امنیت

جلا شوې ډله وایي، ایران طالبانو ته وسلې او پیسې ورکوي

د سلیمان راپور

د طالبانو د یوې جلا شوې ډلې مرستیال ملا منان نیازی وایي، ایران هغو طالبانو ته چې ملا هبت الله اخونزاده ته ژمن دي ۱۱ میلیونه ډالر د دې لپاره ورکړي چې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې جګړې ته دوام ورکړي. په عکس کې، افغان صرافان د ۲۰۱۵ د ډسمبر په ۱۷مه په کابل کې پیسې شماري.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د طالبانو د یوې جلا شوې ډلې مرستیال ملا منان نیازی وایي، ایران هغو طالبانو ته چې ملا هبت الله اخونزاده ته ژمن دي ۱۱ میلیونه ډالر د دې لپاره ورکړي چې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې جګړې ته دوام ورکړي. په عکس کې، افغان صرافان د ۲۰۱۵ د ډسمبر په ۱۷مه په کابل کې پیسې شماري.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د طالبانو د یوې جلا شوې ډلې مرستیال سلام ټایمز ته وویل، ایران نېغ په نېغه له طالبانو سره د وسلو او میلیونونو ډالرو د ورکولو له لارې مرسته کوي او دا کار د افغانستان د بې ثباته کولو د یوې هڅې د برخې په توګه کوي.

د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو د یوې جلا شوې ډلې مرستیال ملا منان نیازي وویل، «ایران د هلمند لپاره د طالبانو تش په نامه والي ته ۷۵۰ میلیونه افغانۍ (۱۱ میلیونه ډالر) ورکړي او هغوی دا پیسې د دې لپاره لګولي‌ چې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې زمونږ او د افغانستان د حکومت پر ضد جنګ پرې تمویل کړي،»‌

ویل کیږي چې رسول د طالبانو مؤسس ملا محمد عمر سره نژدې اړیکه لرله. د ملا عمر له مړینې څخه وروسته، چې په ۲۰۱۳ کال کې پېښه شوه خو طالبانو په ۲۰۱۵ کال کې څرګنده کړه، ملا اخترمحمد منصور په هغه پسې د طالبانو د غټې ډلې مشري په لاس کې واخیسته، او رسول یې دې ته جوړ کړ چې د طالبانو له لویې ډلې څخه جلا شي او «د افغانستان د اسلامي امارت عالي شورا» په نامه خپل حرکت جوړ کړي.‌

ملا منصور د پاکستان په بلوچستان کې هغه وخت ووژل شو چې ایران ته له یوه کړي سفر څخه بېرته را روان وو.‌ له هغه څخه وروسته ملا هبت الله اخوندزاده مشر شو.

په عکس کې یوه داسې وسله ښودل شوې چې ایرانۍ نښه پرې لګېدلې، او د راپورونو له مخې د مارچ په میاشت کې په هلمند کې له طالبانو څخه په جګړه کې نیول شوې ده. [آرشیف]

په عکس کې یوه داسې وسله ښودل شوې چې ایرانۍ نښه پرې لګېدلې، او د راپورونو له مخې د مارچ په میاشت کې په هلمند کې له طالبانو څخه په جګړه کې نیول شوې ده. [آرشیف]

نیازي چې د طالبانو د واکمنۍ (۱۹۹۶-۲۰۰۱) پر وخت د بلخ او هرات ولایتونو والي وو، وویل، «ملا منصور د هغه له مړینې څخه مخکې په تهران کې له ایراني چارواکو او د ایران په یوه ټاپو کې له یوه روسي هیئت سره کتلي وو،»

نیازي سلام ټایمز ته وویل، «ملا منصور او ملا هبت الله دواړه د طالبانو په منځ کې لږ مهم لوبغاړي ول، خو پاکستان، ایران او روسیې د خپلو هېوادونو د پلانونو د پلي کولو لپاره هغوی د مالي او تسلیحاتي ملاتړ له لارې غښتلي کړل.»

هغه وویل، «هغه طالبان چې زمونږ پر ضد جګړه کوي، هغوی ایرانۍ او روسۍ وسلې او مهمات کاروي،»

هغه وویل، «ملا هبت الله او حقاني شبکه دواړه پراخ مالي ملاتړ ترلاسه کوي. هغوی د افغانستان د سولې، ثبات، امنیت یا پرمختګ هېڅ هیله نه لري.‌ هغوی د بهرنۍ مرستې په قبلولو سره، افغانان وژني، بندونه او عامه مرکزونه ویجاړوي او د افغانانو د پیوستون مخه نیسي.»‌

له طالبانو سره د ایران تکتیکي ملاتړ

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل سلام ټایمز ته وویل، «ایران له څو کالو راهیسې په تکتیکي دلایلو د افغانستان په جنوبي او لوېدیځو سیمو کې د طالبانو ملاتړ کوي،»

هغه زیاته کړه، «طالبانو یو کوچنی ګروپ د ایران لپاره د خپل سیاسي استازي په توګه ټاکلی دی،» او دا یې تایید کړه چې ملا منصور له مړینې څخه مخکې ایران ته «ګڼ شمېر» سفرونه کړي وو.

نبیل وویل، دا ټول شواهد دي چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ «په تکتیکي سطحه د طالبانو فعال ملاتړ کوي.‌»

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل، «د اکتشافي او استخباراتي قواو له خوا د ورکول شویو معلوماتو او عیني شاهدانو د ویناو په اساس، نژدې ۸ میاشتې مخکې په هلمند ولایت کې، یو شمېر ایراني ډپلوماټانو او استخباراتي چارواکو د ګرمسېر ولسوالۍ په سفر سیمه کې، او همدارنګه په موسی کلا ولسوالۍ کې وکتل،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران لاسوهنه دومره زیاته شوې چې طالب اورپکي د هلمند په وروستیو جګړو کې په ایران کې جوړ راکټ لانچرونه او د پرسونل ضد ماینونه کاروي،»

هغه وویل، «ایران طالبانو ته وسلې او مهمات ورکوي او پلان لري چې طالبان د دې ولایت د بېخبنا د ویجاړولو لپاره وکاروي او د هلمند پر سیند د جوړېدونکیو عامه تاسیساتو د جوړېدا مخه پرې ونیسي،»

ځواک وویل، د ایران له خوا د طالبانو د ملاتړ او تمویل یو بل دلیل دا دی چې د جګړې لمبې ژوندۍ او بلې وساتي، او ایران وکولی شي په افغانستان کې له بې ثباتۍ څخه په استفادې سره د هلمند سیند د اوبو لویه برخه غلا کړي،»

د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه

د کابل پوهنتون استاد طاهر هاشمي وویل، له طالبانو سره د ایران ملاتړ او هغوی ته د وسلو ورکول «د افغانستان په سیاسي او پوځي چارو کې د لاسوهنې» معنی لري.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «سربېره پر دې، د ایراني وسلو په وسیله زمونږ د امنیتي ځواکونو او زمونږ د هېواد د اتباعو وژنه د افغان حکومت او افغان ولس پر ضد د ایران غیرمستقیمه جګړه په ګوته کوي،»

هغه وویل،‌ «د تاریخ په اوږدو کې، ایران هېڅکله نه دي غوښتي چې په افغانستان کې دې ثبات، امنیت او د حکومتولۍ قوي سیستم موجود وي. که زمونږ په هېواد کې سوله، ثبات او قوي سیاسي او اقتصادي سیستم موجود وي، ایران نشي کولی چې خپل هدفونه ترلاسه کړي.»

د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال متقاعد جنرال عبدالهادي خالد وویل، «د طالبانو ډله له جنایتکارانو، د نشه ییزو توکو قاچاقچیانو او د قېمتي کاڼو له قاچاقچیانو څخه تشکیل شوې... او هغوی د افغان ولس او حکومت پر ضد جګړه کوي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «افغان حکومت تل دې ته چمتو وو او دی چې هغو طالبانو ته ښه راغلاست ووایي چې له جګړې څخه ستړي شوي او نه غواړي چې د بهرنیو هېوادونو د ګټو د ساتنې لپاره جنګ وکړي. اصلا، د کلونو په اوږدو کېزرګونو طالبانو خپلې وسلې پر ځمکه ایښي او د سولې بهیر سره یوځای شوي دي-- او دغه دروازې اوس هم د نورو پرمخ پرانستې دي.»

هغه وویل، «د جګړې دوام به د طالبانو او افغانستان دواړو لپاره سخت خطرناک او خونړی وي.‌ هغه به د افغانستان په کورنیو چارو کې د ګاونډیو هېوادونو لا نورې لاسوهنې ته لاره هواره کړي.»

خالد وویل، «سوله به طالبانو او افغان حکومت دواړو ته ګټه ور ورسوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تر ټولو مخکې، د هغو مزدورانو لپاره چې له ایران نه پیسې او وسلې ترلاسه کوي او بیا یې د افغانانو پر ضد استعمالوي،‌ دا غوره ده چې له لعنتي ایرانیانو څخه د پیسو ترلاسه کولو پر ځای،‌ پردي خلک خپلو کورونو ته بوځي او له هغې لارې پیسې ترلاسه کړي.‌ اوس پوښتنه دا ده چې:‌ آیا هغه ایراني سیاستوال چې له روسیې څخه پیسې ترلاسه کوي چې په افغانستان کې بېلابېل مخالف ګروپونه حمایه کړي، د دغو پیسو په بدل کې روسانو ته خپلې لورګانې په لاس ورکوي...

ځواب ورکړئ

ستاسو د ګټورې پاڼې له امله مننه.‌

ځواب ورکړئ