امنیت

په عکسونو کې: د پاکستان - افغانستان د پولې خوندي کول

پاکستان فارورډ

پاکستاني عسکر د اکتوبر په ۱۸مه د افغانستان او شمالي وزیرستان تر منځ د بېلوونکي نوي کټاره شوي سرحد سره نژدې ګزمه کوي.‌ [عامر قریشي/ای اېف پي]‌

پاکستاني عسکر د اکتوبر په ۱۸مه د افغانستان او شمالي وزیرستان تر منځ د بېلوونکي نوي کټاره شوي سرحد سره نژدې ګزمه کوي.‌ [عامر قریشي/ای اېف پي]‌

د پاکستان د پوځ یو کیموفلاژ شوی نښه ویشتونکی د اکتوبر په ۱۸مه له افغانستان سره د نوي کټاره شوي سرحد سره نژدې د شمالي وزیرستان په کیټون آرچرډ پوسته کې موضع نیسي.‌ [عامر قرېشي/ای اېف پي]

د پاکستان د پوځ یو کیموفلاژ شوی نښه ویشتونکی د اکتوبر په ۱۸مه له افغانستان سره د نوي کټاره شوي سرحد سره نژدې د شمالي وزیرستان په کیټون آرچرډ پوسته کې موضع نیسي.‌ [عامر قرېشي/ای اېف پي]

د پاکستان د پوځ یوه څرخکه د اکتوبر په ۱۸مه د افغانستان د پکتیکا ولایت په اوږدو کې د جنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه کې له نوي کټاره شوي سرحد سره نژدې ګزمه کوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]‌

د پاکستان د پوځ یوه څرخکه د اکتوبر په ۱۸مه د افغانستان د پکتیکا ولایت په اوږدو کې د جنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه کې له نوي کټاره شوي سرحد سره نژدې ګزمه کوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]‌

پاکستاني عسکر د اکتوبر په ۱۸مه د افغانستان او د جنوبي وزیرستان د انګور اډې تر منځ د بېلوونکي نوي کټاره شوي سرحد سره نژدې ګزمه کوي.‌ [عامر قریشي/ای اېف پي]‌

پاکستاني عسکر د اکتوبر په ۱۸مه د افغانستان او د جنوبي وزیرستان د انګور اډې تر منځ د بېلوونکي نوي کټاره شوي سرحد سره نژدې ګزمه کوي.‌ [عامر قریشي/ای اېف پي]‌

تر دې نېټې پورې، کارکوونکیو د پاکستان - افغانستان د پولې په اوږدو کې په ۴۳ کیلومتره اوږده پوله کټاره لګولې ده.‌ د پاکستان د پوځي چارواکو په وینا، د ۲۰۱۸ کال تر پایه پورې به په ټول سرحد باندې کټاره ولګول شي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

یو پاکستانی عسکر د اکتوبر په ۱۸مه، په شمالي وزیرستان کې د نوي کټاره شوي پاکستاني - افغان سرحد په اوږدو کې په کیټون آرچرډ پوسته کې څار کوي.‌ [عامر قریشي/ای اېف پي]‌

یو پاکستانی عسکر د اکتوبر په ۱۸مه، په شمالي وزیرستان کې د نوي کټاره شوي پاکستاني - افغان سرحد په اوږدو کې په کیټون آرچرډ پوسته کې څار کوي.‌ [عامر قریشي/ای اېف پي]‌

انګور اډه، جنوبي وزیرستان -- د پاکستان پوځ د چارشنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۸ مه/ له افغانستان سره سرحد ته ژورنالستان ور وبلل چې د دغه په اسانۍ سره د تېرېدلو راتېرېدلو وړ او اورپکۍ وهلي سرحد د خوندي کولو په برخه کې خپلې هڅې وښیي.

له لسیزو راهیسې، د افغان طالب اورپکو، القاعدې او نورو اورپکو ګروپونو په دې سیمه کې په خوندي توګه فعالیت کاوه،‌ او د استعمار د دورې له دغه سرحد څخه په اسانۍ سره تېرېدل.‌ پاکستان او افغانستان له ډېر وخت راهیسې یو بل په سرحدي سیمه کې، چې اورپکي ترې د سرحد دواړو غاړو ته ویجاړوونکې حملې ترسره کوي، اورپکو ته د خوندي ځایونو په ورکولو تورنوي.‌

د افغانستان د سرحد په اوږدو کې د شمالي او جنوبي وزیرستان په غرنیو قبایلي سیمو کې د یوې ۱۰ فټه لوړې کټارې،‌ چې اغزن سیم په کې لګېدلی، غزېدل پیل شوي دي.‌

بلې خواته، د پوځي کلاګانو پاکستاني عسکر د سرحد په اوږدو کې ټیټې او جیګې، په بوټو پوښلې غونډۍ سکن کوي.‌ په کلاګانو کې دننه،‌ نور عسکر هغه سي سي ټي وي کمرې څاري چې په کټاره باندې لګېدلي دي.‌ دغه کمرې د لمریزې انرژۍ په واسطه د شپې کار کوي.‌

یو پاکستانی عسکر د اکتوبر په ۱۸مه، د افغانستان د پکتیکا ولایت په اوږدو کې د جنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه کې د نوي کټاره شوي سرحد څارنه کوي.‌ [عامر قریشي/ای اېف پي]‌

یو پاکستانی عسکر د اکتوبر په ۱۸مه، د افغانستان د پکتیکا ولایت په اوږدو کې د جنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه کې د نوي کټاره شوي سرحد څارنه کوي.‌ [عامر قریشي/ای اېف پي]‌

په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان یوه جیګپوړي افسر د انګور اډې په حمزه کلا کې ژورنالستانو ته په خبرو کې وویل، دا کټاره د سرحد د کنټرول په برخه کې یو «نوی بدلون» دی. همدارنګه، پوځ خبریالان د څرخکې په وسیله له ۲۰۰ کیلومتره څخه ډېر لیرې په شمالي وزیرستان کې له غلام خان سره نژدې ځای ته بوتلل چې کېټون آرچرډ فورټ وګوري.‌

یاد افسر وویل، چې تر ننه پورې یوازې ۴۳ کیلومتره اوږد سرحد د کټارې په وسیله بېل شوی دی، خو د راتلونکي کال تر پایه به ټول سرحد وپوښل شي. هغه وویل، «د ۲۰۱۸ تر ډسمبر پورې به د نړیوال سرحد یو انچ هم داسې پاتې نشي چې هغه دې ونه څارل شي». دغه پوځي غوښتنه وکړه چې د هغه نوم دې نه اخیستل کیږي.‌

«که خدای کول، کله چې زمونږ کار پای ته ورسېږي،‌ مونږ به د یوه شي په هکله دېر ډاډه اوسو -- چې هیڅوک به هم نشي کولی چې له دې ځای نه تېر شي.»

په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې د څېړنو د انسټیټیوټ رییس محمد امیر رانا پاکستان فارورډ ته وویل، «د پاکستان - افغانستان په سرحد د کټارې لګول یو لوی نوښت دی او دا به د سرحد په اوږدو کې د اورپکو تګ راتګ کم کړي،»

هغه وویل، «زه مطمئن یم چې دا کار به د سرحد دواړو غاړو ته د اورپکو عملیات ۷۰٪ راکم کړي او دا به د ترهګرۍ ضد جګړې په ګټلو کې یو لوی نوښت وي،»

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو د ډیپارټمنټ رییس پروفیسر سید حسین شهید سهروردي وویل، په سرحد باندې باید ډېر پخوا کټاره لګول شوې وای.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «دغه کټاره لګونه به د پاکستان او افغانستان دواړو لپاره سوله تضمین کړي، او دویم دا چې دا به د هغو ترهګرو په نیولو کې مرسته وکړي چې ډېر وختونه د تېرېدلو وړ سرحد له لارو له امنیتي عملیاتو څخه تښتي،»‌

[له پېښور څخه محمد آهل د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500