تکنالوژي

ویکيپيډیا افغانانو ته د موبایل فون له لارې وړیا لاسرسی برابروي

سلام ټایمز

په افغانستان کې خواوشا ۸ میلیونه خلک، اکثر په لویو ښارونو کې، انټرنټ ته لاسرسی لري.‌ [آرشیف]

په افغانستان کې خواوشا ۸ میلیونه خلک، اکثر په لویو ښارونو کې، انټرنټ ته لاسرسی لري.‌ [آرشیف]

کابل -- د ویکپیډیا او د موبایل فون د یوې کمپنۍ تر منځ د یوه نوښت له برکته به افغانان په لنډ وخت کې وکولی شي چې دغه آنلاین دایره المعارف ته د خپلو موبایل فونونو له لارې وړیا لاسرسی ومومي.

خواوشا ۸ میلیونه افغانان انټرنټ ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې د طالبانو د رژیم (۱۹۹۶-۲۰۰۱) د قیودو پر وخت تقریبا هیچا هم دغه وړ لاسرسی نه درلود.‌

خو اکثر دغه کار د موبایل فونونو له لارې کوي چې ډېټا مصرفوي، او معلوماتو ته لاسرسی اسانوي خو لږ کسان د هغې د منظم استعمال وس لري.‌

د ویکیمیډیا فاونډېشن، چې ویکيپیډیا چلوي،‌ او د افغانستان د موبایل فونونو د یوه لوی شرکت،‌ روشن،‌ تر منځ مشارکت اراده لري چې دغه حالت ته تغیر ورکړي او کاروونکیو ته د روانې میاشتې له وروستیو څخه نیولې تر یوه کال پورې یاد وېب سایټ ته د وړیا لاسرسي اسانتیا برابره کړي.‌

د روشن (Roshan) مرستیال اجرایوي رییس الطاف لادېک وویل، «له ویکیميډیا فاونډېشن سره مشارکت معلوماتو او پوهې ته، په ځانګړې توګه د افغانستان د ځوانانو لپاره چې د وګړو یو پر درې برخې تشکیلوي، لاسرسی پراخوي،»

دا شرکت دغه نوښت، چې د «ویکيپیډیا زیرو» نوم پرې اېښودل شوی دی او په نورو مخ پر ودې هېوادونو کې په ۲۰۱۲ کال کې پیل شوی دی، د افغانستان د پرمختګ لپاره مهم ګڼي.‌

د هېواد اکثر پوهنتونونه لا تر اوسه هم د ۱۹۸۰مو کلونو، د شوروي له یرغل څخه د وروسته او د ۱۹۹۰مو کلونو له کورنیو جګړو چې د افغانستان اکثره بېخبنا یې ړنګه کړه، څخه د مخکې وخت درسي کتابونه کاروي.‌

د طالبانو رژیم چې په هغو پسې وروسته راغی هم اکثر عصري ټکنالوجي بنده کړه او معلوماتو ته لاسرسی یې محدود کړ.‌

د افغان زده کوونکیو پیاوړي کول

د روشن ویاند شفیع شریفي وویل، «د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په سلګونو زره ځوان زده کوونکي اوس هم د لسیزو پخوا زړو معلوماتو ته لاسرسی لري او دا د هېواد د بشري پرمختګ په پام کې نیولو سره تاثیر لري،»

هغه وویل، «ویکیپیډیا ته وړیا لاسرسی ځوانانو، په ځانګړې توګه د پوهنتون زده کوونکیو ته اجازه ورکوي، چې د خپلې علاقه په ساحه کې تر ټولو تازه معلومات ترلاسه کړي،»

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت ویاند نجیب ننګیال د ویکیپيډیا او روشن تر منځ دغه «عالي نوښت» ته هرکلی وویل او د موبایل فونونو له نورو شرکتونو نه یې هم وغوښتل چې له دغه پروګرام سره یوځای شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ډېر افغان زده کوونکي نشي کولی چې انټرنېټ ته لاسرسی ولري. دا به له افغان ځوانانو سره مرسته وکړي چې خپلې پوهې ته وده ورکړي.»

په کابل کې د ګوهرشاد د لوړو زده کړو د موسسې یوه زده کوونکي ارش اشنا وویل، «د پوهنتون محصلان واقعاً انټرنټ، او په ځانګړې توګه علمي معلوماتو ته لاسرسي ته اړتیا لري،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ویکيپیډیا داسې ده لکه یو نړیوال کتابتون او د روشن دغه ګام به له افغان زده کوونکیو سره مرسته وکړي،»

هغه وویل، «د مالي دلایلو په اساس، اکثر زده کوونکي انټرنټ ته د لاسرسي‌ وس نه لري، له دې امله، مونږ له روشن څخه غواړو چې دغه خدمت یوه کال پورې محدود نه کړي.»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

15 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر زده کوونکي د مالي ستونزو له امله انټرنټ ته لاسرسی نه لري. له دې امله، مونږ له روشن څخه غواړو چې دا خدمت یوازې د یوه کال پورې نه محدودوي.

ځواب ورکړئ

ډیر په زړه پوری

ځواب ورکړئ

دا څرنګه فالیږی او څنګه کار کوے زما د یو کال لپاره خوشی دی

ځواب ورکړئ

دا څرنګه فالیږی او څنګه کار کوے زما د یو کال لپاره خوشی دی

ځواب ورکړئ

د روشن مخابراتی کمپنی تل د افغانانو د اسایش لپاره زحمتونه گاللی دی زه خو درد زینی خوشحاله یم او دا خو بیخی شه خبره ده نو اوس د افغان حوانانو حخه هیله کوم چی ددی طلایی فرصت گته واخلی او ددی علمی دریا نه سه ناسه یوه قطره زان لپاره پورته کی بیا هم روشن نه یوه نری مننه.

ځواب ورکړئ

سلام عليکم ګرانو ملګرو زه عواړم چى دپکتيا د تيرى ورځى د خونړى بريد په اړه يوه څه درسره شريک کړم تولو شهيدانو ته جنت الفردوس او زخميانو ته د پاک رب څخه شفأ عجاله ورته عواړم نوردى خداى ج د امن عوښتنه کوم

ځواب ورکړئ

ډیره مننه له داسی ښکلی زیری څخه.. واقعا دا یو ډیر ښه او د افغانستان تعلیم يافته ځوانانو لپاره یو ډیر لوی خدمت دی.... مونږ څنګه دی معلوماتو ته لاسرسی وکړو?

ځواب ورکړئ

مننه شه تبصره ده

ځواب ورکړئ

دا خو ديره خه ليكنه وه

ځواب ورکړئ

فضل الربی مومند یم دکنړولایت دخاص کنړ ولسوالی

ځواب ورکړئ

السلام عليکم محترما دا خو ډير يو خه نوخت ده هر افغان د انترنيت لپاره وس نلرى نو پدى اساس وىکفيډيا ورته د ستونزو په هوارول کى مرسته کوى ستاسى د ابتکاراتو څخه يوه نړى مننه

ځواب ورکړئ

دا یو ښه کار بولم

ځواب ورکړئ

ښه کار دی که وشی ا کامیاب اوسی

ځواب ورکړئ

په حقیقت د پرمختک پر وړاندی یو نوی او بی څاری نوښت . ددی په برکت به د پوهنتون محصلان د نوی عصر او نوی ټکنالوجی څخه په اسانه او کم وخت کی ورنه باخبره شی او هغه د نوی عصر او نوی ټکنالوجی په برخه کی چه کوم مشکلات لری تر ډیره حده به ورته کټور تمام شی. نو له نومړو شرکتونو څخه نړی مننه کوو چه موثره قدم یی ترسره کړ. نو هیله کوو چه د یو کال تر ټاکلی مودی څخه مخکی چه څومره زر کیدی شی باید ورنه استفاده وشی.

ځواب ورکړئ

دا ښه ګام دی، خو د ویکيپيډیا له خوا خپاره شوي معلومات ۱۰۰٪ باوري نه دي. هر څوک کولی شي چې ویکيپيډیا کې په موجودو معلوماتو کې له خپلې خوښې سره سم تغیر راولي. اوس چې روشن دا کار کوي په کار دی چې نورې موبایل کمپنۍ د داسې تدریسي موادو د ویب سایټونو خپرول پیل کړی چې معلومات یې د ویکیپيدیا په نسبت ډېر باوري وي.‌ او له تاسو نه ډېره مننه چې دا خبر مو خپور کړی دی.‌

ځواب ورکړئ