تروريزم

د افغان اورپکو ډلو مشران 'د خارجیانو د ګټو ساتونکي' وګڼل شول

د نجیب الله راپور

افغانان د اکتوبر په ۲۱ مه په کابل کې د امام زمان جومات دننه تخریب ارزوي. په دغه جومات د جمعې د ورځې په ماښام د اکتوبر ۲۰ مه د داعش له خوا یو ځانمرګی برید او وسله واله حمله وشول چې د ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۵۶ کسان یې ووژل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغانان د اکتوبر په ۲۱ مه په کابل کې د امام زمان جومات دننه تخریب ارزوي. په دغه جومات د جمعې د ورځې په ماښام د اکتوبر ۲۰ مه د داعش له خوا یو ځانمرګی برید او وسله واله حمله وشول چې د ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۵۶ کسان یې ووژل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د افغانستان د بېلابېلو قشرونو وګړي وایي، چې اوس وخت رارسېدلی چې طالبان او نور اورپکي ګروپونه خپلې وسلې کېږدي او د سولې بهیر سره یوځای شي، او د هغوی مشران هغه ملاتړ پرېږدي چې هغوی یې له بهرنیو هېوادونو او ادارو څخه ترلاسه کوي.

په ولسي جرګه کې د غور ولایت یوې استازې رقیې نایل وویل،‌ چې د اورپکو عملونه د افغانستان د ملي ګټو او اسلامي اصولو خلاف دي او د هېواد او د هېواد د وګړو پر وړاندې بې پروایي ښیي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «د اورپکو له خوا هر ترسره کېدونکی عمل زمونږ د ملي ګټو پر خلاف دی،»

هغې وویل،‌ «آیا د ښوونځیو ویجاړول یا سوزول، د خپلو هېوادوالو وژل، او د روغتونونو او سړکونو ورانول ستاسو ملي ګټې خوندي کوي؟‌ تاسو کله او له کومې خاورې نه دفاع کړې ده؟»

یو کس د جنورۍ په ۱۱مه په کابل کې د هغو ۳۶ کسانو له جملې څخه د یوه خپلوان تابوت ته ژاړي چې د جنورۍ په ۱۰مه د طالبانو په جوړه چاودنو کې وژل شوي ول. د جنورۍ په ۱۰مه د کابل په شمول د افغانستان په ښارونو کې بمي چاودنو خواوشا ۵۰ کسان ووژل. [شاه مراعي/ ای اېف پي]

یو کس د جنورۍ په ۱۱مه په کابل کې د هغو ۳۶ کسانو له جملې څخه د یوه خپلوان تابوت ته ژاړي چې د جنورۍ په ۱۰مه د طالبانو په جوړه چاودنو کې وژل شوي ول. د جنورۍ په ۱۰مه د کابل په شمول د افغانستان په ښارونو کې بمي چاودنو خواوشا ۵۰ کسان ووژل. [شاه مراعي/ ای اېف پي]

د خارجیانو د ګټو ساتونکي

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر احمد بهروز وویل،‌ دغه ډول عملونه ثابتوي چې د اورپکو مشران اصلي افغانان نه دي بلکې هغوی د خارجیانو ګټې خوندي کوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«د اورپکو مشران له خارجیانو څخه پیسې ترلاسه کوي او یوه اندازه یې خپلو قوماندانانو ته ورکوي چې په افغانستان کې جګړه او نا امني رامنځته کړي،‌ او یو د مرګ کمپاین ترسره کړي،»

هغه وویل، «د اورپکو قوماندانان د پیسو او د یو شمېر خارجي هېوادونو د ګټو د خوندي کولو لپاره خپل بې ګناه هېوادوال وژني او عامه شتمنۍ ویجاړوي،»

په کابل کې د یوې غیرحکومتي موسسې یوه کارمند محمد شعیب نذیري چې ۲۷ کاله عمر لري، وویل، په افغانستان کې تاوتریخوالی او بې ثباتي هغو بهرنیو اړخونو ته ګټه رسوي چې د یاغیانو ملاتړ کوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «خارجیان اورپکو ته پیسې او نور ملاتړ برابروي، چې هغوی جګړې ته دوام ورکړي، بې ثباتي رامنځته کړي او زمونږ بېخبناوې ویجاړې کړي،»

«خو دا څرګنده ده، چې دا د افغانستان ملي ګټو ته نه بلکې خارجیانو ته ګټه ور رسوي.»

نذیري وویل، «په جوماتونو کې د مسلمانانو وژل، د جوماتونو او روغتونونو ویجاړول، او ماشومان یرغمل نیول او د هغوی سرونه پرې کول [هغسې چې اورپکي ادعا کوي] جهادي عملونه نه دي، بلکې غیراسلامي او غیرانساني عملونه دي،»

هغه وویل، «که له طالبانو او نورو ترهګرو ګروپونو سره د عامو خلکو اندېښنه وای، که هغوی د خارجیانو غلامان نه وای،‌ او که هغوی خپلواک وای، هغوی به حتما د سولې خبرو اترو ته هو ویلي وای او بې له شرطه به یې په هغو خبرو کې برخه اخیستې وای،»

د اسلام له اصولو څخه ناوړه استفاده

په کابل کې یوه دیني عالم عبدالاحمد محمدیار وویل، «اورپکو د دین له نامه نه ناوړه استفاده کړې ده او د قران کریم د صریحو ایتونو خلاف عمل کوي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «اسلام د سولې او خوښۍ دین دی،‌ او هغه انسانان دې ته هڅوي چې یو بل وزغمي.‌ اسلام حتی د یوه بې ګناه نفس وژل د ټولو انسانانو وژل ګڼي.»

هغه وویل، «خو اورپکي حتی د خدای په کورونو (جوماتونو) کې دننه ډله ډله مسلمانان شهیدانوي،»

محمدیار وویل، «خدای پاک وایي چې په سوله کې خیر دی.‌ هغه طالبان چې د خدای په دغو ویناوو پوهېږي او جګړه بس کوي هغوی هم د ځانونو او هم د خپلو خلکو لپاره یو لوی خدمت کوي.»

په طالبانو تاکید وشو چې د سولې بهیر سره یوځای شي

د ځدراڼو یوه قومي مشر حاجي محمدعلي وویل،‌د سولې بهیر سره یوځای کېدل د طالبانو لپاره تر ټولو ښه انتخاب دی.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «د سولې لپاره بېلابېلې کتنې ترسره شوې،‌ خو هغه ټولې یوازې د ښودنې لپاره وې،‌ ځکه چې د اورپکو مشران په خپل واک کې نه دي،»‌

د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وویل، د ۲۰۱۰ له سپتمبر راهیسې،‌ له ۱۱۵۰۰ څخه ډېر طالبان چې د حکومت مشروعیت یې منلی، د سولې بهیر سره یوځای شوي دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د سولې دروازې تل د حکومت د مخالفانو پر مخ پرانستې دي،‌ څو هغوی وکولی شي جنګ بس کړي او د سولې بهیر سره، چې هم د ولس او هم د هېواد په خیر دی، یوځای شي،»

د هغو کسانو له ډلې، چې د سولې بهیر سره یوځای شوي دي، ډېرو وویل، چې هغوی د خپلو مشرانو له خوا غولول شوي ولاو د افغانستان د ګټو پرضد یې جنګونه کول.

په یوه وروستۍ پېښه کې، د نیمروز ولایت په دل آرام ولسوالۍ کې د طالبانو قوماندان لال محمد د اکتوبر په ۱۵مه حکومتي ځواکونو ته تسلیم او د سولې بهیر سره یوځای شو.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «وروسته له دې چې زه پوه شوم چې زه باید اجازه ورنه کړم چې زما وطن ویجاړ کړای شي، ما هغوی پرېښودل او د سولې بهیر سره یوځای شوم،»

هغه وویل، «زه غواړم چې د سولې له لارې د خپل وطن خدمت وکړم، او زه له خپلو همکارانو څخه غواړم چې د سولې لاره ونیسي او د خپل اسلامي حکومت تر څنګ د خپلو خلکو خدمت وکړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500