امنیت

په کونړ ولایت کې هوایي برید د داعش ۲۰ جنګیالي ووژل

د خالد زېري راپور

په دې عکس کې چې د ۲۰۱۷ د اکتوبر په ۱۳مه اخیستل شوی، افغان امنیتي ځواکونه د کونړ ولایت په دېوه ګل دره کې د هوایي برید له ساحې سره نژدې ولاړ دي.‌ [خالد زېري اخیستی عکس]

په دې عکس کې چې د ۲۰۱۷ د اکتوبر په ۱۳مه اخیستل شوی، افغان امنیتي ځواکونه د کونړ ولایت په دېوه ګل دره کې د هوایي برید له ساحې سره نژدې ولاړ دي.‌ [خالد زېري اخیستی عکس]

کونړ -- ځایي چارواکي وایي،‌ د ایتلاف یوه هوایي برید د پنجشنبې /د اکتوبر ۱۲مې/ په ماښام د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د داعش لږ تر لږه ۲۰ تنه جنګیالي ووژل.‌

د کونړ ولایت امنیه قوماندان جمعه ګله همت وویل، دغه هوایي برید د دېوه ګل درې په بادګور سیمه کې وشو.‌

امنیه قوماندان وویل، «هوایي برید د داعش یو شمېر جنګیالي، په داسې حال کې چې یو مجلس یې ترسره کاوه، په نښه کړل،» هغه وویل،‌ په مړو کې د داعش یو جیګپوړی قوماندان لېنډا هم شامل وو.‌

هغه زیاته کړه، «په هوایي برید کې، د داعش د جنګیالیو اړوند یو شمېر درنې وسلې، چې یو ۸۲ میلي متري هاوان او دوه راکټ لانچرونه هم په کې ول، ویجاړ کړای شول،»

ځایي اوسېدونکیو له سلام ټایمز سره په خبرو کې تایید کړه چې په دې سیمه کې د داعش یو مجلس ترسره شوی وو. هغوی وویل چې برید د مجلس له ترسره کېدلو څخه وروسته وشو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500