زده کړه

|

د کابل پوهنتون فارغانو د ښځو مطالعاتو کې لومړۍ ماسټري ترلاسه کړه

ای اېف پي

د ښځو د مطالعاتو په برخه کې د افغانستان لومړنیو فارغانو د نومبر په ۵ مه د فراغت خولۍ په سر او لباسونه پر تن کړل.‌ د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (يو اېن ډي پي) او د پوهنتون د چارواکو په وینا،‌ کابل پوهنتون په هېواد کې د لوړو زده کړو لومړنۍ موسسه ده چې داسې یو پروګرام وړاندې کوي چې هغه د جنسیت یا جنډر او د ښځو په مسایلو تمرکز کوي.‌ [شاه مراعي/ ای اېف پي]‌

کابل -- د ښځو د مطالعاتو په برخه کې د افغانستان لومړنیو فارغانو د یکشنبې په ورځ /د نومبر ۵ مه/ د فراغت خولۍ پر سر او لباسونه پر تن کړل چې په دغه سړي واک هېواد کې د فراغت دا غیرعادي اسناد ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (يو اېن ډي پي) او د پوهنتون د چارواکو په وینا،‌ کابل پوهنتون په هېواد کې د لوړو زده کړو لومړنۍ موسسه ده چې داسې یوه ډګري وړاندې کوي چې هغه د جنسیت یا جنډر او د ښځو په مسایلو تمرکز کوي.‌

د ماسټرۍ په دغه دوه کلن کورس کې چې د جنوبي کوریا له خوا تمویل او د یو اېن ډي پي له خوا چلول کېده،‌ د نورو له منځه د ښځو او نرانو د برابري تیوریانې، رسنۍ، مدني ټولنه او د شخړو حل تر پوښښ لاندې نیول شوي ول.‌

د ښځو د مطالعاتو په برخه کې د ماسټرۍ له دغه دوه کلن پروګرام څخه ۱۵ تنه سړي او ۷ تنه ښځې فارغ شول.‌ دا یو داسې کورس دی چې په ۱۹۹۶-۲۰۰۱ کې د طالبانو د قید لرونکې واکمنۍ پر وخت یې فکر هم نه کېده.‌ [شاه مراعي/ ای اېف پي]‌

د طالبانو د قید لرونکې واکمنۍ (۱۹۹۶-۲۰۰۱) پر وخت، چې ښځې په لویه کچه خپلو کورونو پورې محدودې او له تعلیم څخه ایسارې کړای شوې وې،‌ د داسې یوې ډګرۍ په هکله فکر هم نشو کېدلی.

په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو په مشرۍ حملې څخه وروسته، چې طالبان یې نسکور کړل، د ښځو د حقونو خوندیتوب کې ښه والی راغلی دی،‌ خو لا هم په دې سړي واکه ټولنه کې ښځې قید پاتې دي.‌

په ۲۲ فارغانو کې د مجتبی عارفي په شمول ۷ کسان نارینه ول.‌

عارفي په داسې حال کې، چې خپل تصدیق ترلاسه کولو ته یې انتظار کاوه، ای اېف پي ته وویل، «دا د یوه بدلون پیل دی،»

هغه وویل، «د دې پروګرامونو له لارې، مونږ کولی شو چې په خپله ټولنه کې د ښځو ځای او موقف وپېژنو. دا امکان شته چې مونږ د لوېدیځ په څېر د جنسیت د برابري سطحې ته ورسېږو.»

یوې بلې فارغې، سجیې صدیقي، وویل چې هغې هیله لرله چې د هغې ټولګیوال به خپلې ډګریانې په افغانستان کې د ښځو د حالت د ودې لپاره وکاروي.‌

هغې وویل، «په یوه لنډه موده کې،‌ مونږ نشو کولی چې کوم ډراماتیک بدلون راولو، خو د خپلو لوړو زده کړو له لارې، مونږ کولی شو چې د خپلې ټولنې په بدلون کې مرسته وکړو او د خپلو خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو خدمت وکړو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

Ca mobile no 0

0 تبصره

* ضروري برخې ښيي
Captcha

مهم خبرونه

چارواکي وایي، په سوریه کې د ایران د ګټو لپاره جنګېدونکي افغانان به په وطن کې تر قانوني تعقیب لاندې راشي

دغه خبرداري د هغو افغانانو په هکله دي، چې د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکې فاطمیون لوا له خوا استخدامیږي، او د سوریې د ولسمشر بشار الاسد او روسیې تر څنګ جنګ کوي.

د رایو شمېر

آیا کېدای شي چې د روسیې په هڅو طالبان او افغان حکومت د سولې یوې دوامدارې هوکړې ته ورسېږي؟‌

نتایج وګورئ