تروريزم

د ماتې په نژدې کېدلو سره، داعش له ښځو نه وغوښتل چې جنګ وکړي

له قاهرې څخه د ولید ابوالخیر راپور

د داعش د الخنسا لوا ښځینه غړې له ټوپکونو سره په عکس کې ښکاري. [د محمد ال عبدالله له خوا اخیستل شوی عکس]

د داعش د الخنسا لوا ښځینه غړې له ټوپکونو سره په عکس کې ښکاري. [د محمد ال عبدالله له خوا اخیستل شوی عکس]

کتونکي وایي، چې د داعش له خوا په عراق او سوریه کې په هغو سیمو کې، چې لا هم د هغوی په کنټرول کې دي او کړۍ یې ورځ تر بلې ورتنګېږي، له ښځو څخه په دې غوښتنې سره، چې د جګړې له لیکو سره دې یوځای شي، خپله قوي نهیلي ښیي.‌

برتانوي ورځپاڼې انډیپنډنټ د اکتوبر په ۶ مه راپور ورکړ، چې د داعش په اړوندو وېب سایټونو او ټولنیزو رسنیو کې یو روان کمپاین له ښځو څخه غواړي چې وسلو ته دې لاس کړي او د دې ډلې لپاره دې «ځانونه قرباني» کړي.

د ترهګرې ډلې کارپوه او متقاعد مصري پوځي افسر تورن جنرال یحی محمدعلي دیارونا ته وویل، له ښځو نه دا غوښتنه «داسې قوي شواهد وړاندې کوي چې د پرله پسې زیانونو له لیدلو څخه وروسته د دغه ګروپ د غړو شمېر کم شوی دی،»

هغه وویل، په سوریه او عراق کې له پرله پسې ماتو څخه وروسته، د داعش سلګونه جنګیالي ووژل شول او ډېر نور یې وتښتېدل، او ښځینه جنګیالۍ یې د وروستي احتیاطي ځواک په توګه پاتې شوې چې کېدای شي استفاده ترې وشي.‌

علي وویل،‌ «د ۲۰۱۴ کال په پیل کې، دغې ډلې په خپل ډېر شمېر افتخار کاوه، او د ډلې د رسنیو ماشین د مالي، اخلاقي او جنسي اجورو په وعده ورکولو سره خپلې د استخدام هڅې ګړندۍ کړې وې،»

هغه وویل، کله چې د داعش د له منځه وړلو لپاره نړیوالې هڅې پیاوړې شوې او دغې ډلې ته د درنو تاوانونو وراوښتل پیل شول، یادې ډلې د ماشومانو استخدام ته مخه کړه،‌ هغوی یې جګړې ته ورکش او د ځانمرګو بریدونو په ترسره کولو کې استعمال کړل.‌

نوموړي وویل،‌ «اوس، اصلي تمرکز پر ښځو دی چې له پیله له دې ډلې سره یوځای شوې وې، خو تر اوسه یې رول یوازې د ماشومانو راوړلو، لوجیستیکي ملاتړ او په خلافت کې د نورو ښځو څارنې پورې محدود وو،‌»

ښځې د مستخدمینو له خوا په نښه کیږي

د مصر د ابن الولید د مطالعاتو او ساحوي څېړنو په مرکز کې د رسنیو د نوي ډیپارټمنټ رییس ماذن ذکي وویل، په بېلابېلو وختونو کې یو شمېر هغه ځانمرګي بریدونه، چې داعش یې مسؤلیت پر غاړه اخیستی، ښځو ترسره کړي دي.‌

هغه دیارونا ته وویل، که څه هم چې دې ډلې له دغه کار څخه خپل د استخدام پروپاګند کې استفاده کړې، خو دا خبره نوې ده چې داعش له ښځو نه په عام ډول غوښتنه کوي چې د جګړې لپاره دې د هغوی له لیکو سره یوځای شي.

د سپتمبر په میاشت کې په یوه تحلیل کې هغه وویل، د IHS Markit د شخړو د څار ادارې یادونه کړې چې داعش ښځې دې ته جوړوي چې په جګړو کې فعاله برخه واخلي، او دا د هغوی د لیکو د پیاوړي کولو د هڅې د ښودنې لپاره «یو مهم ایډیالوژیک حرکت» دی.‌

د IHS Markit د شخړو د څار اداره کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا یوه جیګپوړي تحلیلګر لوډو ویکو کارلینو وویل، «په داسې حال کې چې داعش په تېر وخت کې له ښځینه ځانمرګو بمي بریدګرو څخه استفاده کوله خو په موصل کې یې د تمرکز پر وخت دا کار ونه کړ او د ښځو له خوا د رهبري شویو ځانمرګي بمي بریدونو اوسنۍ شمېرنې له ۴۰ څخه ډېر ښیي،»

هغه وویل، «دا لا روښانه نه ده چې آیا په ښځینه ځانمرګو بمي بریدونو کې ډېروالی په ساده ډول د داعش د مقاومت د وروستيو پروګرامونو نتیجه ده که یادې ډلې ښځې دې ته جوړې کړي چې دغه بریدونه ترسره کړي، یا هم دا چې هغه د داسې یوه پراخ میلان پیل په ګوته کوي چې ښځینه جنګیالۍ غواړي چې د دغې ډلې په جنګونو کې برخه واخلي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500