تروريزم

د پکتیا په امنیه قوماندانۍ د طالبانو د برید تلفات زیات شول

سلام ټایمز

افغان امنیتي پرسونل د اکتوبر په ۱۷مه د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د پولیسو د روزنې په یوه مرکز کې د یوه ځانمرګي برید په ساحه کې ګزمه کوي.‌ [فرید ظاهر/ای اېف پي]

افغان امنیتي پرسونل د اکتوبر په ۱۷مه د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د پولیسو د روزنې په یوه مرکز کې د یوه ځانمرګي برید په ساحه کې ګزمه کوي.‌ [فرید ظاهر/ای اېف پي]

خوست -- د کورنیو چارو د وزارت مرستیال جنرال مراد علي مراد وایي، د سې شنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۷مه/ په پکتیا ولایت کې د پولیسو پر یوه مرکز په یوه برید کې لږ تر لږه ۴۱ کسان ووژل شول.‌

مراد دا خبرې د سې شنبې په ورځ‌ په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وکړې.‌

په مړو کې ۲۱ پولیس افسران او ۲۰ تنه ملکي کسان شامل دي. د کورنیو چارو وزارت تایید کړه، چې په وژل شویو کسانو کې د ولایت امنیه قوماندان توریالی عبدیانی هم شامل وو.‌

د کورنیو چارو وزارت او ځایي پولیسو ای اېف پي ته ویلي، چې دوه ځانمرګي موټربمونه په ولایتي مرکز ګردېز کې د پولیسو مرکز سره نژدې له یوه روزنیز مرکز څخه بهر وچاودېدل، او یو شمېر وسله والو ته یې لاره خلاصه کړه چې برید ترسره کړي.

یو ټپي شوی افغان سړی د اکتوبر په ۱۷مه د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته تداوي کیږي. د کورنیو چارو د وزارت د مرستیال جنرال مراد علي مراد په وینا، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ ملکي کسان ووژل شول. [فرید ظاهر/ای اېف پي]

یو ټپي شوی افغان سړی د اکتوبر په ۱۷مه د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته تداوي کیږي. د کورنیو چارو د وزارت د مرستیال جنرال مراد علي مراد په وینا، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ ملکي کسان ووژل شول. [فرید ظاهر/ای اېف پي]

طالبانو په ټوېټر د برید مسؤلیت پرغاړه واخیست.

د تلفاتو په هکله بېلابېل راپورونه ورکړل شوي، او تمه کیږي چې شمېر یې ډېر شي.‌ د پکتیا د روغتیا ریاست مرستیال حمیدالله حمیدي سلام ټایمز ته وویل، «۴۵ کسان وژل شوي او خواوشا ۲۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي،»

هغه وویل، «ټپي شوي کسان مرکزي او نورو خصوصي روغتونونو ته لېږدول شوي دي. یو شمېر ښځینه زده کوونکې چې د برید له ځای سره نژدې په یوه لیلیه کې اوسېدلې هم ټپي شوې دي.»

د پکتیا د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، «اکثر قربانیان هغه ملکي کسان دي چې امنیه قوماندانۍ ته د پاسپورټونو او تذکرو د ترلاسه کولو لپاره راغلي ول،»

پکتیا د پاکستان له قبایلي سیمو سره، چې اورپکۍ په کې ستونزې جوړې کړي او حقاني شبکه په کې مېشته ده، پوله لري.

د غزني برید

جنرال مرادعلي په خبري کانفرانس کې وویل، چې له دې نه جلا د سې شنبې په ورځ، یوه بل برید په غزني ولایت کې، چې له ګردېز څخه خواوشا ۱۰۰ کیلومتره لیرې دی، ۲۵ تنه امنیتي پرسونل او ۵ تنه ملکیان ووژل شول.‌

د غزني د والي ویاند عارف نوري ای اېف پي ته وویل، دغه برید هم د هغه په څېر وو، چې «ترهګرو» په کې د پولیسو له مرکز سره نژدې یوه هاموي موټر ته چې په چاودېدونکیو توکو سمبال وو، چاودنه ورکړه او بریدګر ودانۍ ته ننوتل.‌

د غزني امنیه قوماندان محمد زمان وویل، په لسګونو طالبان ووژل شول.

[خالد له جلال آباد څخه ددې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500