2017-10-20 | امنیت

عامو خلکو په افغانستان کې د سره صلیب د کار په بندېدو اندېښنه وښودله

د زیار راپور

سره صلیب د دغې موسسې په کارمندانو باندې د څو بریدونو له ترسره کېدلو څخه وروسته پرېکړه وکړه چې د افغانستان په شمال کې خپل فعالیتونه راکم کړي.‌


افغان معلولان د اګست په ۱۵مه په جلال اباد کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د جګړې د قربانیانو او معلولانو په یوه روغتون کې د خپلو مصنوعي پښو په وسیله ګرځي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان معلولان د اګست په ۱۵مه په جلال اباد کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د جګړې د قربانیانو او معلولانو په یوه روغتون کې د خپلو مصنوعي پښو په وسیله ګرځي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- د کندوز او فاریاب ولایتونو اوسېدونکیو وروسته له هغه اندېښنې څرګندې کړې چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د روانې میاشتې په لومړیو کې پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې خپل عملیات راکم کړي.‌

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د اکتوبر په ۹مه اعلان وکړ چې هغوی به د افغانستان په شمال کې په خپلو کارمندانو له یو لړ مرګونو بریدونو څخه وروسته خپل حضور «ډېر کم» کړي.

یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د فاریاب ولایت په مرکز میمنه او په کندوز ولایت کې د سره صلیب دفترونه به وتړل شي، په داسې حال کې چې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د دغې ادارې په فرعي استازولۍ کې به د کارمندانو شمېر ډېر راکم کړای شي.‌

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ویاند سیاوش کهزاد سلام ټایمز ته وویل، «دغه پرېکړه د افغانستان په شمال کې د سره صلیب په کارمندانو له درې مسلسلو بریدونو څخه وروسته کیږي،»

هغه وویل، «که څه هم چې د سره صلیب دفتر په دې پرېکړه خوښ نه دی، خو د افغانستان په شمال کې ناوړه امنیتي حالت مونږ دې ته مجبور کړو چې خپل فعالیتونه محدود کړو،»

کهزاد په افغانستان کې د سره صلیب د فعالیتونو په هکله معلومات ورکړل، او ویې ویل چې هغه د روغتیا برخې پورې محدود نه دي.‌

هغه وویل، «په هغو کې همدارنګه د خوړو او د کرنیزو توکو مرسته شامله ده، او دا دواړه هغه څه دي چې افغان کلیوال ورته سخته اړتیا لري. له بده مرغه چې نن مونږ نشو کولی چې اړو خلکو ته خپلې مرستې ور ورسوو.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د سره صلیب نړیواله کمېټه به د افغانستان په شمال کې د خپلو فعالیتونو د بیا پیلولو په هکله غور وکړي،‌ کهزاد وویل،‌ هغه به «امنیتي وضعې او د سره صلیب د مشرانو پرېکړې پورې اړه ولري.»‌

هغه وویل، «مونږ هیله لرو چې امنیتي وضعه او کاري شرایط به پرمختګ وکړي او ګټور به وګرځي،»

د سره صلیب نړیواله کمېټه له ۳۰ کالو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، او د ډېرو هغو خلکو علاج کوي چې په جنګونو کې ټپي کیږي.‌

د یادې ادارې په وینا، د دفترونو له وروستۍ بندېدا څخه مخکې د سره صلیب نړیوالې کمېټې سره خواوشا ۱۲۰ خارجي کارمندانو او له ۲۰۰۰ نه ډېرو افغانانو کار کاوه.‌ د سره صلیب نړیوالې کمېټې وویل، چې هغوی د هغو کارمندانو لپاره چې د دفترونو له بندېدا څخه وروسته خپلې وظیفې له لاسه ورکوي د وظیفې ختمېدا او اجتماعي چارو په پلان باندې کار کوي.‌

اوسېدونکي د کاربندیز له امله اندېښمن دي

د کندوز او فاریاب ولایتونو اوسېدونکي وایي چې هغوی د کارونو د بندېدا له امله اندېښمن دي.‌

د کندوز ښار یوه ۲۵ کلن اوسېدونکي هېواد حسنزي وویل، «سور صلیب ښه وو.‌ هغوی به هغو کسانو ته، چې په جنګ کې ټپي کېدل، ډېره ښه طبي پاملرنه برابروله. هغوی با استعداد خارجي او وطني ډاکټران لرل،‌ او دوا یې په وړیا ډول ورکوله.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «اوس چې سور صلیب له کندوز څخه تللی،‌ مونږ مجبور یو چې هغه کسان چې د جګړې په ډګر کې ټپي کیږي یا کابل ته انتقال کړو یا مزارشریف ته،» او زیاته یې کړه چې په کندوز کې عامه روغتونونه د ډېر شمېر ناروغانو د قبلولو ظرفیت نه لري او تدواي یې هم «کمزورې» ده.‌

حسنزي وویل، «د سره صلیب له خوا د کندوز ترک کول به په نورو موسسو باندې منفي تاثیر وکړي... چې دا به د کندوز اوسېدونکیو ته سخت ټکان ورکړي.‌ د کندوز د یوه ځوان اوسېدونکي په توګه، زه له حکومت څخه غوښتنه کوم چې امنیت برابر کړي چې د سره صلیب کارمندان بېرته کندوز ته راوګرځي او خپل کار بیا پیل کړي.»

د دغه ښار یوه اوسېدونکي ابراهیم ارکین وویل، په میمنه کې د عامې روغتیا د روغتون معیار ټیټ دی، او سره صلیب دغه تشه ډکه کړې وه.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «سور صلیب په فاریاب ولایت کې د ناروغانو لپاره یوه غټه مرسته او یو واقعي رحمت وو.‌ سره صلیب د هغو کسانو لپاره، چې د ماینونو په چاودنو کې یې خپل لاس یا پښه له لاسه ورکړي ول، مصنوعي لاسونه او پښې جوړول. هغوی ناروغانو ته باکیفیته درمل ورکول او خواړه یې توزیع کول.»

هغه وویل، «مونږ په افغان حکومت تاکید کوو چې یا له اړتیا سره سم امنیت برابر کړي چې سور صلیب وکولی شي خپل کار بیا پیل کړي او یا نور روغتونونه جوړ کړي او مونږ ته پوه ډاکټران راولېږي،»

د طالبانو ګواښونو سور صلیب وتلو ته مجبور کړ

په ولسي جرګه کې د کندوز یوه استازي عبدالودود پیمان وویل، چې امنیت ته د طالبانو مسلسل ګواښ د سره صلیب نړیواله کمېټه داسې یوې دردوونکې پرېکړې کولو ته مجبوره کړه.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په یوه سیمه کې د بېلابېلو ځایي او خارجي موسساتو له خوا د خدمتونو موجودیت د یوې روغې واکمنۍ او حاکمیت استازیتوب کوي او دا ښیي چې د هغوی د فعالیتونو لپاره یو مناسب چاپېریال برابر کړای شوی دی،»

هغه وویل، «په کندوز کې د طالبانو حضور په دې معنی دی،‌ «چې هر څوک کولی شي چې مرستندویو کارکوونکیو ته یو ګواښ پېښ کړي،»‌

پیمان وویل،‌ «کله چې مونږ ګورو چې سور صلیب په کندوز او فاریاب کې خپل دفترونه بندوي،‌ دا کار افغانانو په دوه اړخونو کې ژوبلوي،»

هغه وویل، لومړی دا چې دغه حالت ناروغ او ټپي خلک له طبي او غیرطبي مرستو څخه محروموي.‌ دویم دا چې هغه محلي او خارجي دواړه ډوله موسسې وېروي.‌

هغه وویل، «زه د کندوز د خلکو په استازیتوب کولی شم ووایم چې مونږ همېشه له خارجي موسسو سره مرسته کړې چې خپل بشردوستانه فعالیتونه ترسره کړي. مونږ هیله لرو چې څومره ژر چې ممکن وي سور صلیب به خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.»

د حکومت غبرګون

په ورته وخت کې،‌ افغان چارواکي وایي چې هغوی په دې کار کوي چې د سره صلیب نړیواله کمېټه دې ته جوړه کړي چې خپل خدمتونه بیا پیل کړي.‌

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ ځواکونه شپه ورځ په دې کار کوي چې یاغیان د افغانستان په ټولو برخو، او په ځانګړې توګه په شمالي سیمو کې وځپي.‌ یاغیانو خپل مورال له لاسه ورکړی دی. مونږ به ژر کندوز او فاریاب دې ته برابر کړو چې سور صلیب په کې خپل کار بیا پیل کړي.»

د عامه روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي وویل، «په دې کې شک نشته، چې په افغانستان کې د سره صلیب د فعالیتونو محدودېدا په هېواد کې د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو منفي تاثیر کوي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د عامه روغتیا وزارت مشران له افغان امنیتي ادارو سره په دې کار کوي چې په افغانستان کې د سره صلیب د ادارو بیا پرانستلو ته لاره هواره کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

Ca mobile no 0

تبصره

* ضروري برخې ښيي
Captcha

د رایو شمېر

د پاکستان - افغانستان د سرحد په اوږدو کې جوړېدونکي کټاره به د اورپکو د حرکت په کنټرول کې څومره مؤثره وي؟‌

نتایج وګورئ