تروريزم

په افغانستان او پاکستان کې د ښځو او ماشومانو پر ضد د طالبانو چلند وحشیانه دی

د اشفاق یوسفزي راپور

دوه ټپي ماشومان او یوه ښځه د فبرورۍ په ۱۷ مه، په سیند ایالت کې د ۱۳مې پېړۍ د صوفي لال شهباز قلندر په زیارت کې له یوې بمي چاودنې څخه وروسته، په سېهوان کې په داسې حال کې په چپرکټونو پراته دي چې یو سړی یې تر څنګ ولاړ دی. [آصف حسن/ای اېف پي]

دوه ټپي ماشومان او یوه ښځه د فبرورۍ په ۱۷ مه، په سیند ایالت کې د ۱۳مې پېړۍ د صوفي لال شهباز قلندر په زیارت کې له یوې بمي چاودنې څخه وروسته، په سېهوان کې په داسې حال کې په چپرکټونو پراته دي چې یو سړی یې تر څنګ ولاړ دی. [آصف حسن/ای اېف پي]

پېښور -- کتونکي وایي، چې د هغوی له پرعکس ادعاوو سره سره،‌ افغان طالبان او د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) دواړه د ښځو او ماشومانو د وژنې په برخه کې د وېرې احساس نه کوي.

په یوه وروستۍ پېښه کې، یوه کاناډایي سړي، جوشوا بوایل، چې له خپلې کورنۍ سره پنځه کاله د طالبانو په حبس کې وو،وویل، چې اورپکو د هغه ماشومه لور ووژله او د هغه په امریکایۍ ښځه،‌ کیتلن کولمین، یې جنسي تېری وکړ.‌

د پاکستان پوځ دغه کورنۍ په اکتوبر کې وژغورله.‌

د وحشیانه عملونو ریکارډ

په پېښور کې د امنیتي چارو تحلیلګر خادم حسین پاکستان فارورډ ته وویل، «د کاناډایي جوړې ... دا تورونه، چې د هغوی ماشومه لور ووژل شوه، نوي نه دي ځکه چې طالبان د ښځو او ماشومانو د وژلو عادت لري،»

افغان کډوال ماشومان او کورنۍ د ۲۰۱۶ د سپتمبر په ۲۷ مه، د کابل په لمنه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په کمپ کې د بمونو او ماینونو بېلګې ګوري.‌ کتونکي وایي، چې په افغانستان او د پاکستان په قبایلي سیمو کې اکثر د اورپکو د بریدونو او ځمکنیو ماینونو د چاودنو قربانیان ښځې او ماشومان وي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي‌]

افغان کډوال ماشومان او کورنۍ د ۲۰۱۶ د سپتمبر په ۲۷ مه، د کابل په لمنه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په کمپ کې د بمونو او ماینونو بېلګې ګوري.‌ کتونکي وایي، چې په افغانستان او د پاکستان په قبایلي سیمو کې اکثر د اورپکو د بریدونو او ځمکنیو ماینونو د چاودنو قربانیان ښځې او ماشومان وي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي‌]

په جنوبي وزیرستان کې مېشت یوه ژورنالست چې غوښتل یې نوم یې یاد نشي، وویل، که څه هم چې افغان طالبانو له دغو تورونو څخه انکار کړی دی، خو اورپکي له پخوا نه هم له ښځو سره د زبر زنا تاریخچه لري.‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «په افغانستان او د پاکستان په قبایلي سیمو کې، طالب اورپکو ښځې وهلي او هغوی یې له دې نه منع کړي چې د نژدې نارینه خپلوانو له ملتیا پرته له کورونو څخه بهر وځي،»‌

هغه وویل، اورپکي همدارنګه په شرموونکي ډول بې ګناه ښځې او ماشومان وژني.‌

ژورنالست د ملګرو ملتونو د جولای د یوه راپور په حواله وویل، چې طالب اورپکو د ۲۰۱۷ په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۶۲ تنه ملکیان ووژل او ۳۵۸۱ تنه نور یې ټپیان کړل، چې په هغو کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان هم ول.‌

په یوه ځانګړې وحشیانه پېښه کې، طالبانو او داعش په ګډه د اګست په ۵ مه د افغانستان د سرپل ولایت په لیرې پرته ولسوالۍ صیاد کې تر ۶۰ پورې سړي، ښځې او ماشومان په ډله ییز ډول ووژل.

په ملکیانو باندې په یوه بل برید کې، یوه ځانمرګي بمي بریدګر د اکتوبر په ۵ مه د پاکستان د بلوچستان ایالت په جال مګسي ولسوالۍ کې د یوه صوفي په زیارت کې، د درې تنو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

اورپکي 'بې رحمي' کوي

حسین وویل، د پېښور په حربي ښوونځي د ۲۰۱۴ د ډسمبر میاشتې د ډله ییزې وژنې یادونه اوس هم د خلکو په ذهنونو کې ژوندي دي.‌ د ټي ټي پي وسله والو په ښوونځي باندې د حملې پر وخت له ۱۴۰ نه ډېر ماشومان او استادان ووژل.

هغه وویل، «هغوی د انسانیت په وړاندې هېڅ رحم نه لري او ښځې، ماشومان او ځوانان او زاړه د خپلې اجنډا د ترسره کولو په لړ کې په یو ډول سره وژني،» او زیاته یې کړه چې،د طالبانو د ملاتړ د کمېدا لوی علت د ښځو او ماشومانو په وړاندې د هغوی چلند دی.

په پېښور کې د لیډي ریډنګ روغتون ډاکټر مشتاق احمد وویل،‌ دغه ډول عملونه «د ښځو او ماشومانو په وړاندې د اورپکو رویه» په ګوته کوي.‌

ډاکټر مشتاق، چې د روغتون په عاجل ډیپارټمنټ کې کار کوي، پاکستان فارورډ ته وویل، «په تېرو ۱۰ کلونو کې،‌ مونږ ته خواوشا ۳۰۰۰ داسې ناروغان راغلي چې د بمي چاودنو او ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې ټپیان شوي ول،‌ او د هغوی له منځه نیمایي ښځې او ماشومان ول،»‌

هغه وویل، د هغو قربانیانو له ډلې څخه په شلګونو کسان معیوب شول چې وبه نشي کولی په عادي ډول ژوند وکړي.‌

هغه وویل، «په بازارونو کې ترسره شوي بریدونه اکثر په داسې مارکېټونو شوي چې ډېر به ښځې ورتللې.‌ په ښځو او ماشومانو باندې د هغوی په کورونو کې دننه بریدونه وشول.»‌

د اسلام په وړاندې بزدلانه عملونه

په پېښور پوهنتون کې د ټولنیزو چارو یوه پوه خالد رحمان وویل، د اورپکو له خوا په بې رحمۍ سره د ښځو او ماشومانو په نښه کول د غندلو وړ دي.‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «دا کار د اسلام او ځایي دودونو، چې ښځې په کې لوړ مقام لري، پر ضد دی،» او زیاته یې کړه چې، «پښتنه ټولنه ښځو ته ډېر احترام ورکوي.»

هغه وویل، د خیبر پښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې،‌ په ۲۰۰۷ - ۲۰۰۹ کلونو کې د یاغیانو د ترهګرۍ په دوره کې، اورپکو ښځې له خپلو کورونو څخه له راوتلیو او ښځینه ډاکټرانې او نرسانې په روغتونونو کې له کار کولو څخه منع کړې.‌

ماشومان هم اکثر وختونه د طالبانو د بریدونو قربانیان ګرځي.‌

محمد اسامه، چې ۱۰ کاله عمر لري، د مارچ په میاشت کې په خیبر ایجنسۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې سخت ټپي شو. هغه خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې چې ټول عمر به په کټ کې وړل راوړل کیږي.‌

د هلک پلار محمد شوکت پاکستان فارورډ ته وویل، «هغه له ماشومانو سره د کرکټ لوبه کوله چې په یوه ماین یې، چې اورپکو کرلی وو، پښه کېښوده. مونږ هغه حیات اباد میډیکل کمپلېکس روغتون ته ورساوه،‌ خو د هغه ټپونه ډېر سخت ول... هغه خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې.»

شوکت وویل، هغه په خپله سیمه کې له لسو نه ډېر داسې ماشومان پېژني چې ځمکنیو ماینونو یې پښې لاسونه پرې کړي دي.‌

هغه وویل، «خلک هغو ترهګرو ته، چې ماشومان او ښځې وېروي، هېڅ‌ درناوی نه لري. اورپکي نشي کولی چې د اردو په وړاندې مخامخ جګړه وکړي، او ملکي خلک په نښه کوي چې دا د زړورتیا نښه نه ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500