تروريزم

په ننګرهار کې د داعش - طالبانو تر منځ نښتو ۵۰۰ کورنۍ تېښتې ته مجبورې کړې

د خالد زېري راپور

یو سړی چې خپل کالي یې په یوه خره بار کړي دي، د اکتوبر په ۱۷مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په سیمه کې خپله مخه کوي.‌ یو شمېر کورنۍ چې د موټرو د کرایه کولو وس یې نه درلود، خوندي سیمو ته د تګ لپاره یې له خپلو مالونو څخه استفاده کوله. [خالد زېری]‌

ننګرهار -- ځایي چارواکي وایي، چې په ننګرهار ولایت کې د داعش او طالب جنګیالیو تر منځ وروستیو نښتو د ۴ ملکیانو په ګډون ۱۳ کسان وژلي او په سلګونو کورنۍ یې تېښتې ته مجبورې کړي دي.‌

دغه جګړه د اکتوبر په ۱۴مه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې پیل شوه. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ډګرمن حضرت حسین مشرقیوال وویل، چې جګړه اوس هم روانه ده.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د وزیرو په سیمه کې د طالبانو او داعش جنګیالیو تر منځ جګړه کې ۴ تنه ملکیان شهیدان شول،»

د داعش ۶ جنګیالي او د طالبانو ۳ جنګیالي ووژل شول.‌

د یوې بې ځایه شوې کورنۍ غړي چې خپل کور یې پرېښی دی، د اکتوبر په ۱۷مه په یوه ځای کې سیوري ته دمه کوي.‌ د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش د اورپکو تر منځ د اکتوبر په ۱۴مه جګړه پیل شوه. [خالد زېری]

د داعش او طالب یاغیانو تر منځ د نښتو له امله د ننګرهار ولایت له خوګیاڼو ولسوالۍ څخه خواوشا ۵۰۰ کورنۍ تېښتې ته مجبورې شوې. دوه سړي،‌ چې د اکتوبر په ۱۷مه یې دلته عکس اخیستل شوی، روان دي چې له خپلو کالیو سره ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي. [خالد زېری]

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، چې د نښتو په نتیجه کې سلګونه کورنۍ مجبورې شوې چې له سیمې څخه وتښتي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «تر اوسه پورې، د هغو راپورونو له مخې چې مونږ ته را رسېدلي دي،‌ تر ۵۰۰ پورې کورنۍ د وزیرو له سیمې څخه راوتلي او د کډوالو بهیر لا هم را روان دی.‌ په سیمه کې اوس هم جګړه روانه ده،‌ له دې امله ښایي چې د بې ځایه کېدونکیو کورنیو شمېر ډېر شي.»

هغه وویل، «اکثرو بې ځایه شویو کورنیو په چمتله مېنه، جلال اباد ښار او د پچیراګام ولسوالۍ په ساحو کې ژوند کول پیل کړي دي،» او زیاته یې کړه چې ډېر نور په موقت ډول له خپلو خپلوانو سره اوسېږي.

خوګیاڼي وویل، چې ځایي ادارې په افغان حکومت او نړیوالو مرستندویو موسسو باندې غږ کړی چې له بې ځایه شویو کورنیو سره په عاجل ډول مرسته وکړي.‌

د اوسېدلو لپاره ځای نشته

په داسې حال کې چې کورنیو هڅه کوله ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي، ډېرو کسانو خپل بار بسترې په خرو، کچرو او په خپلو اوږو بار له سیمې څخه روانې کړې وې.‌

د وزیرو د سیمې یوه ۳۱ کلن اوسېدونکي احمد سعید چې د خپل کور کالي یې په شا کړي ول، وویل، «مونږ فقط روان یو؛‌ مونږ په دې نه پوهېږو چې چېرته ځو،»‌ هغه له درې ښځو او دوه ماشومانو سره روان وو.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د داعش جنګیالیو حمله وکړه او پر مونږ یې ظلمونه کول.‌ مونږ مجبور شو چې راوتښتو، که نه هغوی به وژلي وو. مونږ د هغوی پر ضد هېڅ هم نشو کولی.»

هغه وویل، د هغه کورنۍ نه پوهېږي چې چېرته لاړه شي یا له چا نه مرسته وغواړي.

هغه وویل، «مونږ هېڅ ځای نه لرو؛‌ مونږ به همداسې د ولسوالۍ د مرکز خواته لاړ شو.‌ مونږ به چېرته تر یوې خېمې لاندې ژوند کول پیل کړو چې ژوندي پاتې شو.»

حسین احمد چې ۱۲ کاله عمر لري سلام ټایمز ته وویل، چې هغه ښوونځي ته تللو او هغه په څلورم صنف کې وو. هغه وویل چې هغه مجبور شو چې خپل کلی او ښوونځي پرېږدي. حسین احمد، چې خپل کوچنی ورور یې له لاسه نیولی وو، وویل، «مونږ به تر هغه وخته چې د استوګنې لپاره کوم ځای پیدا کوو، د سرک پر غاړه پاتې شو.»

د داعش د پاتې پټنځایونو ویجاړول

د تېرو دوه کالو په ترڅ کې،زرګونه کورنۍ د داعش د ظلمونو له لاسه، دې ته مجبورې شوې چې د ننګرهار ولایت له هسکې مېنې، نازیان او کوټ ولسوالیو څخه بې ځایه شي.‌

د هغوی له جملې څخه ډېرو کورنیو پرېکړه کړې چې د داعش د له منځه تللو تر وخته پورې به بېرته ستنې نشي.‌

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ویلي چې هغوی به ژر د داعش هغه عناصر، چې په ننګرهار ولایت کې پاتې دي، له منځه وېسي.

د ولایتي مقاماتو په وینا،‌داعش په دغه ولایت کې مات شوی دی،‌ خو د دې ډلې یو کم شمېر جنګیالان لا هم دغلته پاتې دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دغو کورنیو شمیر ۵۰۰ نه چې له ۵۰۰۰ زرو نه هم ډېرې وې. د وزیرو او زاویې د سیمې ډېر خلک راوتلي دي.

ځواب ورکړئ