امنیت

کونړ لسګونو طالب اورپکو ته د سولې بهیر سره د یوځای کېدلو له امله ښه راغلاست وویل

د خالد زېري راپور

په کونړ ولایت کې د مشرقي محاذ په نامه د وسله والو طالبانو یوه غښتلې ۴۵ کسیزه ډله د سولې پروسې سره یو ځای شوه.‌ دغه ګروپ له ۱۵ کالو راهیسې د یاد ولایت په خاص کونړ، سرکاڼو، نورګل او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د حکومت پر ضد جګړه کوله. دا له یوې لسیزې څخه په ډېره موده کې تر ټولو لوی ګروپ دی چې تسلیمېږي. د کونړ ولایت والي وحیدالله کلیمزی غونډې ته خبرې کوي. [سلام ټایمز]‌

کونړ -- په کونړ ولایت کې د مشرقي محاذ په نامه د طالبانو یو ۴۵ کسیز پیاوړی جنګي یونټ د سولې بهیر سره یوځای شو.‌

دغه ګروپ له ۱۵ کالو راهیسې د یاد ولایت په خاص کونړ، سرکاڼو، نورګل او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د حکومت پر ضد جګړه کوله. دا له یوې لسیزې څخه په ډېره موده کې تر ټولو لوی ګروپ دی چې تسلیمېږي.

د ولایتي ادارې چارواکو د موټرو یو اوږد کاروان برابر کړی وو چې پخواني طالب یاغیان له خاص کونړ ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز اسداباد ته، چې هلته د نومبر په ۱ نېټه د هغوی د ښه راغلاست لپاره مراسم نیول شوي ول، بدرګه کړي. د سلام ټایمز خبریال په یادو مراسمو کې برخه اخیستې وه.‌

سولې ته ښه راغلاست

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي په دغو مراسمو کې د خبرو کولو پر وخت وویل، «موږ دې ورونو ته هر کلی وایو چې جګړه یې پرېښوده او له دې اسلامي او مشروع حکومت سره یو ځای شول تر څو په دې وطن کې نور امن راشي او د ولس نوره وینه تویېدا ودرول شي،»‌

طالب اورپکي د نومبر په ۱ په اسداباد کې په لیکه کې انتظار کوي چې خپلې وسلې مقاماتو ته تسلیم کړي.‌ [خالد زېری]

طالب اورپکي د نومبر په ۱ په اسداباد کې په لیکه کې انتظار کوي چې خپلې وسلې مقاماتو ته تسلیم کړي.‌ [خالد زېری]

طالب یاغیان د نومبر په ۱ په اسد اباد کې خپلې وسلې سپاري. [خالد زېری]

طالب یاغیان د نومبر په ۱ په اسد اباد کې خپلې وسلې سپاري. [خالد زېری]

والي وویل، «کونړ که د جهاد دروازه ده، نو د سولې دروازه هم ده، او نور ګروپونه هم چمتو دي چې د سولې بهیر سره یو ځای شي،»

د دغه ګروپ قوماندان سمیع الله ملنګیار په دې غونډه کې وویل، «تر اوسه پورې مونږ جګړه کوله، خو مونږ نه پوهېدو چې مونږ خپل وطن ورانوو،»

ملنګیار وویل، «مونږ فکر کاوه چې زمونږ جنګ د اسلام لپاره دی. مونږ ته ویل کېدل چې د حکومت کارکوونکي باید ووژل شي، او له دې امله، مونږ جګړه کوله،»

هغه وویل، «خو، اوس مونږ پوهېږو چې دا جنګ د اسلام لپاره نه دی، بلکې... د خارجیانو او د سیاست لپاره دی،له دې امله،‌ مونږ راغلو او خپلې وسلې مو تسلیم کړې او مونږ به خپله ټوله هڅه وکړو چې د هېواد په بیارغونه کې برخه واخلو.»‌

د کونړ د ولایتي شورا رییس جمال الدین سیار په افغانانو تاکید وکړ چې سره یو موټی شي او له اورپکو څخه یې وغوښتل چې تسلیم شي.‌ نوموړي وویل، «که مونږ سره په اتفاق نشو، زمونږ وطن نور هم خرابېږي، او زه په نورو وسله والو هم غږ کوم چې راشي او د پردیو لپاره له روانې کړې جګړې څخه لاس واخلي. دا وطن یووالي او بیارغونې ته ضروت لري؛‌ ټوپک او تورې ته ضرورت نه لري.»‌

هغه وویل، اوس د تورې وخت نه دی-- اوس د بیارغونې او سولې وخت دی، او زیاته یې کړه چې حکومت باید پخوانیو اورپکو ته کاري فرصتونه برابر کړي چې هغوی وکولی شي په سوله کې ژوند وکړي.‌

تمه ده چې نور یاغیان هم سوله وکړي

د کونړ د سولې د ولایتي شورا رییس محمد اسماعیل عندلیب وویل، ملنګیار ته به تر شپږو میاشتو پورې د میاشتې ۸ زره افغانۍ او له هغه سره راغلیو کسانو ته به د میاشتې ۶ زره افغانۍ تادیات ورکول شي.‌

هغه زیاته کړه، «مونږ هڅه کوو چې هغوی ته حرفوي روزنه ورکړو او کاري فرصتونه ورته برابر کړو چې د هغوی په ژوند کې ښه والی راشي،»

ملنګیار او کلیمزي دواړو وویل، چې په نژدې راتلونکي کې به نور طالب اورپکي هم د سولې بهیر سره یوځای شي.

ملنګیار وویل چې هغه د طالبانو له یو شمېر نورو قوماندانانو سره هم خبرې کړې دي او هغوی نیت کړی دی چې ژر به تسلیم او ملکي ژوند ته راوګرځي.

کلیمزي وویل، «تر اوسه پورې، ۴۶۵ تنه یاغیان، چې د حکومت پر ضد یې جګړه کوله، په کونړ ولایت کې د سولې بهیر سره یوځای شوي دي او ۴۵ تنه دا دي چې نن ورځ تسلیم شول، او په دې توګه د ټولو هغو کسانو شمېر چې په کونړ کې د سولې بهیر سره یوځای شوي دي، ۵۱۰ تنو ته رسوي،» خو هغه د هغې مودې په هکله څه ونه ویل چې ۴۶۵ کسان په کې تسلیم شوي دي.

هغه وویل، «مونږ له ۱۸۰ تنو نورو اورپکو سره هم خبرې کړي دي چې هغوی به هم ژر خپل وسله وال فعالیتونه بس کړي، مونږ د هغوی راتګ ته چمتووالی کوو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500