امنیت

پر تلوېزیون سټېشن د داعش له برید څخه وروسته ژورنالست وویل 'هغوی نشي کولی چې زمونږ غږ چوپ کړي'

ای اېف پي

وسله والو سړیو، چې ځانونه یې د پولیسو په څېر جوړ کړي ول، د نومبر په ۷ مه په کابل کې پر یوه تلوېزین سټېشن برید وکړ، چې لږ تر لږه ۲ کسان یې ووژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل. دغه برید، چې داعش یې د ترسره کولو پړه پر غاړه اخیستې، خواوشا درې ساعته روان وو، او بیا افغان ځانګړیو ځواکونو بریدګر له پښو وغورځول او هغه کارمندان، چې په ودانۍ کې دننه ایسار پاتې ول، ازاد کړل. [ازادي راډېو/ای اېف پي]‌

کابل -- وسله والو سړیو چې د پولیسو لباسونه یې پر تن ول، د سې شنبې په ورځ په کابل کې پر یوه تلوېزیون سټېشن برید وکړ،‌ او په افغان ژورنالستانو په وروستي مرګوني برید کې یې لږ تر لږه دوه افغانان ووژل او خواوشا شل کسان نور یې ټپیان کړل.

دغه برید، چې داعش یې مسؤلیت پر غاړه واخیست، مخکې تر دې چې افغان ځانګړي ځواکونه حمله کوونکي، چې په ټوپکو او لاسي بمونو سمبال ول له پښو وغورځوي، او په ودانۍ کې دننه ایسار کارکوونکي را ازاد کړي،‌ نژدې درې ساعته دوام وکړ.‌

شمشاد تلوېزین د خپل مقاومت د ښودنې لپاره څو شېبې وروسته خپلې خپرونې بیا پیل کړې او اعلان یې وکړ چې، «برید پای ته رسېدلی. د ځانګړیو ځواکونو د قوماندان په وینا،‌ ټول هغه کارمندان چې په ودانۍ کې دننه ایسار ول، ژغورل شوي دي،»‌

د شمشاد د خبرونو د څانګې رییس عابد احساس په کابل کې په یوه روغتون کې، چې د هغه د یو شمېر همکارانو درملنه په کې کېدله،‌ سیال تلوېزیون طلوع نیوز ته وویل، «دا برید د رسنیو پر ازادۍ برید دی،‌ خو هغوی نشي کولی چې مونږ چوپ کړي،»

افغان امنیتي پرسونل وروسته له هغه ځای پرځای کېږي چې وسله والو سړیو، چې ځانونه یې د پولیسو په بڼه جوړ کړي ول، د نومبر په ۷ مه په کابل کې پر یوه تلوېزیون سټېشن برید وکړ. وسله والو سړیو لږ تر لږه دوه کسان ووژل. دغه برید، مخکې له دې، چې افغان ځانګړي ځواکونه ترهګر له پښو وغورځوي او په ودانۍ کې دننه ایسار کارمندان را ازاد کړي، درې ساعته دوام وکړ.‌ [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

افغان امنیتي پرسونل وروسته له هغه ځای پرځای کېږي چې وسله والو سړیو، چې ځانونه یې د پولیسو په بڼه جوړ کړي ول، د نومبر په ۷ مه په کابل کې پر یوه تلوېزیون سټېشن برید وکړ. وسله والو سړیو لږ تر لږه دوه کسان ووژل. دغه برید، مخکې له دې، چې افغان ځانګړي ځواکونه ترهګر له پښو وغورځوي او په ودانۍ کې دننه ایسار کارمندان را ازاد کړي، درې ساعته دوام وکړ.‌ [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

دغه سټېشن راپور ورکړ، چې یوه بریدګر خپل ځان ته په دروازه کې چاودنه ورکړه. بل دننه لاړ، په کارمندانو یې ډزې وکړې او بیا بام ته وخوت چې په امنیتي ځواکونو ډزې وکړي.

د شمشاد د خبرونو یوه وړاندې کوونکي، چې لاسونه یې له بریدګرو څخه د تېښتې پر وخت په شیشو د پرې کېدلو له امله بنداژ کړي ول، کتونکيو ته وویل، چې ۲۰ تنه همکاران یې ټپیان شوي، چې د ۶ کسانو ټپونه په کې سخت دي.

هغه په څرګندو ټکو وویل، «مونږ ټول بېرته کار ته راغلي یو؛‌ زمونږ ټول ژورنالستان او همکاران بېرته خپلو کارونو ته راستانه شوي دي،»

ځانګړي ځواکونه د یوه دېوال له لارې د پښتو ژبې د خپروونکي دغه چینل ودانۍ ته ورننوتل.‌

احساس وویل، «زه په خپل دفتر کې وم چې وسله والو سړیو چې د پولیسو یونیفورمونه یې اغوستي ول په ودانې برید وکړ،»‌

«هغوی زمونږ یو ساتونکی وواژه او ودانۍ ته راننوتل او ډزې یې پیل کړې.‌ زمونږ اکثر کسان په تېښته بریالي شول، خو یو شمېر نور ټپیان شول او نورو بیا له کړکیو نه ځانونه وغورځول.»

هغه وویل، دغه سټېشن ته تر دې مخکې هېڅ ګواښونه شوي نه ول.

د برید په ترڅ کې، سیمې ته د نورو او نورو امنیتي ځواکونو او عاجلو خدمتونو په را رسېدلو سره،‌ په ودانۍ کې دننه هر څو دقیقې وروسته د ټوپکو ډزې اورېدل کېدلې.‌

لږ تر لږه یوه کارمند، د شمشاد تلوېزیون خبریال فیصل ځلاند، ای اېف پي ته وویل چې هغه په امنیتي کمرو کې ولیدل چې درې تنه بریدګر ودانۍ ته ورننوځي.

د افغان ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې (AJSC) یوه غوښتنه ټویټ کړه چې وایي،‌ «حکومت دې د رسنیو د خوندیتابه لپاره ټول وقایوي ګامونه واخلي».‌ د بخښنې نړیوالې ادارې یا امنېسټي‌ انټرنېشنل هم د هغوی دغه غږ بدرګه کړ.‌

ولسمشر اشرف غني د برید د غندنې په یوه پیغام کې ژمنه وکړه چې د ژورنالستانو د خوندي کولو لپاره به «جدي ګامونه پورته کړي».‌

په رسنیو باندې برید

داعش د خپل پروپاګند کوونکي اژانس، اعماق، له خوا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د دغه برید مسؤلیت پرغاړه واخیست. تر هغه مخکې، طالبانو په ټوېټر خپره کړې یوه اعلامیه کې په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي ول.‌

د طالبانو او داعش له خوا د امنیتي مرکزونو او جوماتونو پر ضد د بریدونو په سلسله کې، په وروستیو اونیو کې په کابل باندې یو لړ مرګوني بریدونه وشول.

دغه برید هغه خطرونه په ګوته کړل چې د رسنیو کارکوونکي د امنیتي وضعې په خرابېدلو سره په افغانستان کې ورسره مخامخ دي.‌ د رسنیو د څار یوې ادارې د جولای په میاشت کې وویل، د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ نیمایي کې د افغان ژورنالستانو پر ضد تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د افغان ژورنالستانو د خوندیتابه کمېټې (AJSC) په وینا، تېر کال په دغه هېواد کې ژورنالستانو ته د ریکارډ وړ شمېر تلفات ور ورسېدل، چې لږ تر لږه ۱۳ تنه د رسنیو کارکوونکي -- ۱۰ د طالبانو له خوا،‌ ووژل شول. دغه کار افغانستان په نړۍ کې له سوریې څخه وروسته د خبریالانو لپاره دویم تر ټولو خطرناک هېواد جوړ کړ.‌

د ۲۰۱۶ په جنورۍ کې،‌ د طلوع نیوز د مشهور تلوېزیوني چینل،‌ چې اکثر د یاغیانو پر ضد انتقادونه کوي، ۷ تنه کارمندان، په کابل کې د طالبانو په یوه ځانمرګي بمي برید کې ووژل شول، او طالبانو دا د هغوی پر وړاندې «د پروپاګند خپرولو» پر ضد د انتقام په توګه یاد کړ.

هغه په ۲۰۰۱ کې له واک نه د طالبانو د بې واکه کېدلو راهیسې د افغاني رسنیو په یوه موسسه لومړنی لوی برید وو.‌

په کابل کې د می د ۳۱ مې د لارۍ بم برید له چاودنې راهیسې چې د تش په نامه «ګرین زون - مصؤنې سیمې» په څنډه کې وشواو خواوشا ۱۵۰ کسان یې ووژل، امنیتي ګامونه پیاوړي شوي دي.‌

دغه برید د ۱ خصوصي خبري تلوېزیون ته چې د بمي چاودنې ساحې سره نژدې واقع وو پراخ تاوان ور واړاوه.‌ لکه شمشاد چې د سې شنبې په ورځ وکړل، هغه تلوېزیون هم په څو ساعتونو کې دننه خپل عملیات بیا له سره پیل کړل.

د می میاشتې له بمي برید څخه وروسته، د لاریو ځانګړي سکنرونه، خنډونه او د تلاشۍ دایمي او ګرځنده پوستې د ښار په بېلابېلو برخو کې جوړ شوي دي. خو د کابل په سخته امنیتي دپلوماتیکه ساحه کې تېره اونۍ یو ځل بیا یو ځانمرګی بمي برید وشو، او لږ تر لږه ۵ کسان یې ووژل‌.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښاغلی مدیرصیب، ورځ مو په خیر.‌ په بخښنې سره درته لیکم چې ستاسو اکثر راپورونه د پښتنو په وړاندې یو ډول کرکه او دوه مخي ښیي ځکه مو شمشاد یوازې د پښتو ژبې تلویزیوني چینل په توګه یاد کړی دی.‌ دا کار دوه علتونه لرلی شي: ۱. ستاسو خبریالان ښایي غیرپښتانه وي چې اکثر تاجک او هزاره د پښتنو په وړاندې له کرکې ډک چلند کوي. ۲. ستاسو د خبرونو او راپورونو سرچینې یا طلوع نیوز وي یا خامه پرېس او کم یې پژواک په داسې حال کې چې طلوع نیوز مطلق د پښتنو ضد یوه رسنۍ ده چې په اکثرو مواردو کې د پښتو او پښتنو پر ضد خپرونې کوي. د دې لپاره چې په خبرونو او راپورونو کې مو انډول وساتل شي او ستاسو په وړاندې د پښتنو کرکه راونه پارېږي یوازې د طلوع نیوز د بدنامې شبکې خبرونه مه اخلئ د داسې تلویزیونو، راډیوګانو او ورځپاڼو خبرونه او راپورونه هم د سرچینې په توګه کاروئ چې که د پښتنو نه وي چې لږ تر لږه د پښتنو ضد پالیسي هم ونه لري.‌ ژوندون او شمشاد تلویزیونونه له طلوع نیوز نه په هر څه کې باندې دي او لاندې نه. مننه

ځواب ورکړئ