امنیت

امریکایي او افغان ځواکونو د طالبانو د 'کوکنارو په مرسته یاغیتوب' پر ضد ګډ کمپاین پیل کړ

سلام ټایمز

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو د ۲۰۱۷ د نومبر په ۱۹ مه د هلمند ولایت په جنوبي برخه کې د طالبانو د نشه ییزو توکو د لابراتوارونو او د قوماندې او کنټرول د مرکزونو پر ضد یو لړ روان عملیات پیل کړل.‌ [د متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ د عامه اړیکو له خوا اخیستل شوی عکس]

کابل -- مقاماتو د دوشنبې په ورځ /د نومبر ۲۰ مه/ وویل، چې امریکایي نظامي او افغان هوایي ځواکونو د نوې ستراتیژۍ د برخې په توګه د طالبانو د مالي سرچینو د وچولو لپاره په افغانستان کې د نشه ییزو توکو د جوړونې په لابراتوارونو باندې هوایي بریدونه وکړل.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن وویل، چې د نشه ییزو توکو لابراتوارونه په هلمند کې، چې د نشه ییزو توکو له پلوه غني ولایت -- او د طالبانو یو غټ مرکز دی، -- د یکشنبې په شپه /د نومبر ۱۹ مه/ ترسره شول.‌

دغه ګډ عملیات، څو ورځې وروسته له هغه ترسره شول چې د ملګرو ملتونو یوه راپور په افغانستان کې د اپینو د تولید په هکله معلومات خپاره کړل.‌ د ای اېف پي د راپور له مخې، اپین د طالبانو د ۱۶ کلن یاغیتوب د تمویل یوه مهمه سرچینه ده چې سږ کال په کې ۸۷٪ ډېرښت راغلی ځکه سږکال هغه ځمکه چې کوکنار پرې کرل شوي وو د ریکارډ تر کچې ډېره شوې وه.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک تایید کړه، چې «د نشه ییزو توکو د قاچاقچیانو او ترهګرو پر ضد کمپاین پراخ کړای شوی دی».‌

امریکایي او افغان هوايي ځواکونو د ۲۰۱۷ د نومبر په ۲۰ مه د طالبانو د تمویل د سرچینو پر ضد د ګډو عملیاتو د برخې په توګه په هلمند ولایت کې د اپینو د تولید د مرکزونو ویشتل پیل کړل.‌ په دې عکس کې، افغان کمانډو ځواکونه د ۲۰۱۷ د اګست په ۲۷ مه د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه کې د شوراب په پوځي کمپ کې له امریکایی سمندري ځواکونو سره په یوه ګډ جنګي روزنیز تمرین کې برخه لري.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

امریکایي او افغان هوايي ځواکونو د ۲۰۱۷ د نومبر په ۲۰ مه د طالبانو د تمویل د سرچینو پر ضد د ګډو عملیاتو د برخې په توګه په هلمند ولایت کې د اپینو د تولید د مرکزونو ویشتل پیل کړل.‌ په دې عکس کې، افغان کمانډو ځواکونه د ۲۰۱۷ د اګست په ۲۷ مه د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه کې د شوراب په پوځي کمپ کې له امریکایی سمندري ځواکونو سره په یوه ګډ جنګي روزنیز تمرین کې برخه لري.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن د ۲۰۱۷ د نومبر په ۲۰مه په کابل کې د یوه ګډ خبري کانفرانس په ترڅ کې خبرې کوي. [شاه مراعي/ای اېف پي]

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن د ۲۰۱۷ د نومبر په ۲۰مه په کابل کې د یوه ګډ خبري کانفرانس په ترڅ کې خبرې کوي. [شاه مراعي/ای اېف پي]

یوه اېف - ۲۲ رپټر الوتکه، چې د ۲۰۱۷ د نومبر په ۱۹مه یې په افغانستان کې له دغه نوي کمپاین سره مرسته وکړه،‌ د متحده عرب اماراتو د الدفره هوایي ډګر په سر په هوا کې تېل اخلي.‌ افغان او امریکایي ځواکونو د هلمند ولایت په جنوبي برخه کې د طالبانو د نشه ییزو توکو د لابراتوارونو او د قوماندې او کنټرول د مرکزونو پر ضد ګډ عملیات ترسره کړل. [د متحده ایالاتو د هوایي ځواک عکس چې ګریګوري بروک اخیستی دی]‌

یوه اېف - ۲۲ رپټر الوتکه، چې د ۲۰۱۷ د نومبر په ۱۹مه یې په افغانستان کې له دغه نوي کمپاین سره مرسته وکړه،‌ د متحده عرب اماراتو د الدفره هوایي ډګر په سر په هوا کې تېل اخلي.‌ افغان او امریکایي ځواکونو د هلمند ولایت په جنوبي برخه کې د طالبانو د نشه ییزو توکو د لابراتوارونو او د قوماندې او کنټرول د مرکزونو پر ضد ګډ عملیات ترسره کړل. [د متحده ایالاتو د هوایي ځواک عکس چې ګریګوري بروک اخیستی دی]‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په وروستیو هوایي بریدونو کې د هغوی یو شمېر لابراتوارونه ویجاړ کړای شول، خو یو شمېر نور یې لا هم پاتې دي. دغه مرکزونه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې واقع دي او طالبان په دې سوداګرۍ کې ښکېل دي.»‌

'بریدونه به دوام وکړي'

نېکلسن وویل، د نشه ییزو توکو د لابراتوارونو په نښه کول به «طالبان په هغو ځایونو ووهي چې درد ورکوي» او خبرداری یې ورکړ چې نور بریدونه به هم ترسره کړي.‌

نېکلسن د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کانفرانس ته وویل،‌ «هغه بریدونه چې تېره شپه ترسره شول به دوام ومومي»،‌ خو په دې خبره یې تاکید وکړ چې د کوکنارو بزګران به په نښه نه کړای شي.‌

هغه وویل، «مونږ هغه لابراتوارونه، چې هلته هغوی اپین په هیرویینو اړول، وویشتل.‌ مونږ د هغوی د ذخیره کولو هغه مرکزونه وویشتل چېرې چې هغوی خپل وروستي یا نهایي تولیدات ساتل،‌ چېرې چې هغوی خپلې پیسې ذخیره کړې وې او له کوم ځای نه چې هغوی قومانده او کنټرول کول،»‌

د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو لوی درستېز ډګرجنرال محمد شریف یفتلي په خبري کانفرانس کې وویل،‌ چې ویجاړو شویو مرکزونو په هلمند ولایت کې د طالبانو د عوایدو ۶۰٪ برابرول.

هغه وویل، نه یوازې دا چې د ترهګرو پر ضد جګړه به دوام ومومي، بلکې ګډ هوایي بریدونه به هم د هغوی عایداتي سرچینې له منځه وېسي. هغه زیاته کړه، چې د تېر کال په بهیر کې افغان پولیسو د نشه ییزو توکو اړوند ۲۳۴۳ عملیات ترسره کړي دي -- او هغه به د ژمي په بهیر کې هم دوام ومومي.‌

نېکلسن وروسته پنتاګون ته په یوه ټیلیفون کې خبریالانو ته وویل،‌افغان سوپرټوکانو تهاجمي الوتکو دوه لابراتوارونه ویجاړ کړل او امریکایي الوتکو، چې، بي - ۵۲ او اېف - ۲۲ په کې شاملې وې، اته نور له منځه وېوړل.

هغه یادونه وکړه چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۴۰۰ یا ۵۰۰ د نشه ییزو توکو لابراتوارونه فعال دي.‌

هغه وویل، «دا به یو ثابت فشار وي چې همداسې لوړ به پاتې شي،‌ او مونږ به یې راټیټېدلو ته پرې نه ږدو،»

د نشه ییزو توکو سوداګري طالبان تمویلوي

رسمي ارقام ښیي، چې طالبان د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د نشه ییزو توکو له ناقانونه سوداګرۍ او د کوکنارو له بزګرانو څخه د اپین په سر د مالیاتو له ټولولو څخه په کال کې اټکل ۱۳ میلیارده افغانۍ (۲۰۰ میلیونه ډالر) ترلاسه کوي.‌

امریکایي ځواکونو د نشه ییزو توکو د لابراتوارونو په ګوته کول او ویشتل وروسته له هغه پیل کړلچې په اګست کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتیژۍ اعلان د امریکایي هوایي ځواک لپاره دا اسانه کړه چې کولی شي طالبان او د هغوی د عوایدو سرچینې او بېخبناوې په نښه کړي.‌

طالبانو یوه خبرپاڼه خپره کړه چې په کې یې د نشه ییزو توکو د جوړونې د مرکزونو له موجودیت څخه انکار وکړ.‌

پخواني افغان پوځي افسر متقاعد ډګرمن عبدالغفار ګردېزي په هلمند ولایت کې د نشه ییزو توکو د جوړونې په لابراتوارونو باندې هوایي بریدونه وستایل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «کله چې مونږ اورو چې وسله وال مخالفان د نشه ییزو توکو له لارې تمویلېږي،‌ د دغو سرچینو په نښه کول به خامخا په افغانستان کې په امنیت او روان جنګ باندې تاثیر وکړي،»‌

هغه وویل،‌ «که دا کار پخوا شوی وای، د افغانستان جنګ به دومره نه وای اوږود شوی، خو بیا هم بېخي ناوخته نه دی چې د اورپکو د ټولو سرچینو پر ضد دې اقدام وشي.»‌

امریکایي - افغان عملیات په داسې حال کې ترسره کیږي چې خواوشا ۳۰۰۰ اضافي امریکایي عسکر د دې لپاره توظیف شوي چې هغو افغان امنیتي ځواکونو ته، چې د طالبي او داعشي یاغیانو پر ضد جګړه کوي،‌ روزنه او ملاتړ برابر کړي.‌ د عسکرو په شمېر کې دا زیاتوالی به په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمېر ۱۴۰۰۰ ته زیات کړي.‌

طالبانو د 'کوکنارو په مرسته یاغیتوب' جوړ کړی دی

د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو او جرمونو پرضد د مبارزې ادارې تېره اونۍ خبرداری ورکړ،‌ چې په افغانستان کې د تاریاکو «ډېره» کرنه او قاچاق به یاغیتوب زیات او د اورپکو لپاره مالي سرچینې پیاوړې کړي.‌

نېکلسن وویل، طالبانو د نشه ییزو توکو د قاچاق، د کانونو د ناقانونه کیندنو، تښتونو او اجرتي قتلونو له لارې ترلاسه کېدونکیو شتمنیو د خوندي کولو لپاره د 'کوکنارو په مرسته د یاغیتوب' جګړې ته تکامل کړی دی.‌

هغه وویل، «هغه جګړه، چې هغوی یې کوي د دې لپاره ده چې د تولید وسایل کنټرول کړي، د کوکنارو پټي کنټرول کړي، بزګران د کوکنارو کرلو ته تشویق کړي او بیا وکولی شي‌ چې د دغو سیمو له خوندیتوب نه په استفادې دا اپین په هیرویینو باندې واړوي،»‌

په کابل کې مېشت د سیاسي چارو تحلیلګر احمد بهروز وویل، چې طالبان بزګران دې ته اړباسي چې کوکنار وکري او په دې توګه هغوی ډېرې پیسې ترلاسه کړي او جګړې ته دوام ورکړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د نشه ییزو توکو د تولید ځینې مرکزونه طالبانو پورې اړه لري او ځینې نور یې د هغوی له خوا ساتل کیږي چې د ساتنې له لارې یې پیسې ترلاسه کړي،»‌

د هلمند یوه ۲۷ کلن اوسېدونکي صفی الله سلام ټایمز ته وویل،‌ «طالبان بزګران دې ته اړباسي چې کوکنار وکري او بیا هغوی د عوایدو یوه غټه برخه د زکات په نامه اخلي.‌ بزګران نشي کولی چې خپل اواز پورته کړي ځکه چې هغوی ډارېږي.»‌

[له کابل څخه نجیب الله د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان خلک [illegible] ښکلی عکس دی...

ځواب ورکړئ