تروريزم

د طالبانو او داعش له خوا په جوماتونو کې په قصدي توګه د ملکي خلکو په نښه کول 'غیرانساني' کار دی

د سلیمان راپور

د کابل له هغه جومات څخه د شنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۱ مه/ څو ساعته وروسته له هغه، چې د ماښام د لمانځه پر وخت یوه ځانمرګي بمي بریدګر لسګونه شیعه عبادت کوونکي ووژل، لا هم د مرګ بوی راووت. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د اکتوبر په میاشت کې د څلورو ورځو په ترڅ کې سلګونه ملکي خلک په هغو بریدونو کې، چې طالبانو او داعش یې مسؤلیت واخیست، ووژل شول یا ټپیان شول.‌

دغو بریدونو، په تېره بیا هغه چې داسې خلک یې په نښه کړل چې په جوماتونو کې یې لمونځونه کول، د علماوو، د بشري حقونو د سازمانونو او عامو افغانانو سخته غوسه راوپاروله او دغه کار یې وغانده.‌

داعش د هغه ځانمرګې چاودنې مسؤلیت پرغاړه واخیستچې د اکتوبر په ۲۰ مه د جمعې د ورځې د ماښام د لمانځه په ترڅ کې یې په کابل کې په امام زمان جومات کې ۵۶ تنه شیعه عبادت کوونکي ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.‌ په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم موجود ول.

په همدې ورځ یوه بل ترورستي برید د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د سنیانو یو جومات په نښه کړچې لږ تر لږه ۱۰ تنه افغانان یې ووژل.‌

یو افغان د پاخه عمر سړی د اکتوبر په ۲۳ مه په کابل کې په امام زمان جومات کې وروسته له هغه ژاړي چې د اکتوبر په ۲۰ مه د جمعې د ورځې د ماښام په لمانځه کې یوه ځانمرګي برید لسګونه سړي، ښځې او ماشومان ووژل. داعش د دغه برید مسؤلیت پرغاړه واخیست. دا یو له هغو څو بریدونو څخه وو چې د څلورو ورځو په ترڅ کې یې سلګونه افغانان ووژل یا ټپیان کړل. [شاه مری/ای اېف پي]‌

یو افغان د پاخه عمر سړی د اکتوبر په ۲۳ مه په کابل کې په امام زمان جومات کې وروسته له هغه ژاړي چې د اکتوبر په ۲۰ مه د جمعې د ورځې د ماښام په لمانځه کې یوه ځانمرګي برید لسګونه سړي، ښځې او ماشومان ووژل. داعش د دغه برید مسؤلیت پرغاړه واخیست. دا یو له هغو څو بریدونو څخه وو چې د څلورو ورځو په ترڅ کې یې سلګونه افغانان ووژل یا ټپیان کړل. [شاه مری/ای اېف پي]‌

څو ورځې مخکې،‌ د اکتوبر په ۱۷مه، طالبانو په پکتیا ولایت کې د پولیسو په یوه مرکز برید وکړاو لږ تر لږه ۴۱ تنه افغانان -- ۲۱ تنه پولیس افسران او ۲۰ تنه ملکیان-- یې ووژل.‌ په عین ورځ د طالبانو یوه بل برید، چې په غزني ولایت کې د پولیسو یوه مرکز سره نژدې وشو، ۲۵ تنه امنیتي منسوبان او ۵ تنه ملکي خلک ووژل.‌

د ملکي تلفاتو په ډېرېدلو اندېښنه

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي وویل، «مونږ په پکتیا ولایت کې د طالبانو برید او د کابل په امام زمان جومات ځانمرګی برید، او همدارنګه د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې په جومات باندې شوی برید په سختو ټکو غندو،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د یاغیانو له خوا د ملکي خلکو په تلفاتو کې د ډېرښت له امله سخت اندېښمن یو،»

هغه وویل، «د جوماتونو او ملکي خلکو په نښه کول یو غیرانساني او غیرقانوني کار دی چې له اسلامي اساساتو او د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي. هغه له بشري حقونو څخه سخته سرغړونه، د بشریت پر ضد جرمونه او جنګي جنایتونه ګڼل کیږي.»

صدیقي وویل، «مونږ له حکومت څخه غواړو چې د ملکي خلکو قاتلان له قانوني پلوه تعقیب کړي،»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشر تدامیچي یاماموټو د اکتوبر په ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې وویل، «د لمانځه پر وخت د خلکو پر ضد دغه ظالمانه او بې معنی بریدونه وحشتونه دي،»

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۲۰۱۷ د لومړیو ۹ میاشتو په دوران کې، په شیعه مسلمانانو باندې په داسې حال کې، چې هغوی په خپلو جوماتونو یا مذهبي مراسمو کې سره راغونډ شوي ول، بریدونو ۲۷۸ تنو ته تلفات ور اړولي دي -- چې ۸۴ کسان په کې وژل شوي او ۱۹۴ تنه نور یې ټپیان شوي دي.‌

یاماموټو وویل، «هغه کسان چې د دغو بریدونو ډېر مسؤلیت ورګرځي باید عدالت ته راکش کړای شي،»

د ملکي خلکو قصدي وژل

د عیني شاهدانو په وینا، په امام زمان جومات کې، بریدګر ملکي خلک په قصدي توګه په نښه کړل.

یوه ځایي اوسېدونکي او د برید عیني شاهد علي وویل، «ما د جومات په حوېلۍ کې اودس کاوه چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د عبادت کوونکيو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ځانمرګي بریدګر له ځان الوزولو څخه مخکې د ښځو منځ ته، چې د جومات بل اړخ کې یې لمونځونه کول، دوه لاسي بمونه ور وغورځول چې په نتیجه کې یو شمېر ښځې او ماشومان ووژل شول او ټپیان شول.»

په ولسي جرګه کې د پکتیا یوه استازي نواب منګل وویل، چې د پکتیا د پولیسو په مرکز د طالبانو د برید ملکي قربانیانو د خپلو تذکرو یا پاسپورټونو ترلاسه کولو ته انتظار کاوه.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د قربانیانو په منځ کې یو ځوان سړی وو چې هغه غوښتل د خپلې مور لپاره پاسپورټ واخلي چې حج ته یې ولېږي،»

د پکتیا ولایت یوه اوسېدونکي محب الله سلام ټایمز ته وویل، «زما ورور د دې لپاره تللی وو چې د خپلو دوه زامنو لپاره تذکرې واخلي او د راتلونکي کال لپاره یې په ښوونځي کې شامل کړي، خو هغه په چاودنه کې شهید شو. زما له ورور نه دوه وړې لوڼې او دوه زامن چې ۸ او ۱۰ کاله عمرونه لري پاتې دي.»

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش سلام ټایمز ته وویل، «ترهګر ګروپونه دا زور نه لري چې له امنیتي ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي،‌ له دې امله، هغوی ځانمرګي بریدونه کوي او ملکي خلک په نښه کوي چې هغه سختې ماتې پرې جبیره کړي چې هغوی ته د جګړې په ډګر کې ور رسیږي.»

د اسلام دښمنان

د حج او اوقافو د وزارت مرستیال عبدالحق عابد سلام ټایمز ته وویل،‌«بهرني هېوادونه له ترهګرو ګروپونو سره په ملګرتیا هڅه کوي چې په افغانستان کې د نژادي او فرقه یي ګروپونو تر منځ وېشونه رامنځته کړي، خو هغوی به هېڅکله په خپله دې غیراسلامي اجنډا کې بریالي نشي،»

د علماوو د ملي شورا رییس قیام الدین کشاف سلام ټایمز ته وویل، «په جوماتونو او مذهبي ځایونو باندې بریدونه کول او د عبادت کوونکیو وژل غیر اسلامي، غیرانساني او غیرمذهبي کارونه دي چې هېڅ توجیه نه لري. د عبادت ځایونو او عبادت کوونکیو په نښه کول په هېڅ مذهب یا فرقه کې ځای نه لري.»

د کابل یوه ۳۳ کلن اوسېدونکي سید جواد سلام ټایمز ته وویل، «د ترهګرو ګروپونو معمول قربانیان تل بې ګناه افغانان دي.‌ طالبان او داعش په اسلام یا انسانیت باندې حقیقي عقیده نه لري. د ملکي او بې ګناه خلکو وژل د ټولو اسلامي اساساتو او انساني ارزښتونو خلاف کار دی.»‌

په غور ولایت کې د چاریار مقیم جومات امام مولوي محمد صابر سلام ټایمز ته وویل، «جوماتونه د خدای کورونه او د عبادت ځایونه دي. د دغو مقدسو ځایونو په نښه کولو سره،‌ طالبان او داعش دا ثابتوي چې هغوی په اسلام، قران یا جومات عقیده نه لري.»

هغه وویل، «هغوی د اسلام او افغانستان دښمنان دي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500