تروريزم

د بن لادن نوي خپاره شوي اسناد د القاعدې - ایران په اړیکو رڼا اچوي

ای اېف پي

نوي خپاره شوي مدارک د ایران او القاعدې تر منځ یو پټ ارتباط په ګوته کوي.‌ له ډېره وخته داسې فکر کېده چې د اسامه بن لادن زوی حمزه د ایران تر مصؤنیت لاندې ژوند کوي،‌ او تر دې چې د القاعدې وژل شوي مشر ان د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي ته یو لیک هم لیکلی وو.‌ په عکس کې‌،‌ د لبنان د اورپکي شیعه حزب الله حرکت ځوان ملاتړي د ایران د اسلامي جمهوریت د مؤسس، آیت الله روح الله خمیني (چپ) او د ایران د ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي (چپ ۲)‌ انځورونه، په داسې حال کې چې هغوی د ۲۰۱۷ د مارچ په ۱۸مه د لبنان په جنوبي ښار کفر حته کې د حزب الله د یوه جنګیالي د جنازې په مراسمو کې، چې په سوریه کې په جنګ کې وژل شوی دی،‌ روان دي،‌ له ځانونو سره لېږدوي. [محمود زیات/ای اېف پي]‌

واشنګټن -- د متحده ایالاتو مرکزي استخباراتي ادارې (سي آی ای) د چارشنبې په ورځ‌ /د نومبر ۱/ د القاعدې د اسنادو یو پراخ آرشیف خپور کړ. په دغه آرشیف کې د اسامه بن لادن په لاس لیکلي یادښتونه، چې په ۲۰۱۱ کال کې په پاکستان کې د هغه په استوګنځي د برید پر وخت ترلاسه شوي ول، هم شامل دي.‌

تر دې مخکې سي آی ای داسې اسناد افشا کړي ول چې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د ډلګۍ (SEALs) له خوا د القاعدې د افراطي شبکې د مشر د ایبټ اباد په کور د هغه د وژونکې حملې په ترڅ کې ترلاسه شوي ول.‌

د ۴۷۰۰۰۰ اضافي فایلونو په وروستۍ خپره شوې ګېډۍ کې د بن لادن د زوي حمزه د لویوالي لومړني عام انځورونه هم شامل دي.

هغه پوهان چې د هغو اسنادو کلېکسیون یې لیدلي چې نور نو محرم نه ګڼل کیږي، وایي، چې دغو اسنادو له ایران سره د القاعدې په پټو اړیکو نوې رڼا واچوله.‌

د سي آی ای له خوا د نومبر په ۱ خپرې شوې ویډیو څخه په اخیستل شوي سکرین شاټ کې،‌ د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن (چپ)‌ په ایران کې د خپل واده مراسم ترسره کوي.‌

د سي آی ای له خوا د نومبر په ۱ خپرې شوې ویډیو څخه په اخیستل شوي سکرین شاټ کې،‌ د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن (چپ)‌ په ایران کې د خپل واده مراسم ترسره کوي.‌

د سي آی ای له خوا د نومبر په ۱ یوه خپره شوې ویډیو د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د زوي حمزه بن لادن د لویوالي لومړني عکسونه ښیي.‌

د سي آی ای له خوا د نومبر په ۱ یوه خپره شوې ویډیو د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د زوي حمزه بن لادن د لویوالي لومړني عکسونه ښیي.‌

په ایران کې واده

د حمزه بن لادن د واده د ویډیو موجودیت نړۍ ته د یوه لوی کس په توګه د بن لادن د په زړه پورې زوي په هکله لومړی تصویر ورکوي.‌ دا څرګنده ده چې دغه ویډیو په ایران کې جوړه شوې ده.‌

د ۲۰۱۵ په می کې د ای اېف پي له خوا د ترلاسه شویو لیکونو په شمول د نورو پخوانیو اسنادو په اساس،‌ بن لادن حمزه دې ته چمتو کاوه چې د القاعدې د نړیوال جهادي کمپاین د مشر په توګه د هغه ځایناستی شي.‌

خو دا پلانونه چې هغه دې د بن لادن د ایبټ آباد پټنځای ته راشي په ښکاره د متحده ایالاتو د مرګوني برید څخه وروسته شنډ شول، او فکر کیږي چې دغه ځوان سړی -- چې اوس ۲۷ یا ۲۸ کاله عمر لري -- په ایران کې دی.‌

د ډیموکراسیو د دفاع فاونډېشن پوهان توماس جوسلین او بېل روګیو چې په عام ډول له خپرېدلو څخه مخکې یې دغه کلیکسیون ته د لاسرسي اجازه ترلاسه کړې وه، د ډیموکراسیو د دفاع فاونډېشن د لانګ وار ژورنال بلاګ ته لیکلي وو چې یو له نویو خپرو شویو اسنادو څخه یوه ۱۹ پاڼیزه لیکنه ده چې له ایران سره د القاعدې ارتباطات په ګوته کوي او د بن لادن د مرستیال له خوا لیکل شوې وه.‌

د سي آی ای رییس مایک پومپیو تېره میاشت د ډیموکراسیو د دفاع فاونډېشن په کوربه توب دایر شوي یوه سیمینار کې وویل، چې «هلته ارتباطات موجود ول، هلته ارتباطات شته. داسې وختونه ول چې ایرانیانو له القاعدې سره څنګ په څنګ کار کاوه،»

هغه زیاته کړه، «لږ تر لږه، ارتباطات موجود ول،‌ بیا هغوی ارتباطات سره پرې کړي ول څو یو په بل پسې څرګند نشي،»

یو کاري ارتباط

د دغه ارتباط پوره اندازه او صحیح ماهیت روښانه نه دی او د پوهانو او پالیسي جوړوونکیو تر منځ‌ د یوې شخړې په توګه پاتې دی.

یو لاس ته، تهران او په لویه کې په منځني ختیځ کې د هغوی استازي شیعه ځواکونه اکثر وختونه د هغو سني حرکتونو پر ضد جګړه کوي چې د القاعدې له عمیقې فرقه یي ایډیالوجۍ سره په یوه ردیف کې واقع دي. د مثال په توګه، د ایران له خوا ملاتړ کېدونکی حزب الله د القاعدې د ارتباطي سوریایي یاغیانو پر ضد په جګړه کې ښکېل دي.‌

خو د حمزه او نورو جیګپوړو اورپکو څېرو دا څرګنده وړتیا، چې د ایران تر مصؤنیت لاندې کار کوي، دا نظر حمایه کوي چې تهران او د حمزه پلار په خپلو کې سره یوه کاري اړیکه لرله.‌

یو سند، چې جوسلین او روګیو لیکلی، څرګندوي چې څنګه ایران د القاعدې «سعودي ورونو» ته په دې شرط روزنه، پیسې او وسلې وړاندې کول چې هغوی په خلیج کې د متحده ایالاتو په ګټو باندې بریدونه وکړي.‌

خو ځینې اسناد بیا د تهران او القاعدې تر منځ سخت مخالفتونه په ګوته کوي. یو ځل بن لادن د ایران مشر، آیت الله علي خامنهه یي، ته لیکلي چې د خپلو خپلوانو د خلاصي غوښتنه ترې وکړي.‌

جوسلین لیکي، «نور اسناد ښیي چې القاعدې یو ایرانی دپلومات د دې لپاره وتښتاوه چې یوې تبادلې ته یې مجبور کړي،»

«د اسامه بن لادن مراسلات ښیي چې هغه او د هغه مرستیالان هم اندېښمن ول چې ایرانیان به د حمزه یا د کورنۍ د نورو غړو له خوشې کولو څخه وروسته پل پسې واخلي.»‌

سربېره پر دې، روګیو او جوسلین وایي، «بن لادن پخپله داسې پلانونه په پام کې لرل چې په منځني ختیځ کې د ایران د نفوذ،‌ چې هغه مخرب ګڼل، مخه ونیسي.»

خو هغوی استدلال کوي چې تحلیلونه ښیي چې القاعدې دا وړتیا لرله چې د ایران په خاوره «د چمتووالي مرکز» فعال وساتي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500