رسنۍ

|

افغان خبریالانې د ګواښونو پروا نه کوي، او خپل کار ته دوام ورکوي

د زیار راپور

سم چې کتونکیو اعلان وکړ چې د ژورنالستانو پر ضد تاوتریخوالي کې ۳۵٪ زیاتوالی راغلی، د افغان رسنیو د زړورتیا نوی غږ پورته کیږي. [ای اېف پي تلوېزیون]

کابل -- که څه هم چې د زن تلوېزیون د خپرونو له پیل راهیسې له شپږو میاشتو څخه لږ وخت تېرېږي،‌ خو دغه تلوېزیون په افغانستان کې د بریالیتوب له لږو فرصتونو سره سره بري او د ښځو لپاره د کلیشې ماتولو ته دوام ورکوي.‌

له کلونو راهیسې، افغانستان د ژورنالستانو،‌ او په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د کار کولو له تر ټولو خطرناکو هېوادونو څخه ګڼل کېده.

د می په ۱۷مه،‌په جلال اباد کې د افغانستان په ملي راډېو تلوېزیون د داعش د خراسان څانګې په یوه برید کې ۴ تنه کارمندان ووژل شول.


عکس په کابل کې د زن تلوېزیون د کنټرول خونه د اکتوبر په ۳۰ مه ښیي. [زیار]

عکس په کابل کې د زن تلوېزیون د کنټرول خونه د اکتوبر په ۳۰ مه ښیي. [زیار]


فرشته محبوبي، چې ۲۳ کاله عمر لري  او له زن تلوېزیون سره د وړاندې کوونکې په توګه کار کوي، د اکتوبر په ۳۰ مه یې په کابل کې دا عکس اخیستل شوی دی.‌ هغه وایي، چې هیڅوک نشي کولی چې هغه د خپل کار له ترسره کولو څخه ایساره کړي. [زیار]

فرشته محبوبي، چې ۲۳ کاله عمر لري او له زن تلوېزیون سره د وړاندې کوونکې په توګه کار کوي، د اکتوبر په ۳۰ مه یې په کابل کې دا عکس اخیستل شوی دی.‌ هغه وایي، چې هیڅوک نشي کولی چې هغه د خپل کار له ترسره کولو څخه ایساره کړي. [زیار]


عکس په کابل کې د زن تلوېزیون سټوډیو د اکتوبر په ۳۰ مه ښیي. [زیار]

عکس په کابل کې د زن تلوېزیون سټوډیو د اکتوبر په ۳۰ مه ښیي. [زیار]

یوازې څو ورځې وروسته،‌ د می په ۲۱مه،‌زن تلوېزیوند بېلابېلو کلتوري، هنري، د ساعت تېرۍ، سیاسي او ټولنیزو پروګرامونو، چې ټول یې په ځانګړې توګه په ښځو متمرکز ول، خپرونې پیل کړې.

د افغان ژورنالستانو د خوندیتوب د کمېټې (ای جی اېس سي) په وینا، تېر کال په افغانستان کې د ژورنالستانو او د رسنیو د کارکوونکیو لپاره تر ټولو خونړی کال وو، چې ۱۳ تنه ژورنالستان په کې ووژل شول او لسګونه نور په کې ټپیان شول، وګواښل شول یا په بل ډول ژوبل کړای شول.

د ۲۰۱۷ په لومړیو شپږو میاشتو کې همدا حال روان وو. مقاماتو د ژورنالستانو پر ضد د وژلو، وهلو، ټپي کولو او ښکنځلو، وېرولو او توقیفولو په شمول د تاوتریخوالي ۷۳ قضیې ثبت کړې. د افغان ژورنالستانو د خوندیتوب د کمېټې په وینا، د یادې مودې په ترڅ کې، ۱۰ تنه ژورنالستان یا د ترهګرو ډلو له خوا په مستقیم ډول د په نښه کولو له لارې یا د ترهګریزو بریدونو په نتیجه کې ووژل شول.‌

په ژورنالستانو باندې د اورپکو بریدونه لا هم یو ریښتنی ګواښ دی.

د نومبر په ۷ مه،‌د داعش وسله والو سړيو، چې د پولیسو لباسونه یې اغوستي ول، په کابل کې د شمشاد تلوېزیون په سټېشن برید وکړ،چې د خواوشا درې ساعته اوږدې جګړې په ترڅ کې یې لږ تر لږه دوه کسان ووژل او له شلو نه ډېر نور یې ټپیان کړل.

افغان ځانګړیو ځواکونو بریدګر مات کړل او هغه کارمندان، چې په ودانۍ کې دننه ایسار ول، یې را ازاد کړل. سټېشن څو شېبې وروسته د مقاومت ښودنې د چارې د ښودلو په توګه خپرونې بېرته پیل کړې.‌

په زړورتیا او وقار سره له ګواښونو سره مخامخ کېدا

له ګواښونو سره سره، له زن تلوېزیون سره کارکوونکې ښځې وایي چې هغوی به له خپل کار نه راونه ګرځي.

د زن تلوېزیون د پروګرامونو وړاندې کوونکې ۲۳کلنې فرشتې محبوبي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ ته ګواښونه شوي او د تاوتریخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخامخ شوي یو، خو هېڅ شی هم نشي کولی چې ما له خپل کار نه ایساره کړي. زه غواړم چې مخکې لاړه شم، او دغه ډول ستونزې به ما له پر مخ تګ څخه ایساره نه کړي.»

هغې وویل، «زه له خپل کار سره له مینې او د خپلې کورنۍ له خوا حمایت څخه راضي یم،‌ زه غواړم چې د افغان نجونو او ځوانو ښځو د ستونزو تصویر وړاندې کړم،»

هغې وویل، «ما پرېکړه کړې چې دا ثابته کړم چې د نن ورځې ښځې د یوه کور دېوالونو پورې محدودې نه دي. زه غواړم چې د هغوی وړتیا په ګوته کړم او وښیم چې ښځې کولی شي چې د یوې متمدنې ټولنې په جوړولو کې مرسته وکړي.»‌

په ولسي جرګه کې د کابل یوې استازې جنرالې نظیفې ذکي سلام ټایمز ته وویل، «یاغي ډلې، په ځانګړې توګه داعش او طالبان...په رسنیو کې [ګوماني] اخلاقي انحراف په ښځینه ژورنالستانو د حملې لپاره د یوې بهانې په توګه کاروي،»‌

هغې وویل، په افغانستان کې ښځې د ژورنالیزم په ساحه کې ځلېږي، «او دا د عامه پوهاوي په برخه کې د ښکېلتیا د یوې عالي علاقه مندۍ له امله دي، او دا یوه ډېره با وقاره وظیفه ده،»

له دې سره سره، دا ګواښونه د ښځو لپاره ډېر سخت دي.‌

د افغان ښځو د شبکې رییسې فتانې ګیلاني وویل، هغه یو شمېر ښځې پېژني چې په افغانستان کې یې د ژورنالیزم په برخه کې خپلې وظیفې پرېښي او د امنیتي ګواښونو له امله یې په اروپا کې پناه اخیستې ده.

هغې وپوښتل، «تر څو به مونږ خپل با استعداده شخصیتونه له لاسه ورکوو؟»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «دا ډېره د بدمرغۍ خبره ده چې ګورو چې یوه افغانه ښځه په یوه ټولنه کې سلګونه مصیبتونه او پېچلي حالتونه شاته پرېږدي او ځي په رسنیو کې کار کوي، خو بیا هم د داعش،‌ طالبانو او نورو ترهګرو ګروپونو په څېر د افغانستان د دښمنانو له خوا د ګواښونو له یوې څپې سره مخامخ کیږي،»

د کلتوري پردو ماتول

شماله نیازي، چې ۲۱ کاله عمر لري او د زن تلوېزیون د ټولنیزو پروګرامونو له وړاندې کوونکیو څخه ده، وایي، د هغې کار «انقلابي» دی.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ په خپلوانو یا ان زمونږ په قوم کې داسې یوه کورنۍ نشته چې خپلو ښځو او ځوانو نجونو ته دې د کار کولو اجازه ورکړي،»

هغې وویل، «زما له تر ټولو لویو هدفونو څخه یو دا دی چې دا دودیزه پرده ماته کړم او دا وښیم چې افغانې نجونې کولی شي چې پرمختګ وکړي او دا چې هغوی د کار کولو استعداد لري،»‌ هغې زیاته کړه چې هغه دې ته تیاره ده چې د خپلې خوښې د وظیفې په نتیجه کې ور رسېدونکیو «رواني او فزیکي ستونزو» سره مخامخ شي.‌

د افغانستان د رسنیو د څارنې د ګروپ، نی، رییس مجیب خلوتګر سلام ټایمز ته وویل، «په افغانستان کې کارکوونکې ښځې ګڼ شمېر لویې ستونزې لري،»‌

هغه وویل، «لومړی، دلته امنیتي ګواښونه دي. دویم، د هغو ښځو پر ضد چې له کور نه بهر کار کوي، یو فکر موجود دی،»‌

خلوتګر وویل،‌ په افغانستان کې د زن تلوېزیون او ښځینه ژورنالستانو کار «د ستاینې وړ» او اتلولي ده.‌ هغه وویل، «په یوه ټولنه کې د ښځو له رول څخه سترګې نشي پټېدلی.»

د زن تلوېزیون د خبرونو مدیرې شګوفې صدیقي سلام ټایمز ته وویل، «کله چې یوه ځوانه ښځه دا زړه کوي چې په افغاني ټولنه کې کار وکړي، هغه د نا امنۍ په شمول له ډېرو ستونزو سره مخامخ کیږي،»‌

هغې وویل، «مونږ له افغان حکومت،‌ بین المللي حامیانو او قانون نافذوونکیو ادارو څخه غواړو چې د افغان ښځینه ژورنالستانو ملاتړ وکړي او یو روغ کاري چاپېریال دې ورته برابر کړي،»

پرمخ تلل

د ښځو د چارو د وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیالې سپوږمۍ وردک وویل، د ښځو د چارو وزارت په خپله برخه کې په زن تلوېزیون «ډېر خوشال» دی او هغه «د ښځو د پرمختګ په لوري یو مهم ګام» ګڼي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «مونږ دې ته حاضر یو چې د کورنیو او بهرنیو مرستندویانو د پاملرنې راجلبولو په برخه کې مرسته وکړو چې په دغه تلوېزیوني سټېشن کې پانګونه وکړي،»

د دغه سټېشن رییس حمید ثمر وویل، زن تلوېزیون په افغانستان کې د خواوشا ۷۰ سټیلایټ سټېشنونو تر منځ محبوبیت ترلاسه کوي.

هغه له ازادۍ راډېو سره په یوه مرکه کې چې د اکتوبر په ۱۹مه خپره شوه وویل، «د افغانستان دننه او بهر له یو میلیون څخه ډېر خلک زن تلوېزیون ګوري. زمونږ هدف دا دی چې زن تلوېزیون په افغانستان کې یو له لویو تلوېزیوني سټېشنونو څخه وګرځي.»

په کابل کې د مدني حقونو او د ښځو د حقونو مدافع حمیرا ایوبي وویل، زن تلوېزیون د افغانستان لپاره یو «طلایي فرصت» برابروي.

هغې سلام ټایمز ته وویل،‌ «د دغه تلوېزیون سټېشن له خوا هره لحظه خپرونه د یاغیانو او هغو کسانو، چې د ښځو له حقونو څخه یې سرغړونه کړې وي، له قوي سوکانو سره برابره ده،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

Ca mobile no 2

1 تبصره

* ضروري برخې ښيي
Captcha
ملنګ | 11-21-2017

ډيره ښکلې پښتو کې مو ليکل کړي دي، ډېر روان متن دی چې سړی پرې په اسانۍ سره پوهيږي. مننه خو د تلويزون له نوم نه ښکاري چې دا تلويزيون يوازې د تاجکانو او هزاره ګانو لپاره کارکوي ځکه نوم يې دري دی.

ځواب ورکړئ

مهم خبرونه

د افغانستان په لوېدیځ کې د پستې په سوداګرۍ د طالبانو کنټرول 'وارخطا کوونکی' دی

محلي چارواکي په افغان حکومت او امنیتي ځواکونو باندې غږ کوي چې د پستې په باغونو کې ګزمې زیاتې کړي او ګټې بېرته د عادي افغانانو لاسونو ته ورستنې کړي.‌

د رایو شمېر

په افغانستان کې د داعش ډلې د څلورم مشر وژل د دغې ډلې په راتلونکي باندې څه تاثیر لري؟

نتایج وګورئ