بشري حقونه

افغانستان په ایران باندې د سوریې جګړې ته د ماشومانو په لېږلو سخت انتقاد وکړ

د نجیب الله راپور

په دغه بې نېټې عکس کې، د ایران په البرز ولایت کې خلک د دې لپاره سره راټول شوي چې د فاطمیون غونډ یو غړی چې د ۲۰۱۶ د اګست په ۱۸مه د سوریې په حلب کې وژل شوی وو، ښخ کړي.‌ [عارف فتح اکبري/ مهر خبري اژانس]

په دغه بې نېټې عکس کې، د ایران په البرز ولایت کې خلک د دې لپاره سره راټول شوي چې د فاطمیون غونډ یو غړی چې د ۲۰۱۶ د اګست په ۱۸مه د سوریې په حلب کې وژل شوی وو، ښخ کړي.‌ [عارف فتح اکبري/ مهر خبري اژانس]

کابل -- افغانستان وروسته له هغه له ایران سره دا خبره راپورته کړه چې تېره اونۍ داسې راپورونه خپاره شول چې په کې د ایران په اسلامي انقلابي ګارډ (سپاه پاسداران) تور لګېدلی وو چې افغان کډوال ماشومان سوریې ته د جګړې لپاره لېږي.

د بشري حقونو د څار ادارې د اکتوبر په ۱ راپور ورکړ، چې د ایران په هغو هدیرو کې چې په کې په سوریه کې جنګېدلي کسان ښخ شوي دي، د قبرونو په لوحو د لګېدلو عکسونو یوې څېړنې ۸ تنه داسې افغان ماشومان په ګوته کړل چې په یاده جګړه کې جنګېدلي او وژل شوي ول.‌

ایراني رسنیو د لږ تر لږه ۶ نورو داسې ماشومانو په هکله راپورونه ورکړي ول چې باور کېږي د سوریې په جګړه کې د فاطمیون په غونډ کې وژل شوي ول.‌فاطمیون غونډ د افغان شیعه اجیرانو یو ګروپ دی چې د سوریې په جګړه کې د حکومتي ځواکونو تر څنګ جګړه کوي.

د بشري حقونو د څار ادارې راپور ورکړ، چې «په فاطمیون غونډ کې تر ۱۴ کلنو پورې د کم عمر افغان ماشومانو جګړه کړې ده،» او یاده کړې یې ده چې، «له ۱۵ کلنو څخه د کم عمر ماشومانو استخدام، چې په جګړه کې نېغ په نېغه برخه واخلي، یو جنګي جرم دی.»

په دغه بې نېټې عکس کې، د ایران په البرز ولایت کې د فاطمیون غونډ د غړو قبرونه لیدل کیږي. [عارف فتح اکبري/ مهر خبري اژانس]

په دغه بې نېټې عکس کې، د ایران په البرز ولایت کې د فاطمیون غونډ د غړو قبرونه لیدل کیږي. [عارف فتح اکبري/ مهر خبري اژانس]

د ایران له خوا د کډوالو استخدام

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکېب مستغني وویل، ځایي خبري راپورونو او رسمي شمېرنو تایید کړه چې ایران د سوریې په جګړه کې د افغان کډوالو د استخدام هڅې کړي دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له بده مرغه، د ایران په شمول په کوربه هېوادونو کې افغان کډوال د فشار او دوکې ورکولو په شمول په بېلابېلو لارو تشویق او هڅول کیږي چې داسې فعالیتونه ترسره کړي چې له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کوي.‌

یوه ۲۸ کلن افغان حبیب الله محمدي چې خواوشا یو کال مخکې له ایران څخه افغانستان ته راستون شوی، وویل، چې ایران افغانان د پیسو او قانوني تشویقیو له لارې استخداموي.‌

د راپورونو له مخې، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ‌ جنګیالیو ته د میاشتې خواوشا ۵۰۰ ډالر، او په سوریه کې د وژل شویو جنګیالیو او د هغوی کورنیو ته په ایران کې د استوګنې اسناد ورکوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په اول کې زه په افغانستان کې د جنګ، نا امنۍ او بې کارۍ له امله ایران ته لاړم، خو ما نه غوښتل چې سوریې ته لاړ شم او جنګ وکړم، نو زه له ایران څخه بېرته خپل وطن ته راستون شوم.»

حبیب الله وویل، په یوه تولیدي شرکت کې د هغه مستخدم هغه د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ مستخدمینو ته ورمعرفي کړ چې هغه د سوریې په جګړه کې جنګ وکړي.‌ هغه وویل چې هغه دا ونه منله او په پټه افغانستان ته راستون شو.‌

یو شمېر نورو افغان اتباعو چې له پخوا راهیسې په ایران کې اوسېږيهم دا ادعاوې تایید کړې.‌

له بشري حقونو څخه سرغړونه

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون (AIHRC) ویاند بلال صدیقي وویل، د کم عمره کډوالو استخدام، چې په جګړو کې برخه واخلي، د بشري حقونو له تړونونو او کنوانسیونونو څخه سرغړونه ده.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، کوربه هېوادونه او په ځانګړې توګه ایران باید د کډوالو د حقونو موضوع ته درناوی وکړي، او ماشومان باید په جګړو او سیاسي لوبو کې ونه کارول شي.

هغه وویل، افغان حکومت باید «د خپلو ټولو اتباعو، که لوی وي که واړه،‌ ساتنه وکړي، او هېڅ شخص یا حکومت ته اجازه ورنه کړي چې د افغان اتباعو له حقونو څخه سرغړونه وکړي،»

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو د چارو د وزارت یوه سلاکار حبیب الله میاخېل وویل، هر هغه هېواد چې له افغان کډوالو او ماشومانو څخه د سیاسي او امنیتي هدفونو لپاره کار اخلي، هغه د کډوالو له بشري حقونو څخه یو د نه توجیه وړ او غیرقانوني سرغړونه ترسره کوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په کوربه هېوادونو تاکید کوو چې کډوالۍ ته له بشري اړخه وګوري او د کډوالۍ موضوع له ټولو سیاسي او امنیتي مسایلو څخه جلا وساتي،»‌

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي یوه محصل رحیم الله میرزاد وویل، اکثر افغانان چې کډه کېږي، هغوی له جنګ او ناامنۍ څخه د تېښتې لپاره دا کار کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «له بده مرغه، زمونږ ځوانان او لویان د دې لپاره کډوال کیږي چې ځانونو ته یو بهتر راتلونکی جوړ کړي،» نوموړي زیاته کړه، چې ایران د هغوی له نهیلۍ څخه ناوړه استفاده کوي،‌ «خو د ایران په څېر حکومتونه له کډوالو څخه ناوړه ګټه پورته کوي، او جګړې ته د هغوی په لېږلو سره د هغوی راتلونکی ویجاړوي.»

هغه وویل، افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید د بشري حقونو د منل شویو قوانینو او کنوانسیونونو له لارې د دغه ډول ناوړه استفادو مخه ونیسي.

د کابل غوښتنې

مستغني وویل،‌ افغان حکومت د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ له خوا د سوریې جګړې ته د افغان اتباعو د استخدام په څېر مسایل څو ځلې او د نړیوالو مجلسونو او غونډو په شمول په بېلابېلو سطحو راپورته کړي دي.‌

په تېر وخت کې، د ایران ځواب دا وو چې هغوی دا کار د فشار او فرېب له لارې نه کوي، بلکې افغان اتباع په خپله خوښه په جنګ کې برخه اخلي.‌

هغه وویل، «خو اوس چې نړیوالو موسساتو دا مسئله تایید کړې ده، افغان حکومت یو ځل بیا خپله جدي اندېښنه څرګندوي او په ایران زور راوړي چې د فشار او فرېب په څېر طریقو له لارې دې افغان اتباع نه مجبوروي چې د سوریې په جګړه کې برخه واخلي،»

هغه وویل، سربېره پر دې، باید داسې ګامونه واخیستل شي چې د ځوانانو د استخدام مخه ونیسي،‌ او زیاته یې کړه چې په کار دی چې د کډوالو او ماشومانو دواړو حقونو ته درناوی وشي.‌

د بشري حقونو د څار د ادارې (HRW) د منځني ختیځ رییسې سارا لي وېټسن وویل، «ایران باید سمدلاسه د ماشومو عسکرو استخدام ودروي او هغه افغان ماشومان چې د سوریې جنګ ته یې لېږلې، بېرته راولي،»

هغې وویل، «ایراني مقامات، باید د بې وسو کډوالو او کډوالو ماشومانو د ښکار کولو پر ځای، د ټولو ماشومانو ساتنه وکړي او له هغو کسانو سره، چې د افغان ماشومانو د استخدام مسؤل دي، حساب وکړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500