امنیت

تسلیم شویو طالبانو په خپلو تېروتنو اعتراف وکړ او په نور یې وهڅول چې د سولې له بهیر سره یوځای شي

د سلیمان راپور

په عکس کې، د قوماندان حفيظ الله حقاني په شمول د طالبانو یو ۹ کسیز ګروپ او دوه ۱۰ او ۱۳ کلن هلکان لیدل کیږي چې د نومبر په ۱۰مه په بغلان ولایت کې تسلیمېږي. [د بغلان د والي د رسنیو د دفتر له خوا اخیستل شوی عکس]‌

په عکس کې، د قوماندان حفيظ الله حقاني په شمول د طالبانو یو ۹ کسیز ګروپ او دوه ۱۰ او ۱۳ کلن هلکان لیدل کیږي چې د نومبر په ۱۰مه په بغلان ولایت کې تسلیمېږي. [د بغلان د والي د رسنیو د دفتر له خوا اخیستل شوی عکس]‌

کابل -- د افغانستان د سولې د عالي شورا په وینا، د ۲۰۱۰ له سپتمبر راهیسې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خواوشا ۱۲۰۰۰ تنه یاغیان د سولې بهیر سره یوځای شوي، او دغه شمېر مخ په ډېرېدلو روان دی.

د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۱۰ په سپتمبر کې د سولې عالي شورا د دې لپاره جوړه کړه چې د هېواد په سطحه یاغیان روغې جوړې ته وهڅوي.‌

د بغلان د والي ویاند محمود حقمل سلام ټایمز ته وویل، «د نومبر په ۱۰ مه، په بغلان ولایت کې د طالبانو د یوه مشهور قوماندان حفيظ الله حقاني، چې له څو کالو راهیسې یې د عسکرو پر ضد جنګ کاوه، په شمول د طالبانو یو ۹ کسیز ګروپ د سولې بهیر سره یوځای شو او خپلې وسلې یې په بورکه ولسوالۍ کې وسپارلې،»‌

هغه وویل، «د یادو ۹ کسانو په ډله کې دوه هلکان، چې ۱۰ او ۱۳ کاله عمرونه یې لرل، هم شامل ول.‌ هغوی ته له افغانستان څخه بهر د ځانمرګو بریدونو روزنه ورکړل شوې وه او د هغوی د قوماندانانو له خوا ورته حکم شوی وو چې په بورکه ولسوالۍ کې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي،»

په عکس کې ۱۰ تنه طالبان او ۴ تنه د داعش غړي، چې مقاماتو ته تسلیم شوي، د اکتوبر په ۱۷مه په جوزجان ولایت کې ښودل کیږي. هغوی له نورو څخه هم وغوښتل چې د سولې بهیر سره دې یوځای شي.‌ [د جوزجان د والي د رسنیو د دفتر له خوا اخیستل شوی عکس]‌

په عکس کې ۱۰ تنه طالبان او ۴ تنه د داعش غړي، چې مقاماتو ته تسلیم شوي، د اکتوبر په ۱۷مه په جوزجان ولایت کې ښودل کیږي. هغوی له نورو څخه هم وغوښتل چې د سولې بهیر سره دې یوځای شي.‌ [د جوزجان د والي د رسنیو د دفتر له خوا اخیستل شوی عکس]‌

حقاني وویل، چې هغه او د هغه پلویان دې نتیجې ته ورسېدلچې دغه جنګ د توجیه وړ نه دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو له خوا زمونږ د هېوادوالو زورول د دې سبب وګرځېدل چې مونږ هغوی پرېږدو. له ډېرو کلونو څخه وروسته،‌ مونږ ته دا ثابته شوه چې طالبان د افغانانو او افغانستان دښمنان دي.»

هغه وویل، «د هغوی ټول فعالیتونه زمونږ د خلکو او وطن پر ضد دي،‌ او د دې وخت په ترڅ کې د طالبانو اکثر قربانیان بې ګناه خلک ول. په حقیقت کې، هغوی د ملکي خلکو د پیسو او ملکیتونو د خوړلو له لارې ژوند کوي.»‌

ماشومان د ځانمرګو بمي بریدګرو په توګه روزل شوي ول

د ګروپ له منځه یادو دوه هلکانو وویل، هغوی د دې لپاره روزل شوي ول چې د بغلان په ولایتي چارواکو باندې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي.‌

کمال الدین چې ۱۳ کاله عمر لري سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو مونږ او ډېر نور ماشومان بهر ته ولېږلو چې د ځانمرګو بریدونو روزنه ترلاسه کړو. هلته، مونږ ته شپږ میاشتې د ځانمرګو بریدونو روزنه راکړل شوه. په وروستیو وختونو کې مونږ بورکې ولسوالۍ ته راستانه شو.»

کمال الدین او ۱۰ کلن محمد انور دواړو وویل، چې د طالبانو قوماندانانو هغوی ته امر کړی وو چې خپل ځانمرګي ماموریتونه ترسره کړي چې شهیدان شي او جنت ته لاړ شي.

دغو دواړو هلکانو سلام ټایمز ته وویل، چې هغوی دوه ځلې ښار ته په دې نیت راغلل چې د بورکې ولسوالۍ امنیه قوماندان په نښه کړي خو بریالي نشول.‌

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او په افغانستان کې سیف د چایلډرن موسسې د ترهګرو ګروپونو له خوا د ماشومانو کارول وغندل.‌

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي سلام ټایمز ته وویل، «د یاغي ګروپونو له خوا د ماشومو جنګیالیو استخدام او د ځانمرګو بریدونو ترسره کولو لپاره د هغوی روزنه د اسلام د اساساتو، د افغانستان د قوانینو، بشري حقونو او د ماشومانو د حقونو په هکله د نړیوالو کنوانسیونونو سره په ټکر کې دي،»‌

په افغانستان کې د سیف د چایلډرن موسسې ویاندې مریم عطایي وویل، «مونږ د یاغيانو له خوا د ماشومو جنګیالیو استخدام غندو،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «سربېره پر دې، مونږ په دې جنګ کې د ښکېلو ډلو څخه غواړو چې د خپلو هدفونو د ترسره کولو لپاره د ماشومانو له قرباني کولو څخه ځانونه وساتي او د دې پرځای مونږ په هغوی باندې تاکید کوو چې د وسله والو نښتو په ترڅ کې هغوی خوندي کړي،»‌

'زمونږ د ژوند تر ټولو لویه غلطي'

د جوزجان د والي د ویاند محمد رضا غفوري په وینا، په وروستیو وختونو کې په جوزجان ولایت کې د طالبانو او داعش دوه ډلې تسلیم شوې.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د اکتوبر په ۱۷ مه، قاري ابراهیم، د طالبانو یو قوماندان، چې له کلونو راهیسې یې په قوش تېپه او درزاب ولسوالیو کې د حکومتي ځواکونو پر ضد جګړه کوله، له خپلو ۹ سړیو او وسلو سره یوځای د سولې بهیر سره یوځای شو،»‌

غفوري د طالبانو د ډلې تسلیمېدا «په هغو سیمو کې، چې یو وخت هغوی په کې فعال ول، د امنیت په برخه کې یو مؤثر پرمختګ» وباله.‌

هغه زیاته کړه، «په عین ورځ، د داعش ۴ تنه جنګیالي د سولې بهیر سره یوځای شول،»

غفوري وویل، «افغان حکومت د یاغیانو هغو واحدونو ته، چې جګړه غندي او د سولې بهیر سره یوځای کیږي، د ژوند کولو ښه شرایط، یو لړ مالي امتیازات او تشویقۍ، او همدارنګه کاري فرصتونه برابروي،»‌

ابراهیم په خپلو تېروتنو اعتراف وکړ او له نورو څخه یې هم وغوښتل چې د سولې بهیر سره یوځای شي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ما،‌ او نورو هغو افغانانو، چې له طالبانو سره یې بیعت کړی وو، د خپل ژوند تر ټولو لویه غلطي کړې وه. د طالبانو غړیتوب لرل د افغانستان د مسلمان ولس پر ضد د دښمنۍ مانا لري.»‌

هغه وویل، «زه په نورو افغانانو، چې د طالبانو په لیکو کې دي او د افغان ولس پر ضد جګړه کوي، غږ کوم چې خپلې وسلې کېږدي او په خپل وطن کې د سولې او امنیت لپاره کار وکړي،»‌

د سولې بهیر د پرمخ تګ یوازنۍ لاره ده

په بامیان ولایت کې، د طالبانو یو بل غړی قاري نورالله د اکتوبر په ۲۳ مه له امنیتي ځواکونو سره یوځای شو.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه شپږ کاله د طالبانو د ډلې غړی وم، او ما په شمالي ولایتونو، په ځانګړې توګه بغلان ولایت کې کار کاوه،» او زیاته یې کړه چې هغه یو څه وخت له افغانستان څخه بهر تېر کړ چې د ځانمرګي برید د ترسره کولو لپاره روزنه ترلاسه کړي.‌

هغه وویل،‌ «زه بامیان ولایت ته راغلم چې د محرم میاشتې په ترڅ کې په یوه جومات کې ځانمرګی برید ترسره کړم. په دې هکله پوهېدلو سره، چې ځانوژنه په اسلام کې منع ده، او زما د کورنۍ د نصیحتونو له اورېدلو څخه وروسته، زه امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوم.»‌

نورالله وویل، «په تیر شوي شپږو کلونو کې چې زه د طالبانو د ډلې غړی وم، ما له طالبانو نه له وژلو، ظلم او د افغانستان د بېخبنا له ورانولو اخوا، هېڅ ښه کار ونه لید،»‌

هغه وویل، د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر سره یوځای کېدل د جګړې د ودرولو او د افغانستان د بریالیتوب یوازنۍ لاره ده.‌

عادي افغانان هم دې ته ورته احساس کوي.‌

د کابل یوه اوسېدونکي محمد نسیم چې ۴۵ کاله عمر لري، وویل، «یو ځل، چې طالبان د سولې بهیر سره یوځای شي، جنګ او تاوتریخوالی به ورک شي.‌ د جګړې ودرول زمونږ د هېواد د بریالیتوب او ثبات اصلي ضمانت دی.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که طالبان جګړه بس کړي او خپلې وسلې کېږدي، ټول افغانان به هغوی د خپلو هېوادوالو په توګه قبول کړي، خو که هغوی خپل ناقانونه جنګ ته دوام ورکړي، مونږ به هغوی د خپلو خلکو او هېواد دښمنان وګڼو.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښاغلی خلیلي په خپلو کارونو کې ډېر بریالی دی.‌

ځواب ورکړئ

زه اصلاً په عوامو کې د پروپاګند د خپرولو پلوي نه یم.‌

ځواب ورکړئ