تروريزم

د داعش ځانمرګي بمي بریدګر په کابل کې په سیاسي غونډه حمله وکړه

ای اېف پي

یوه ځانمرګي بریدګر د پنجشنبې په ورځ /د نومبر ۱۶ مه/ په کابل کې د ودونو له یوه تالار څخه بهر ځان وچاوه، او ۱۴ کسان یې ووژل. هغه هڅه کوله چې ودانۍ ته، چې یوه سیاسي غونډه په کې روانه وه، ننوځي. داعش د دې پېښې مسؤلیت پرغاړه واخیست.

کابل -- د چارواکو په وینا، یوه ځانمرګي بریدګر د پنجشنبې په ورځ /د نومبر ۱۶مه/ په کابل کې د ودونو له یوه تالار څخه بهر ځان وچاوه چې لږ تر لږه ۱۴ کسان یې ووژل او ۱۸ تنه نور یې ټپیان کړل. په تالار کې یوه سیاسي غونډه ترسره کېدله.

د چاودنې پر وخت د بلخ ولایت د والي او د ولسمشر غني د یوه منتقد عطامحمد نور ملاتړ کوونکیو د ودونو د تالار دننه یو پروګرام ترسره کاوه.‌ د نور یوه مرستیال ای اېف پي ته وویل، چې نوموړی په غونډه کې موجود نه وو.‌

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر مجاهد ای اېف پي ته وویل، بمي بریدګر هڅه وکړه چې ودانۍ ته ننوځي خو د تلاشۍ په پوسته کې ودرول شو او هلته هغه خپله چاودېدونکې وسیله وچوله.‌

مجاهد وویل، «په تلفاتو کې زمونږ یو شمېر پولیس هم شامل دي،»

افغان پولیس د نومبر په ۱۶مه په کابل کې د یوه ځانمرګي بمي برید په ساحه پیره ولاړ دي. [شاه مراعي/ای اېف پي]

افغان پولیس د نومبر په ۱۶مه په کابل کې د یوه ځانمرګي بمي برید په ساحه پیره ولاړ دي. [شاه مراعي/ای اېف پي]

یو افغان ژورنالست د نومبر په ۱۶مه په کابل کې د ودونو له یوه تالار څخه بهر له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته په یوه روغتون کې تداوي کیږي. [شاه مراعي/ای اېف پي]

یو افغان ژورنالست د نومبر په ۱۶مه په کابل کې د ودونو له یوه تالار څخه بهر له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته په یوه روغتون کې تداوي کیږي. [شاه مراعي/ای اېف پي]

ویاند وویل، «د نن ورځې د ځانمرګي برید په نتیجه کې ۸ پولیس او ۶ ملکیان وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي،»

داعش د خپل تبلیغاتي اژانس، ایماق، له لارې د پېښې مسؤلیت پرغاړه واخیست.

ګډوډي او وېره

د غونډې یوه برخه وال هارون معترف ای اېف پي ته وویل، «د غرمې له ډوډۍ وروسته، چې مونږ له تالار څخه وتلو، یوې لویې چاودنې تالار ولړزاوه، چې شیشې یې ماتې کړې او ګډوډي او دهشت یې رامنځته کړل،»

«ما د پولیسو او ملکیانو په شمول ډېر جسدونه داسې ولیدل چې په وینو کې پراته ول.»

د ای اېف پي یوه عکاس وویل، د چاودنې له زوره د ودونو د تالار کړکۍ ماتې شوې وې او بهر ولاړ یوه موټر اور اخیستی وو.‌

لسګونه پولیس او د استخباراتو افسران په سیمه کې راټول وو او عامو خلکو ته یې د ورننوتلو اجازه نه ورکوله.‌

په ټوېټر خپرو شویو عکسونو د سړیو ګڼ شمېر جسدونه ښودل چې په یوه خټینه کوڅه او په یوه ویاله کې یو پر بل پراته ول، او خلکو ټپیان وړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500