امنیت

افغانانو او پخوانیو یاغیانو بیا د سولې غږونه پورته کړل

د سلیمان راپور

افغان سرتېري د سپتمبر په ۲۴ مه په غزني ولایت کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې په ګزمه روان دي.‌ افغانانو بیا په طالبانو او د داعش په اورپکو غږ وکړ چې خپلې وسلې کېږدي او د سولې بهیر سره یوځای شي. [ذکریا هاشمي/ ای اېف پي]‌

افغان سرتېري د سپتمبر په ۲۴ مه په غزني ولایت کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې په ګزمه روان دي.‌ افغانانو بیا په طالبانو او د داعش په اورپکو غږ وکړ چې خپلې وسلې کېږدي او د سولې بهیر سره یوځای شي. [ذکریا هاشمي/ ای اېف پي]‌

کابل -- د افغانانو پر ضد د طالبانو د بریدونو او جنایتونو په یوې تازه څپې پسې سمدلاسه، افغان ملکیانو او پخوانیو یاغیانو بیا د سولې لپاره غږونه پورته کړل.

په هرات ولایت کې یوه قومي مشر فکور سروري سلام ټایمز ته وویل، «جګړه له وراني او د بې ګناه خلکو له وژلو څخه پرته نور هېڅ نه راوړي. له یوې لسیزې څخه ډېر وخت کیږي چې طالبان جګړه کوي، خو هغوی هېڅ لاسته راوړنې هم نه لري.»

هغه وویل،‌«دې جګړې هرڅوک،‌ هم افغانان او هم طالبان ستړي کړي دي، اوس د دې وخت دی چې جګړه پای ته ورسېږي او یوه سوله ییزه لاره غوره کړای شي.»‌

سروري وویل، «خدای په خپل سپيڅلي کتاب کې ویلي چې سوله نېکمرغي او بریالیتوب دی.‌ که طالبان سوله غوره کړي، دا به دا معنی ولري چې هغوی د خدای پاک خبرې مني.»‌

د کابل یوه اوسېدنکي میلاد چې ۲۶ کاله عمر لري سلام ټایمز ته وویل، «افغانان کولی شي چې یوازې د سولې او امنیت د راوستلو له لارې نېکمرغي ترلاسه کړي،‌ او هغه طالبان چې د سولې بهیر سره یوځای کیږي او خپلې وسلې پرځمکه ږدي، نه یوازې له خپلو ځانونو سره مرسته کوي بلکې همدارنګه افغانستان د یوه روښانه راتلونکي په لور بیایي،»

هغه وویل، «که د حکومت ضد یاغیان د سولې بهیر سره یوځای شي، هغوی به هغه وقار او حیثیت، چې د ترهګرو په توګه له جګړې کولو څخه مخکې یې درلود، بېرته ترلاسه کړي،‌ او هغوی به وکولی شي چې د نورو په څېر ژوند کولو ته دوام ورکړي.»

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش د اکتوبر په میاشت کې سلام ټایمز ته وویل، چې افغان سرتېري، چې د نظامي تجهیزاتو او نړیوال ملاتړ له لارې غښتلي شوي دي، هم هیله لري «چې یاغیان به په دې پوه شي چې هغوی مجبور دي چې د سولې بهیر ته هو ووايي، که نه د لوړ مورال لرونکي ځمکني او هوایي افغان ځواکونه به هغوی له منځه وېسي،»‌

اورپکي تسلیم شول او پښېماني یې وښودله

پخواني طالبان او د داعش اورپکي، چې په وروستیو کې د سولې بهیر سره یوځای شوي دي، وایيچې هغوی د بهرنیو قوماندانانو او ځایي مستخدمینو له خوا غولول شوي ول.‌

هغوی وایي چې اوس هغوی په دې پوهېږي چې په زور د پیسو اخیستل، وژل، غلاوې او په ډله ییزه توګه کډه کولو ته د خلکو مجبورول، چې یاغیان یې ترسره کوي،غیراسلامي او د افغانستان د ګټو پر ضد دي.‌

د داعش پخوانی غړی عبدالحکیم د اکتوبر په ۱۶ مه په جوزجان ولایت کې د سولې بهیر سره یوځای شو.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ما، د داعش له څلورو نورو جنګیالیو سره یوځای،‌ زمونږ د عمومي قوماندان قاري حکمت تر قوماندې لاندې په قوش تېپه کې کار کاوه، خو اوس مونږ په خپلو خلکو د ظلمونو کولو له امله پښېمان یو.»‌

عبدالحکیم وویل، «مونږ ځکه د سولې بهیر سره یوځای شو چې زمونږ جنګیالیو به عام خلک وېرول. هغوی د پیسو لپاره د درزاب او قوش تېپې ولسوالیو بې ګناه خلک وژل، ښوونځي یې ورانول، قومي مشران یې وژل او خلک یې تښتول،»‌

په جوزجان ولایت کې د طالبانو یو پخوانی قوماندان اواز د اکتوبر په ۱ له خپلو څلورو تر قوماندې لاندې کسانو سره یو ځای، ځایي چارواکو ته تسلیم شو. هغه وویل چې هغه پوه شو چې هغوی په غلطه لاره روان دي.‌

هغه د اکتوبر په میاشت کې سلام ټایمز ته وویل، «کله چې زه په پیل کې له طالبانو سره یوځای شوم، ما فکر کاوه چې هغوی په ریښتیا هم شریعت تطبیقوي، خو د هرې ورځې په تېرېدلو سره، زه او زما تر قوماندې لاندې کسان د حقیقت په هکله پوهېدو.»‌

هغه وویل،‌«مونږ پوه شو چې مونږ غولول شوي وو،‌ او زمونږ عملونه زمونږ د دین پر خلاف ول،»

اواز وویل، «سربېره پر دې،‌ مونږ پوه شو چې ټول هغه فعالیتونه، چې مونږ او نورو طالبانو په جوزجان او د سرپل ولایت په یو شمېر سیمو کې ترسره کول، زمونږ د خلکو او هېواد په تاوان ول،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ غواړو چې هره ورځ تازه خبرونه واورو.‌

ځواب ورکړئ