امنیت

د پارون اوسېدونکي له حکومت سره همکاري کوي، او طالبان او داعش یې لیرې ساتلي دي

د خالد زېري راپور

د پارون یو اوسېدونکی د ۲۰۱۷ د نومبر په ۴ مه په پیره ولاړ دی چې خپله سیمه له اورپکو څخه خوندي وساتي.

د پارون یو اوسېدونکی د ۲۰۱۷ د نومبر په ۴ مه په پیره ولاړ دی چې خپله سیمه له اورپکو څخه خوندي وساتي.

نورستان -- د نورستان ولایت د مرکز پارون اوسېدونکي په سیمه کې د طالبانو او داعش له خوا د بې ثباتۍ پیدا کولو د هڅو په وړاندې مقاومت کوي.‌

د شپږو کلیو اوسېدونکي وایي، چې هغوی له حکومت سره د همکارۍ او پخپله د خپل امنیت د ساتنې له لارې د دې مخه نیولې چې وسله وال ګروپونه د سیمې کنټرول په لاس کې واخلي.

د پارون یوه قومي مشر او د تعمیراتي چارو کارکوونکي چې د یوه ځایي روغتون په جوړونه کې یې کار کاوه وویل، «دلته، مونږ له حکومت سره همکاري کوو.‌ مونږ په یوه لاس کار کوو او په بل لاس کې ټوپک ساتو چې پخپله سیمه کې امنیت وساتو،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا زمونږ فرض دی. که دلته امنیت نه وي، دلته به حکومت نه وي. له دې امله، مونږ هڅه کوو چې د خپلو کلیو امنیت پخپله وساتو.»

د خپلو کورنیو د امنیت ساتنې سربېره، د ګواښونو د ډېرېدا په صورت کې ځایي خلک په سیمه کې منظمې ګزمې کوي چې اورپکي لیرې وساتي.

د پارون یوه بل اوسېدونکي سعید مومند، چې ۲۶ کاله عمر لري، وویل چې د امنیت خوندي کول داسې څه دي چې هغوی ته د نیکونو له وخت نه په میراث ورپاتې دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له ډېرو کلونو راهیسې داسې هوکړه کړې چې مونږ به خپل امنیت پخپله ساتو،»

هغه وویل، «دا صحیح ده چې زمونږ په هېواد کې وضعه خرابه ده، خو که [ټول افغانان] داسې څه وکړي لکه د پارون خلک یې چې کوي، امنیت به ښه شي،»‌

د نورستان د ولایتي شورا رییس مولوي زینت الله وویل، چې د اوسېدونکیو یووالي د اورپکو ګروپونو د نفوذ مخه نیولې ده.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ سره یوه خوله یو، حکومت له خلکو سره همکاري کوي او خلک له حکومت سره همکاري کوي، نو ستونزې نه رامنځته کیږي،»‌

نور ولایتونه دې هم دا لاره غوره کړي

له نورو ولایتونو څخه راتلونکي خلک او د نورستان چارواکي په ورته ډول د پارون د امنیت ستاینه کوي.‌

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سلام ټایمز ته وویل، «په پارون کې د خلکو له خوا د برابر شوي امنیت له امله، مونږ دلته له څو ساتونکیو سره راځو چې هغه پروژې وګورو چې په دغو لیرې پرتو سیمو کې پلې کېږي،»‌

هغه وویل، «د پولیسو او امنیتي ځواکونو ترڅنګ، د سیمې اوسېدونکي د امنیت په تأمین کې له مونږ سره همکاري کوي، له دې امله، امنیت ښه دی.»

قیوم وویل، هغه د ځایي خلکو له خوا د برابرو شویو امنیتي شرایطو له برکته د پارون خواوشا لیرې پرتو سیمو ته یوازې له دوه یا درې ساتونکیو سره ځي.

هغه وویل، وامه ولسوالي هم ډېره امن ده ځکه چې هلته هم اوسېدونکيو پخپله امنیت برابر کړی دی،خو د نورستان ولایت امدېش او برګ مټال ولسوالۍ لا هم یو څه نا امنې دي،او د هغو ځایونو اوسېدونکي اوس هم هڅه کوي چې امنیت تأمین کړي.‌

سید امیر خان چې ۳۵ کاله عمر لري او د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکی دی اوس په لنډ مهالي ډول په پارون کې اوسېږي او د یوه کانال په جوړولو کې کار کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ خپلې خېمې په ډاګ میدان درولي او مونږ خپل کار کوو. مونږ د شپې هم دلته پاتې کېږو او مونږ هېڅ وېره نه لرو. مونږ په خوندي توګه ژوند کوو.»

غلام محمد موټروان، چې ۳۳ کاله عمر لري او د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هم په پارون کې د ښه امنیت ستاینه کوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه له پنځو کالونو راهیسې د کونړ او پارون تر منځ‌ موټر چلوم، او زه له هېڅ ستونزې سره نه یم مخامخ شوی،» نوموړي زیاته کړه چې ځینې وختونه هغه په یو ځل په پارون کې څو ورځې پاتې کېږي.‌

هغه وویل، «دلته مونږ ښه احساس کوو، دلته امنیت دی. ځینې وختونه، زه له کونړ څخه دلته سیلانیان راولم چې نورستان وګوري او زه هغوی ته وایم چې دلته هېڅ ستونزه نشته. هغوی راځي او دلته څو شپې تېروي او بیا بېرته ستنېږي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ښه کار دی.‌ خبرونه.

ځواب ورکړئ