امنیت

په زور اخیستل، وژل، او سوزول د هغو لارو له جملې څخه دي چې طالبان پرې افغانان وېروي

د سلیمان راپور

طالبان د جولای په ۱۸مه د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز په لمنو کې له خپلو وسلو سره ولاړ دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ۲۰۱۷ په لومړۍ نیمایي کې په افغانستان کې د ملکي خلکو مړینې د ۱۶۶۲ تنو ریکارډ کچې ته ورسېدې. [فریدالله احمدزی/ای اېف پي]

طالبان د جولای په ۱۸مه د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز په لمنو کې له خپلو وسلو سره ولاړ دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ۲۰۱۷ په لومړۍ نیمایي کې په افغانستان کې د ملکي خلکو مړینې د ۱۶۶۲ تنو ریکارډ کچې ته ورسېدې. [فریدالله احمدزی/ای اېف پي]

کابل -- طالبان او د ورته فکر نور اورپکي ګروپونه په زور د پیسو اخیستلو، سوزولو، وژلو، د مخابراتي شبکو د ویجاړولو او په جبري توګه د بې کوره کولو په شمول د افغانانو پر ضد د بې رحمانه جنایتونو ترسره کولو ته دوام ورکوي.‌

په جوزجان ولایت کې د خانقاه ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد اکرم سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو د یادې ولسوالۍ د سیمو اوسېدونکیو ته امر کړی دی چې د خپلو کرنیزو ځمکو او مالدارۍ په سر د کال ۱۰۰۰۰۰ (۱۴۶۵ ډالره) افغانۍ عشر او زکات ورکړي،»

هغه وویل، «خو ډېرو اوسېدونکيو د دغو تادیاتو وس نه درلود، او مجبور شول چې خپل کورونه پرېږدي.»

د جوزجان د والي یوه ویاند محمد رضا غفوري د اکرم خبرې تایید کړې.

د ۲۰۱۶ د جون د ۲۸مې یو عکس د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د یوه کور سوزېدلي پاتې شوني ښیي.‌ د ۲۰۱۶ په می کې د داعش اورپکو د هغو خلکو کورونو ته اور ورته کړ چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ یې جګړه کوله. [خالد زېری]‌

د ۲۰۱۶ د جون د ۲۸مې یو عکس د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د یوه کور سوزېدلي پاتې شوني ښیي.‌ د ۲۰۱۶ په می کې د داعش اورپکو د هغو خلکو کورونو ته اور ورته کړ چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ یې جګړه کوله. [خالد زېری]‌

دا عکس، چې د اپریل په ۱۴مه اخیستل شوی، د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي د کور خرابه ښیي. د داعش غړو د اپریل په ۱۲مه د هغه کور ځکه والوزاوه چې د هغه زوی له افغان حکومت سره کار کوي. [خالد زېری]

دا عکس، چې د اپریل په ۱۴مه اخیستل شوی، د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي د کور خرابه ښیي. د داعش غړو د اپریل په ۱۲مه د هغه کور ځکه والوزاوه چې د هغه زوی له افغان حکومت سره کار کوي. [خالد زېری]

طالبانو د اپریل په ۲۹مه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د پولیس افسرانو کورونو ته اور ور واچاوه. [خالد زیری].

طالبانو د اپریل په ۲۹مه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د پولیس افسرانو کورونو ته اور ور واچاوه. [خالد زیری].

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له اوسېدونکیو څخه په زور د پیسو اخیستلو سربېره... طالبان هغوی دې ته مجبوروي چې عشر او زکات تادیه کړي. که تاسو پیسې ونه لرئ، هغوی مو مالونه له ځانونو سره بیایي.»

غفوري وویل، «په جوزجان کې د طالبانو پر ضد عملیات شروع شوي دي، او دا به تر هغه وخته دوام وکړي چې ټول کلي په بشپړ ډول تصفیه شي،»

د مخابراتی خدمتونو بندول

په ورته وخت کې، په فراه او غزني ولایتونو کې طالبان مخابراتي شرکتونه ګواښي او دغه شبکې نړوي.

د فراه د والي ویاند نصر مهري سلام ټایمز ته وویل، «د اکتوبر له ۱۱مې راهیسې، طالبان خصوصي مخابراتي کمپنۍ ګواښي، او هغوی دې ته مجبوروي چې خپل انټنونه بند کړي،»

هغه وویل، «طالبانو کمپنیو ته ګواښ وکړ، او خبر یې ورکړ چې که هغوی مالیه ورنه کړي، طالبان به هغوی له فعالیت څخه منع کړي،» او زیاته یې کړه چې «هڅې روانې دي چې د کمپنیو فعالیتونه بیا له سره پیل شي.»

په غزني کې، چارواکي د عین ډول وضعیت خبره کوي.‌

د غزني د ولایتي شورا رییس خالقداد اکبري سلام ټایمز ته وویل، «د اکتوبر په ۸ مه، طالبانو په دغه ولایت کې درې انټنونه ویجاړ کړل، او د غزني په خواوشا سیمو کې یې د اوسېدونکیو لپاره ټیلیفوني ارتباطات له ستونزو سره مخامخ کړل،»

هغه وویل، «که طالبان خپلو جنایتونو ته دوام ورکړي، په دغه ولایت کې به ټول مخابراتي او انټرنټي فعالیتونه بند شي،»

د کورونو سوزول

د بادغیس ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې د اکتوبر په ۶ مه د طالبانو یوه برید له ۲۰۰ تنو څخه ډېر اوسېدونکي وروسته له هغه د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبور کړل چې اورپکو ډېر کورونه وسوزول.‌

د آب کمري ولسوالۍ د تګاب رباط کلي یوه اوسېدونکي جارالله، چې د ولایت په مرکز کې د قلعه نو سیمې ته تښتېدلی، وویل، «طالب اورپکو زمونږ کلي ته په راننوتلو سره په کورونو ډزې شروع کړې، چې یو شمېر کلیوال یې ټپیان کړل،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی ډېر کورونه وسوزول. زما مېرمنې، پنځو ماشومانو او ما وکولی شوای چې د شپې په تیاره کې راوځو.»

وروسته، هغه د هغو ویجاړتیاو په هکله خبر شو چې طالبانو رامنځته کړي ول.‌

هغه وویل، «طالبانو زمونږ ټول ملکیتونه راوسوزول. تر دې چې هغوی زمونږ مالونه له ځانونو سره بوتلل. مونږ کلیوالو ته هېڅ شي هم نه دي راپاتې... مونږ نور نشو کولی چې د پخوا په څېر په خپل کلي کې ژوند وکړو.»

جنګ، جبري بې کوره کېدل

د سپتمبر په وروستیو کې، طالبانو د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ په فندوقستان دره کې په اوسېدونکیو باندې برید وکړ.

په ولسي جرګه کې د پروان ولایت یوې استازې ذکیې سنګین وویل، «د سپتمبر په ۲۹مه، په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه لوی برید کې یو شمېر ملکي خلک ووژل شول او نور ټپیان شول. سربېره پر دې، د فندوقستان درې او خواوشا سیمو له ۲۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبورې شوې.»

د دغه ولایت د امنیه قوماندان زمان مموزي په وینا، افغان سرتېرو د اکتوبر په ۴ مه د سیمې کنټرول بېرته ترلاسه کړ.‌

هغه طلوع نیوز ته وویل، «طالبان له سیمې څخه ووتل او میدان وردک ولایت ته لاړل. ځواکونو همدارنګه له یاغیانو څخه موټرونه او وسلې ونیول.»

له پنځه ورځې اوږد جنګ څخه وروسته ویجاړتیاوې معلومې شوې.

د فندوقستان درې یوه اوسېدونکي محمد رسول، چې له خپلې کورنۍ سره یې کابل ته پناه وړې، وویل، «کله چې طالبانو ناڅاپه زمونږ په کلي حمله وکړه، مونږ، له سلګونو نورو کورنیو سره یوځای، وتښتېدلو چې خپل ځانونه خوندي کړو، او خپل ټول ملکیتونه مو ځای پرځای پرېښودل،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «وروسته، امنیتي ځواکونو زمونږ سیمه له طالبانو څخه پاکه کړه. کله چې زه خپل کور ته ستون شوم، ما ولیدل چې طالب اورپکو زمونږ ملکیتونه او هغه لږې غوندې پیسې چې مونږ په کور کې لرلې، له ځانونو سره وړې دي. هغوی زمونږ د ګاونډیانو شتمنۍ هم لوټ کړې وې.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500