهیر سره یوځای شول.»

هغه وویل، «د طالبانو دغه ګروپ، په کونړ ولایت کې له ځایي او ملي پولیسو سره په همکارۍ کې، یوه سوله ییزه لاره غوره کړه او د راکټ لانچرونو او کلاشینکوفونو په شمول یې خپلې وسلې امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړې،»

د جګړې ضد طالبانو ته ښه راغلاست ویل

د نرنګ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، ولی الله،‌ وویل هغه د طالبانو د دې پرېکړې ملاتړ کوي چې د سولې بهیر سره یوځای کیږي او دا کار یې «د هغوی او د کونړ د امنیت او ثبات لپاره د یوه ښه حرکت» په نامه یاد کړ.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که طالبان د افغانانو او حکومت پر ضد جګړې ته دوام ورکړي،‌ هغوی به هغسې ووژل شي لکه څنګه چې زرګونه نور طالبان د جګړې په ډګرونو کې ووژل شول. د هغوی کورنۍ به بې سرپرسته پاتې شي او له کړاوونو او لسګونو ټولنیزو ستونزو سره به مخامخ شي.»

هغه وویل،‌ «که طالبان ځانونه افغانان ګڼي،‌ په کار دی چې هغوی تاوتریخوالی پرېږدي او د خپلو ښځو او ماشومانو د راتلونکي له ویجاړولو څخه لاس واخلي،»

د کابل پوهنتون یوه محصل، احمد ذبیر، سلام ټایمز ته وویل،‌ «د هغوی د ۱۶ کلنو فعالیتونو په ترڅ کې، طالبانو افغانستان او افغانانو ته حتی له لیرې نه هم هېڅ ګټه نه ده ور رسولې،»

هغه وویل، «د هغوی د ترهګریزو فعالیتونو په نتیجه کې،‌ زرګونه بې ګناه افغانان ووژل شول، پرمختیایي پروژې پلې نشوې، میلیونونه ماشومان زده کړو ته د لاسرسي له حق نه محروم کړای شول، او ګڼ شمېر پلونه او پلچکونه ویجاړ کړای شول،»‌

هغه وویل، «په لنډو ټکو، د طالبانو موجودیت افغانانو ته زیان ور رسوي.‌ سوله تر ټولو ښه لاره ده چې باید تعقیب شي.»

امنیت او ثبات رامنځته کول

د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار سلام ټایمز ته وویل، «د سولې بهیر سره د طالبانو په یوځای کېدلو سره به په هېواد کې سوله او ثبات رامنځته شي،»

هغه وویل، «سربېره پر دې، د یوه سوله ییز ژوند غوره کول د طالبانو او د هغوی د کورنیو په ګټه دي.‌ کله چې یو طالب د سولې بهیر سره یوځای کیږي، حکومت هغه ته یوه اندازه پیسې ورکوي. همدارنګه هغوی ته په خپلو سیمو کې کاري فرصتونه او سوله ییز ژوند برابرول کیږي.»

قاسمیار وویل، «د ۲۰۱۰ په سپتمبر کې د سولې د شورا له جوړېدا راهیسې،‌ له ۱۱۵۰۰ څخه ډېر طالب اورپکي د سولې بهیر سره یوځای شوي دي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا تر ټولو ښه نظر دی. دا به ډېر ښه وي چې زمونږ هېواد ته دایمي سوله راشي، او مونږ تل دا دعا کوو چې داسې وشي.‌

ځواب ورکړئ