امنیت

روسیه په ټولنیزو رسنیو کې په 'پراخه کچه درواغ' ویلو کې رسوا شوه

ای اېف پي

یو ژورنالست، د نومبر په ۱۴ مه په واشنګټن ډي سي کې د یوټیوب یوې ویډیو ته، چې د یوه هوایي تهاجمي ویډیوګیم تصویرونه ښیي، ګوري.‌ د روسیې د دفاع وزارت هم همدغه عکسونه آنلاین شریک کړي، او وایي چې دا ثابتوي چې متحده ایالاتو په منځني ختیځ کې له داعش سره مرسته کوله، خو د ټولنیزو رسنیو کاروونکيو وښودله چې دغه معلومات دروغ دي.‌[اېس ټي اېف/ای اېف پي]

یو ژورنالست، د نومبر په ۱۴ مه په واشنګټن ډي سي کې د یوټیوب یوې ویډیو ته، چې د یوه هوایي تهاجمي ویډیوګیم تصویرونه ښیي، ګوري.‌ د روسیې د دفاع وزارت هم همدغه عکسونه آنلاین شریک کړي، او وایي چې دا ثابتوي چې متحده ایالاتو په منځني ختیځ کې له داعش سره مرسته کوله، خو د ټولنیزو رسنیو کاروونکيو وښودله چې دغه معلومات دروغ دي.‌[اېس ټي اېف/ای اېف پي]

مسکو -- د روسیې د دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ /د نومبر ۱۴مه/ داسې عکسونه خپاره کړل چې ویل یې چې هغو ثابتوله چې د متحده ایالاتو پوځ په منځني ختیځ کې له داعش سره مرسته کوله، خو د ټولنیزو رسنیو کاروونکیو په ګوته کړه چې هغوی د یوه ویډیوګیم عکس خپور کړی دی.

د وزارت د رسمي ټولنیزو رسنیو اکاونټونو وویل چې دغه تور او سپین عکسونه د نومبر په ۹ مه د سوریې - عراق سرحد سره نژدې اخیستل شوي او وایي داسې «د نه انکار وړ ثبوتونه یې پیدا کړي چې متحده ایالات د داعش جنګي واحدونو سره مرسته کوي».‌

خو په مسکو کې د شخړو په هکله د استخباراتي معلوماتو ټیم (Conflict Intelligence Team) په نامه غیرحکومتي موسسې او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکیو سمدلاسه د دغو عکسونو له جملې څخه یو د «AC-130 Gunship Simulator: Special Ops Squadron» د جنګي لوبې یا ویډیوګیم له یوه عکس سره مقایسه کړ.

سي آی ټي وایي، نور عکسونه، چې په ټوېټر خپاره شوي، داسې ښکاري چې له هغو ویډیوګانو څخه اخیستل شوي چې د عراق د دفاع وزارت په ۲۰۱۶ کال کې خپرې کړې وې، چې ښيي چې د عراق هوایي ځواک له فلوجې سره نژدې په اورپکو باندې بمبار کوي.

ای اېف پي وکولی شوای چې هغه عکسونه چې د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ایمیل شوي ول په یوټیوب د موجود ویډیوګیم له عکسونو سره مقایسه کړي او د هغوی ورته والی تایید کړي.

وروسته یاد عکسونه د وزارت له ټوېټر او فیسبوک اکاونټونو څخه ډیلېټ کړای شول.

'د پراخو دروغو حمله'

په مسکو کې د امریکا سفارت ټویټ کړه چې «متحده ایالات به د روسیې د دفاع وزارت په هغو بې معنی ادعاوو باندې وخت ونه لګوي چې له ویډیو ګیم او په بل هېواد کې له پوځي عملیاتو څخه د زړو عکسونو په کارولو سره، په مونږ باندې له داعش سره د مشارکت تور لګوي.»‌

د متحده ایالاتو پوځي ویاند ډګروال ریان ډیلون د روسیې څرګندونې «د پراخو دروغو حمله» وبلله، او ویې ویل چې هغه «هومره صحیح ول لکه د هغوی هوایي کمپاین».‌

هغه وویل، «زه یې د دروغو او ریښتیاو په هکله په یقین سره څه نشم ویلی، خو ما داسې یو راپور ولید چې وایي یو عکس له یوه ویډیوګیم څخه را اخیستل شوی دی. نو بیا دا هم،‌ هغسې درواخلئ چې مخکې د روسیې د دفاع وزارت څخه راوتي وو او مونږ لیدلي وو،‌ چې بې اساسه، غلط او په بشپړ ډول دروغ ول.»‌

د روان کال په لومړیو کې، رسنیو په ولسمشر ولادیمیر پوتین باندې تور ولګاوه چې په یوه تلوېزیوني مرکه کې یې په افغانستان کې د جنګېدونکيو امریکایي پوځیانو اندازه په سوریه کې د روسیې هوایي ځواک له خوا ترسره کېدونکیو هڅو په څېر وښودله.‌

کرېملین له دې نه انکار وکړ چې پوتین امریکایي ډایرېکټر اولیور سټون ته د مرکو په یوه سلسله کې د حالاتو په هکله غلط تصویر وړاندې کړی دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

روسیه په ښکاره په افغانستان کی لاسوهنه کوی. او طالیبانو ته وسپکی اودرنی. وسلی ورکوی. ده هغی مخه دی ونیسی

ځواب ورکړئ