تروريزم

اسلامي ائتلاف د ترهګرۍ د له منځه وړلو ژمنه وکړه

ای اېف پي

سعودي شهزاده او د دفاع وزیر محمد بن سلمان (له ښۍ خوا ۶م) د نومبر په ۲۶ مه په ریاض کې د ترهګرۍ ضد اسلامي پوځي ایتلاف د ۴۱ هېوادونو له نورو دفاع وزیرانو سره د یوه ګروپي عکس اخیستلو لپاره ولاړ دی‌‌. [فایض نورالدین/ای اېف پي]‌

سعودي شهزاده او د دفاع وزیر محمد بن سلمان (له ښۍ خوا ۶م) د نومبر په ۲۶ مه په ریاض کې د ترهګرۍ ضد اسلامي پوځي ایتلاف د ۴۱ هېوادونو له نورو دفاع وزیرانو سره د یوه ګروپي عکس اخیستلو لپاره ولاړ دی‌‌. [فایض نورالدین/ای اېف پي]‌

ریاض -- سعودي ولیعهد د یکشنبې په ورځ /د نومبر ۲۶ مه/ د اسلامي ترهګرۍ ضد اتحاد په دایر شوي لومړني مجلس کې، چې د ۴۰ نورو اسلامي هېوادونو چارواکو په کې برخه اخیستې وه، ژمنه وکړه چې «ترهګر به تر هغه تعقیب کړي چې د ځمکې له مخ نه پناه شي».‌

دا غونډه د ترهګرۍ پر ضد د اسلامي پوځي ائتلاف،‌ چې په ۲۰۱۵ کال کې د سعودي عربستان له خوا اعلان شو، د دفاع وزیرانو او نورو جیګپوړو چارواکو لومړنۍ ناسته ده. په رسمي ډول په دغه ایتلاف کې ۴۱ هېوادونه شامل دي او د سخت افراطیت پر ضد د 'پراخې اسلامي متحدې جبهې' په نامه یادېږی.

د دغه هېواد د مقاماتو له منځه، شهزاده محمد بن سلمان، چې د سعودي عربستان د دفاع وزیر هم دی، په ریاض کې غونډې ته په یوه مهمه وینا کې وویل، «په تېرو کلونو کې،‌ زمونږ په ټولو هېوادونو کې... چې همغږي مو نه لرله، ترهګرۍ فعالیت کاوه».‌

"نن دا په دې ایتلاف سره پای ته رسېږي.»

د یوه شریک دښمن یعنې ترهګرۍ پر ضد جګړه

دغه ایتلاف د افغانستان،‌ بحرین،‌ مصر، لبنان، لیبیا، موریتانیا، پاکستان، سومالیا،‌ ترکیې،‌ متحده عرب اماراتو او یمن په شمول اسلامي‌ هېوادونه یا داسې هېوادونه، چې مسلمانان په کې اکثریت دي، سره په یوځای راټولوي.‌

په هغه کې ایران، او همدارنګه سوریې او عراق ته، چې مشران یې له تهران سره نژدې اړیکې لري، ځای نه دی ورکړل شوی. سعودي عربستان ایران په دې تورنوي چې په منځني ختیځ‌ کې وسله وال ګروپونه حمایه کوي.

د ایتلاف سرپرست عمومي منشي سعودي جنرال عبدالاه د یادو درې هېوادونو محرومول کم اهمیته وګڼل او ویې ویل، «د دې ایتلاف اساس شمولیت دی،»

«زمونږ شریک دښمن ترهګري ده، نه کوم مذهب، فرقه یا نژاد.»

متقاعد پاکستانی جنرال رحیل شریف، چې یو وخت د دغه هېواد د پوځ مشر وو او د دې ایتلاف د عمومي قوماندان په توګه کار کوي، هم تاکید وکړ چې دغه ایتلاف د هېڅ مذهب یا دولت پر ضد نه دی.

شریف وویل، چې د ایتلاف هدف دا دی چې «د منابعو په کارونه کې خوځښت او همغږي رامنځته کړي،‌ د معلوماتو تبادله اسانه کړي او له غړو هېوادونو سره مرسته وکړي چې خپل ترهګرۍ ضد ظرفیت جوړ کړي،»‌

ترهګري او افراطیت مذهب تحریفوي

د یکشنبې د ورځې مجلس په داسې حال کې ترسره کیږي چې د متحده ایالاتو په مشرۍ یوه ایتلاف په شمول ګڼ پوځي ایتلافونه په عراق او سوریه کې د داعش له پاتې مرکزونو څخه د هغوی د اېستلو لپاره کار کوي.‌

مصر، چې دغه مجلس ته یې د دفاع وزیر پر ځای یو پوځي چارواکی لېږلی وو،‌ په یوه صوفي جومات د جمعې د ورځې /د نومبر ۲۴ مې/ د یوه برید له امله، چې له ۳۰۰ نه ډېر مصریان یې د لمانځه پر وخت ووژل، ګنګس دی.‌

په داسې حال کې چې هېڅ‌ ډلې د یادې پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی، مصري مقاماتو وویل چې اصلي مشکوک داعش دی.

شهزاده محمد وویل، د جمعې د ورځې «دردوونکې پېښه» د «ترهګرۍ او افراطیت د خطر» یو یادوونکی دی.

هغه وویل،‌ «د بې ګناه خلکو د وژلو او د کرکې د خپرولو تر څنګ،‌ ترهګري او افراطیت زمونږ د مذهب تصویر راخرابوي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

برګذاری همچو نشست ها به حمایت ورهبری دولت سعودی وحمایت مخفی ایالات متحده برګذاری میګردد هیچګونه نتایج را در قبال نخواهد داشت

ځواب ورکړئ