تروريزم

د کوکنارو د له منځه وړلو هڅې د ریکارډ سطحې تولید په وړاندې دوه برابره کیږي

سلام ټایمز

یو افغان بزګر د اپریل په ۲۱ مه د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې اپین راټولوي. نړیوالو مرستندویانو زرګونه میلیونه ډالر په دې ولګول چې له افغانستان څخه نشه ییز توکي ورک کړي، خو دغه هېواد لا هم په نړۍ کې د اپینو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد پاتې دی. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو افغان بزګر د اپریل په ۲۱ مه د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې اپین راټولوي. نړیوالو مرستندویانو زرګونه میلیونه ډالر په دې ولګول چې له افغانستان څخه نشه ییز توکي ورک کړي، خو دغه هېواد لا هم په نړۍ کې د اپینو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد پاتې دی. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- د ملګرو ملتونو وروستۍ کلنۍ سروې د چارشنبې په ورځ /د نومبر ۱۵مه/ وویل، چې افغان اپین تولیدوونکیو سږکال ډېر زیات اپین تولید کړل چې ۸۷٪ ډېرښت په کې راغلی او هغه ځمکه چې کوکنار پرې کرل شوي د ریکارډ تر کچې پراخه شوې ده.

په ۲۰۱۷ کال کې تر اوسه پورې په ۱۴ ولایتونو کې د کوکنارو اړول نژدې ۷۵۰ هکتارو (۱۸۵۰ اېکړو) ته په رسېدلو دوه برابره زیات شوي، دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۶ کال کې په عین موده کې په ۷ ولایتونو کې ۳۵۵ هکتاره (۸۷۷ اېکړه) کوکنار اړول شوي ول.‌

طالبان، چې په افغانستان باندې د خپلې واکمنۍ پر وخت یې د کوکنارو کرنه بنده کړې وه،‌ اوس داسې ښکاري چې د هېواد د هیرویینو په تولید باندې ډېر کنټرول لري،‌ چې دا اورپکو ته د هغوی د فعالیتونو د تمویل لپاره پراخې پیسې په لاس ورکوي.‌

ډېره شوې کرنه، ډېر حاصلات

په نتیجه کې،‌ چارواکي وایي، چېطالبان د افغانستان د نشه ییزو توکو د سوداګرۍ لوی کارتل یا برخه وال دي.

افغان امنیتي منسوبین د اپریل په ۵ مه د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د کوکنارو یو ناقانونه فصل ویجاړوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د اپریل په ۵ مه د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د کوکنارو یو ناقانونه فصل ویجاړوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې ادارې (یو اېن او ډي سي)‌ وویل، چې سږ کال په افغانستان کې د اپینو خالص ارزښت -- د تولید شوي اپین اټکلي ارزښت -- ۵۵٪ یعنې نژدې ۱۰۳.۸ میلیاردو افغانیو (۱.۴ بیلیونو ډالرو) ته زیات شو.

د افغانستان د اپینو د سروې، چې د یو اېن او ډي سي او د افغانستان د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې وزارت له خوا په ګډه ترسره شوې،‌ د معلوماتو په اساس،‌د دې کال له فصل څخه د اپینو احتمالي تولید اټکل ۹۰۰۰ ټنه دی، چې دا د تېر کال په ۴۸۰۰ ټنه تولید ۸۷٪ ډېرښت په ګوته کوي، او د ډېرې کرنې او ښو حاصلاتو له امله زیات شوی دی.

په عین موده کې، په کوکنارو کرل شوې سیمه ۶۳٪ یا د ۳۲۸ زرو هکتارو (۸۱۰۵۰۰ اېکړو) د ریکارډ کچې ته زیاته شوې -- چې په ۲۰۱۴ کال کې د ۲۲۴ زرو هکتارو (۵۵۳۵۰۰ اېکړو) له تېر ریکارډ څخه اوښتې ده -- او د کوکنار کرونکو ولایتونو شمېر ۲۴ ته زیات شوی دی.

اوس د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه یوازې ۱۰ ولایتونه له کوکنارو څخه پاک دي.

کرنه تقریبا په ټولو لویو اپین تولیدوونکیو ولایتونو کې ډېره شوې، چې په هلمند کې په کې تر ټولو ډېر یعني ۷۹٪ ډېرښت راغلی دی.

د حکومت پراخې شوې هڅې

نژدې ۶۰٪ کوکنار په جنوبي ولایتونو کې، چې طالبان په کې ډېر موجود دي، کرل کیږي.‌

هلمند د اپین تولیدونکیو ولایتونو په سر کې راځي، چې د ټولو هغو ۴۴٪ تولیدوي، او ورپسې کندهار، بادغیس، فاریاب، اروزګان او ننګرهار راځي -- چې دا ټول د طالبانو یا داعش د فعالیتونو د ودې ځایونه دي.‌

افغان حکومت او د هغه نړیوالو متحدینو، چې غواړي دغه خطرناک میلان په شا وتمبوي، په وروستیو کې د افغانستان د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې عملي پلان (NDAP) جوړ او د هغه تطبیق پیل کړ.‌

د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې وزارت ویاند محمد حنیف دانشیار سلام ټایمز ته وویل، «د دغه پلان په هدفونو کې دا شامل دي چې د کوکنارو کرنه راکمه کړای شي، د نشه ییزو توکو تولید او قاچاق راکم کړای شي، د نشه ییزو توکو لپاره تقاضا راکمه کړای شي، د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې پولیس قوي کړای شي، قانون نافذ کړای شي، د افغانستان د سرحدونو امنیت قوي کړای شي،‌ د هیرویینو په تولید کې د کارېدونکیو کېمیاوي موادو د راننوتلو مخه ونیول شي، په نشه ییزو توکو د روږدو کسانو لپاره د تداوۍ د مرکزونو ظرفیت پیاوړی کړای شي،‌ عامه پوهاوی زیات کړای شي،‌ او له بزګرانو او ځمکه والو سره د معیشتونو برابرولو او د کوکنارو د کرنې د عوض کولو لپاره د بدیلو کرنیزو تولیداتو د په لاس ورکولو له لارې مرسته وشي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500