امنیت

په کندهار او غزني کې پر امنیتي ځواکونو د طالبانو په بریدونو کې لسګونه کسان ووژل شول

سلام ټایمز

افغان امنیتي پرسونل د سپتمبر په ۲۴مه د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې ګزمه کوي.‌ په دغه ولایت کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړې روانې دي،‌ چې د اکتوبر په ۱۷مه او ۱۹مه د پولیسو په مرکز دوه بریدونه وشول. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

افغان امنیتي پرسونل د سپتمبر په ۲۴مه د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې ګزمه کوي.‌ په دغه ولایت کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړې روانې دي،‌ چې د اکتوبر په ۱۷مه او ۱۹مه د پولیسو په مرکز دوه بریدونه وشول. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

کندهار -- طالب اورپکو د پنجشنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۹مه/ پر افغان امنیتي تاسیساتو دوه جلا جلا بریدونه وکړل،‌ چې په وروستي برید کې یې لسګونه کسان ووژل. دا په روانه اونۍ کې د هغو قاتلانه بریدونو په لړ کې راځي چې له ۱۲۰ تنو څخه ډېر افغانان یې ووژل.‌

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په یوه بیان کې وویل،‌ چې د اورپکو یوه ګروپ د سهار شاوخوا ۲:۵۰ بجې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې په چشمو پوځي مرکز باندې برید وکړ.‌

د وزیري په وینا، دوه افغان امنیتي پرسونل روغ پاتې دي او شپږ تنه نور ورک دي.‌

د ای اېف پي د راپور له مخې،‌ د تلفاتو راپورونه سره فرق کوي.‌ په کندهار کې یوې امنیتي سرچینې د مړو شمېر ۵۰ او د ټپیانو شمېر ۲۰ کسان وښودل. نورو افغان چارواکو وویل، چې لږ تر لږه ۴۳ تنه عسکر وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان دي. اصلي شمېر ښایي ډېر وي ځکه چې افغان چارواکي اکثر وختونه د تلفاتو شمېر کم ښیي.‌

طالبانو د پېښې مسؤلیت پرغاړه واخیست

اورپکو لږ تر لږه د یوه هاموي موټر، چې په چاودېدونکیو توکو سمبال وو، په چولو سره کمپاونډ ته لاره وکړه.‌ د دفاع وزارت وویل، چې له ۱۰ څخه ډېر اورپکي ووژل شول.‌

وزیري ای اېف پي ته وویل، «له بده مرغه، په کمپ کې دننه هېڅ شی هم نه دي پاتې.‌ هغوی چې هر څه موندلي ټولو ته یې اور ورته کړی دی.‌ مونږ یو هیئت لېږلی چې حالت وارزوي،» نوموړي زیاته کړه چې بیس د افغان ملي اردو په کنټرول کې دی.‌

په ولسي جرګه کې د کندهار یوې استازې رڼا ترین سلام ټایمز ته وویل، «هغو دوه تنو عسکرو چې ژوندي پاتې شوي ول تر هغه وخته پورې د طالبانو پر ضد مقاومت کړی څو چې سیمې ته نور ځواکونه ور ورسیدل،»

هغې وویل، «طالبانو ته درانه تلفات وراوښتي دي،»

هغې وویل، «دغه ډول بریدونه او جرمونه ثابتوي چې طالبان په سوله باور نه لري. هغوی د خپلو خارجي حامیانو په لارښوونه د خپل وطن ورانولو ته دوام ورکوي.»

د غزني پر پولیسو تازه برید

له دې جلا د پنجشنبې په ورځ، اورپکو په غزني ولایت کې د پولیسو یو مرکز محاصره کړ،‌ او په روانه اونۍ کې یې په دویم ځل برید پرې وکړ.

په روان برید کې په جګړه کې د ښکېلو پولیسو د ملاتړ لپاره د هوایي بریدونو غوښتنه وشوه.‌ د غزني ولایت امنیه قوماندان محمد زمان ای اېف پي ته وویل، چې تر دې دمه دوه تنه امنیتي پرسونل وژل شوي دي. ایتلافي ځواکونو سمدلاسه هوایي بریدونه تایید نه کړل.‌

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال جنرال مرادعلي مراد هغه وخت خبریالانو ته وویل، چې د پولیسو په مرکز په هغه برید کې، چې د اکتوبر په ۱۷مه وشو، ۲۵ تنه امنيتي پرسونل او ۵ تنه ملکي کسان ووژل شول.‌ چارواکو وویل، چې ۴۶ تنه نور ټپیان شول.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وویل، چې په امنیتي تاسیساتو د طالبانو بریدونه د اورپکو د هغو هڅو برخه دي چې غواړي سیمه تر خپل کنټرول لاندې راولي.‌

هغه د ټیلیفون له لارې سلام ټایمز ته وویل، «سلګونو طالب اورپکو په اندړ ولسوالۍ برید وکړ او هیله یې لرله چې ویې نیسي، خو هغوی ناکام شول،»

هغه وویل،‌ «خواوشا ۶۰۰ اورپکو چې له ګیرو،‌ قره باغ او ناوې ولسوالیو څخه راغلي ول، برید وکړ، او جګړه لا هم روانه ده،» او زیاته یې کړه چې ځایي امنیتي ځواکونه مقاومت کوي.‌

هغه وویل، «طالبان د اندړ ولسوالۍ خواوشا ځایي اوسېدونکي د انساني سپر په توګه کاروي او په کورونو کې پټېږي.‌ تر اوسه پورې، دغه کار د دې مخه نیولې چې افغان ځواکونه اورپکي په نښه کړي.»

پر امنیتي ځواکونو د بریدونو ډېرېدل

د پنجشنبې د ورځې بریدونو په روانه اونۍ کې پر امنیتي تاسیساتو د ځانمرګو او وسله والو بریدونو شمېر څلورو ته ورساوه.‌ د عسکرو، پولیسو او ملکي خلکو په ګډون د ټولو مړو شمېر له ۱۲۰ کسانو څخه زیات شو.‌

له څلورو څخه په درې بریدونو کې، طالبانو له داسې یوې هاموي عرادې څخه کار اخیستی چې په چاودېدونکو توکو سمبال وه او په دې توګه یې خپلو هدفونو ته لارې کړې دي.‌

یوازې د سې شنبې د ورځې بریدونو ۸۰ کسان ووژل او خواوشا ۳۰۰ نور یې ټپیان کړلچې دا په نژدې پنځو میاشتو کې په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه.‌

تر ټولو ډېره خونړۍ حمله د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د پولیسو په یوه مرکز وشوه، چې په کې طالب اورپکو چې د پولیسو لباسونه یې اغوستي ول -- د یوې مازدا او یوه هاموي په ګډون -- خپلې عرادې چې په چاودېدونکیو موادو سمبالې وې، وچولې او په دې توګه ۱۱ وسله والو سړیو ته لاره هواره شوه چې دننه ننوځي.‌

د روغتیا د څانګې چارواکو وویل،‌ چې د پکتیا ولایت د امنیه قوماندان توریالي عبدیاني او هغو ملکي خلکو په ګډون چې د خپلو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره یې انتظار کاوه، لږ تر لږه ۶۰ تنه افغانان په چاودنو او ورپسې پنځه ساعته اوږده جګړه کې ووژل شول.‌

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ډېرعالي دي.‌

ځواب ورکړئ