تروريزم

ازاد شوی کاناډایی یرغمل وایي حقاني شبکې د هغه ماشوم وواژه او په ښځه یې ورته جنسي تېری وکړ

ای اېف پي

ازاد شوي یرغمل جوشوا بوایل (چپ) د اکتوبر په ۱۳مه په ټورنټو کې خبريالانو ته وویل، چې په افغانستان کې د هغه د کورنۍ د یرغملتیا پر وخت،‌ د حقاني شبکې غړو د هغه په ښځه جنسي تېری وکړ او د هغه ماشومه لور یې ووژله. طالبان د دغو تورونو له منلو څخه انکار کوي.‌ [له سي بي سي نیوز څخه سکرین شاټ]

ازاد شوي یرغمل جوشوا بوایل (چپ) د اکتوبر په ۱۳مه په ټورنټو کې خبريالانو ته وویل، چې په افغانستان کې د هغه د کورنۍ د یرغملتیا پر وخت،‌ د حقاني شبکې غړو د هغه په ښځه جنسي تېری وکړ او د هغه ماشومه لور یې ووژله. طالبان د دغو تورونو له منلو څخه انکار کوي.‌ [له سي بي سي نیوز څخه سکرین شاټ]

ټورنټو -- د جمعې په ورځ /د اکتوبر ۱۳مه/ ټورنټو ته په رسېدلو سره د خپلې کورنۍ په هکله په لومړۍ وینا کې، ازادي شوي کاناډایي یرغمل جوشوا بوایل په خپلو تښتوونکیو تور ولګاوه چې د هغه په امریکایۍ ښځه کیتلان کولمین باندې یې جنسي تېری کړی او د هغوی تي خوره لور یې وژلې ده.‌

بوایل او کولمین طالبانو پورې د اړوندې حقاني شبکې له خوا، چې د اورپکو یو داسې ګروپ دی چې د افغانستان - پاکستان د سرحد دواړو غاړو ته فعالیت کوي، له خوا د افغانستان په یوه لیرې پرته سیمه کې په ۲۰۱۲ کال کې وتښتول شول. حقاني شبکه د سراج الدین حقاني تر مشرۍ لاندې کار کوي. نوموړی همدارنګه د افغان طالبانو د ډلې مرستیال هم دی‌.‌

دغه جوړه او د هغوی درې ماشومان، چې د یرغملتیا پر وخت زېږېدلي ول، د اکتوبر په ۱۱مه د پاکستان په کرم ایجنسۍ کې د پاکستاني عسکرو له خوا د امریکا د استخباراتي معلوماتو په اساس ازاد کړای شول. د هغوی تښتوونکیو کورنۍ له افغانستان څخه پاکستان ته اړولې وه.

بوایل چې په قهر ښکارېده خبریالانو ته وویل، چې حقاني شبکې د هغوی د ماشومې -- څلورم ماشوم چې پخوا یې د شتون په هکله څه نه وو ویل شوي -- د هغه له خوا د هغوی د یوه وړاندیز د ردولو په مقابل کې د انتقام په ډول د وژلو امر کړی وو. هغه دا مشخصه نه کړه چې وړاندیز څه وو.‌

هغه وویل، «د حقاني شبکې حماقت او شیطنت چې یو زایر او د هغه د ډېرو میاشتو امېدواره مېرمن یې، چې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې له عادي کلیوالو سره په مرسته بوخت ول، وتښتوله له دې حماقت او شيطاني عمل څخه له ورایه څرګندېږي چې هغوی د یوې تي خورې نجلۍ د وژلو امر وکړ،»

بوایل همدارنګه وویل چې د هغه په مېرمنې جنسي تېری وشو، او دا کار یوازې د یوه کس له خوا نه بلکې د هغوی د مشر او د حقاني د یوه قوماندان، چې هغه د ابوحجر په نامه یاد کړ، په مرسته وشو.‌

بوایل وویل، دا دواړه پېښې په ۲۰۱۴ کال پېښې شوې.‌

هغه وویل، افغان حکومت د ۲۰۱۶ په یوه پلټنه کې، تایید کړه چې دغه جرمونه ترسره شوي، او غوښتنه یې وکړه چې «د جنایتکارو رزیلانو» پر ضد دې عادلانه چلند وشي.

بوایل وویل، «هغه جنایتکاران چې مونږ یې نیولي وو... ښه مسلمانان نه ول. هغوی حتی بد مسلمانان هم نه ول. هغوی بې له شکه جنایتکاران ول، بې له شکه بې دینان ول؛ هغوی د داسې قوماندانانو له خوا رهبري کېدل چې هغوی له اسلام څخه ناخبره ول،»

طالبانو د بوایل تورونه رد کړل.‌

د تښتوونکیو لټون لا هم روان دی.‌

په ورته وخت کې، د یکشنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۵مه/ یوه بمي برید هغه ۴ تنه پاکستاني عسکر ووژل چې د هغوی اورپکو لټون یې کاوه چې په دې تښتونه کې یې لاس درلود.‌

دغه پېښه د قبایلو په کرمه ایجنسۍ سیمه کې چې له افغانستان سره سرحد لري، وشوه.‌

پوځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، «د امنیتي ځواکونو ۴ تنه سرتېري، چې یو جګړن هم په کې وو، هغه وخت شهیدان او ۳ تنه نور ټپیان شول چې یوه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله پرې وچاودېدله،»

په خبرپاڼه کې د نورو جزیاتو له ورکولو څخه پرته ویل شوي چې «دغه عسکر د هغو لټون کوونکیو په ډله کې ول چې د ژغورل شویو خارجیانو د تښتوونکیو لټون یې کاوه،»

چارواکو ای اېف پي ته وویل، چې د لټون په عمله کې د سرحدي قول اردو یو شمېر کسان هم شامل ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500