امنیت

په ننګرهار کې د داعش ۷ جنګیالي د سولې بهیر سره یوځای شول

د خالد زېري راپور

د داعش غړي د اکتوبر په ۱۶مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په ځایي دفتر کې خپلې وسلې تسلیموي. [د ملي امنیت ریاست]

د داعش غړي د اکتوبر په ۱۶مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په ځایي دفتر کې خپلې وسلې تسلیموي. [د ملي امنیت ریاست]

جلال اباد -- ځایي چارواکو سلام ټایمز ته وویل، چې د داعش ۷ تنه جنګیالي چې پخوا د ننګرهار ولایت په اچین او نازیان ولسوالیو کې فعال ول، د سولې بهیر سره یوځای شول.

په وروستیو میاشتو کې په ننګرهار کې د داعش لسګونه نور جنګیالي هم د سولې بهیر سره یوځای شوي یا تسلیم شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي سلام ټایمز ته وویل، «د قوماندان نیازګل په مشرۍ ۷ کسیز ګروپ له تېرو دوه کلونو راهیسې د داعش تر څنګ د حکومت پر ضد جګړه کوله،»

هغه د دوشنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۶ مه/ وویل، «نن هغوی د ملي امنیت ریاست له هڅو څخه وروسته تسلیم شول،»

خوګیاڼي وویل،‌ داعش په ننګرهار ولایت کې مات شوی، او غړي یې مجبور شوي دي چې یا د سولې بهیر سره یوځای شي یا تسلیم شي.‌

هغه وویل، د سولې بهیر سره د دې کسانو یوځای کېدا «به نور وسله وال کسان هم دې ته وهڅوي چې د سولې بهیر سره یوځای شي».‌

له داعش سره کمزوری ملاتړ

د داعش ګروپ قوماندان نیازګل سلام ټایمز ته وویل، «مونږ ټول هغه کسان چې له حکومت سره کار کوي، مرتد ګڼل، خو وروسته پوه شو چې مونږ خپل وطن ورانوو او دا چې مونږ باید داسې کار ونه کړو،»

هغه وویل، «له دې امله، مونږ د ځایي پولیسو د قوماندان سره رابطه وکړه او راغلو چې تسلیم شو،»

هغه وویل، «مونږ د داعش یو شمېر نور جنګیالي هم تشویق کړي چې د سولې بهیر سره یوځای شي. هغوی ښایي ژر راشي.»

په ننګرهار کې داعش لږ ولسي ملاتړ لري،‌ او ولسي پاڅونونه د اورپکو د پراختیا مخه نیسي.

د اچین ولسوالۍ یوه اوسېدونکي قیوم خان سلام ټایمز ته وویل، «داعش زما ګڼ شمېر خپلوان وو‌ژل؛ هغوی زمونږ کورونه راویجاړ کړل، ملکي خلک یې پر بمونو کېنول او شهیدان یې کړل، نو مونږ داعش نه غواړو. مونږ خپل اسلامي جمهوریت غواړو.»

د دې ولسوالۍ یوه قومي مشر ملک کمین وویل، «مونږ داعش نه غواړو -- هغه کسان چې جنګ کوي باید جنګ بس کړي او د سولې بهیر سره یوځای شي،‌ که نه حکومت باید هغوی ووژني او له منځه یې وېسي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500