تروريزم

د حقاني شبکې له خوا یرغمل نیول شوې امریکایۍ ښځې د زبرزنا او وهلو په هکله جزیات ورکړل

ای اېف پي

کیتلن کولمین هغه ظلمونه، چې په هغې تېر شوي ول، د نومبر په ۲۰ مه له ای بي سي نیوز سره په خبرو کې څرګند کړل. [ای بي سي نیوز]

کیتلن کولمین هغه ظلمونه، چې په هغې تېر شوي ول، د نومبر په ۲۰ مه له ای بي سي نیوز سره په خبرو کې څرګند کړل. [ای بي سي نیوز]

نیویارک -- یوه امریکایۍ ښځه، چې طالبانو پورې تړلیو اورپکو د پنځو کالو په مخه یرغمل کړې وه، وایي چې له هغې سره تاوتریخوالی شوی او د یرغملتیا پر وخت له جنسي پلوه زورول شوې او د هغې زوی وهل شوی دی.

کیتلن کولمین او د هغې کاناډایی مېړه، جوشوا بوایل، په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان په یوه لیرې پرته سیمه کې د سفر پر وخت د حقاني شبکې له خوا وتښتول شول. هلته د هغوی د تګ دلایل لا هم روښانه نه دي.

حقاني شبکهد سراج الدین حقاني په مشرۍ فعالیت کوي. هغه د افغان طالبانو د مشر مرستیال هم دی.

د یادې کورنۍ یرغملتیا تېره میاشت په پاکستان کې پای ته ورسېده،او هغوی هڅه کوي چې په کاناډا کې خپل ژوند بیا ورغوي.

کولمین ۳۱ کاله عمر لري، او درې بچیان یې د یرغملتیا پر وخت پیدا شوي دي.

وروسته له هغه چې دغه کورنۍ تېره میاشت کاناډا ته ستنه شوه، بوایل چې ۳۴ کاله عمر لري، خپل تښتوونکي په دې تورن کړلچې د هغوی یوه کوچني لور یې د «جبري سقط» له لارې ووژله او د هغه په مېرمن یې جنسي تېری وکړ.

کولمین له ای بي سي نیوز سره په یوه تلوېزیوني مرکه کې، چې د دوشنبې په ورځ /د نومبر۲۰ مه/ خپره شوه، وویل، «هغوی خونې ته راننوتل، او زما مېړه یې په زور ونیو، په کش کولو یې بهر واېست، او یوه ساتونکي زه په فرش باندې وغورځولم، ویې وهلم او چیغې یې وهلې چې 'زه به تا ووژنم، زه به تا ووژنم،'»

«او جنسي تجاوز همدغه وخت پېښ شو. دوه سړیو وکړ. درېیم کس په دروازه کې وو. او بیا، دغو حیواناتو حتی ماته زما کالي هم بېرته رانه کړل.»

کولمین وویل، «دا د یوه ماشوم لپاره، چې په خېټه کې دننه وو، د نه زغملو وړحالت وو، یوه مسلسله وېره،»

هغې وویل، ساتونکي «ډېر له تاوتریخوالي ډک ول، ان ځینې وختونه له ماشومانو سره». هغې وویل چې ساتونکیو د هغوی په هغه زوی، چې اوس څلورکلن دی، د لرګي وار وکړ او هغه او د هغې مېړه یې ووهل.

هغې ای بي سي نیوز ته وویل، «زه به یا په څپېړه وهل کېدم یا به دوامداره وهل کېدم یا به په فرش غورځول کېدم،»

د بوایل په وینا، د ماشومانو د خوندي کولو لپاره د مداخلې پر وخت د کولمین د اننګي هډوکی او درې ګوتې مات شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

[نه لوستل کیږي]‌ دغو جنایتکارانو، په ځانګړې توګه حقاني شبکې،‌ د بې دفاع خارجي او داخلي افرادو په مقابل کې دا شرموونکی، غیرانساني عمل ترسره کاوه. د دغو ترهګرو ډلو عملونه د دې ټکي له پام کې نیولو څخه پرته چې ایا هغوی خارجیان (کافران) په نښه کوي یا مسلمانان، غیرانساني دي، ځکه چې د افرادو خصوصي محرمیت باید د نورو له تېري څخه په امن وي.‌ د دغه ډول عملونو مرتکبین باید په یوه نړیواله محکمه کې محاکمه شي.

ځواب ورکړئ