روغتیا

کونړ ولایت د ښځو روغتیايي پاملرنې ته د ودې ورکولو لپاره نرسانې او قابلې تربیه کوي

د خالد زېري راپور

۴۸ تنه ښځې د نومبر په ۱۷مه د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې د نرسانو او قابلو لپاره په یوه دوه کلن روزنیز پروګرام کې شاملې شوې.‌ [خالد زېری]

۴۸ تنه ښځې د نومبر په ۱۷مه د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې د نرسانو او قابلو لپاره په یوه دوه کلن روزنیز پروګرام کې شاملې شوې.‌ [خالد زېری]

کونړ -- روغتیایي کارکوونکي او چارواکي په دې کار کوي چې په افغانستان کې د میندو او وړو ماشومانو د مړینې ستونزه هواره کړي.‌

د افغانستان د ۲۰۱۵ کال د ډیموګرافیکې او روغتیایي سروې په اساس، دا په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د میندو مړینه په کې ډېره زیاته ده، چې په کال کې په ۱۰۰۰۰۰ ژوندیو زېږوونکیو میندو کې ۱۲۹۱ مړې کېږي او په هرو ۱۰۰۰ ژوندیو زېږېدونکیو ماشومانو کې ۵۵ مړه کیږي.‌

دغه سروې چې د افغانستان د احصایې د مرکزي ادارې، د عامې روغتیا وزارت او د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) له خوا ترسره شوې، وړاندیز کوي چې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي ډېرېدا کولی شي چې په دغو شمېرنو کې ښه والی رامنځته کړي.‌

نرسانو او قابلو ته روزنه ورکول

په کونړ ولایت کې د دغه روزنیز پروګرام هدف هم دا دی چې دا کار د ښځینه نرسانو او قابلو د شمېر په ډېرولو سره وکړي.‌

د دغه دوه کلن روزنیز پروګرام، چې د عامې روغتیا وزارت یې تمویلوي او د ایډ میډیکل انټرنېشنل په نامه فرانسوي موسسې په تخنیکي مرسته به پرمخ ځي، هدف دا دی چې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د ښځو د روغتیایي خدمتونو د نشتوالي ستونزه هواره کړي.‌

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي د نومبر په ۱۷مه په اسداباد کې د ۲۴ قابلو او ۲۴ نرسانو لپاره د نوي روزنیز پروګرام د پرانستلو په مراسمو کې وویل،‌ چې تر دې مخکې د دغه ولایت روغتیایي مرکزونو له پاکستان څخه نرسانې او قابلې مقررولې او روزنه یې ورکوله چې خپل ضرورتونه پرې پوره کړي.‌

هغه وویل، «ان شاءالله، د دغو نرسانو او قابلو په فارغولو سره به په روغتیايي مرکزونو کې د نرسانو او قابلو ستونزه هواره شي،»‌

هغه وویل، «افغانستان پرمختګ کوي، او مونږ په ډېرو کلیو او سیمو کې په روغتیایي مرکزونو کې ښځینه نرسانې او قابلې لرو،»‌ او زیاته یې کړه چې حکومت به همدارنګه په لیرې پرتو سیمو کې د نورو روغتیایي مرکزونو د پرانستلو لپاره هڅې وکړي.‌

د کونړ د عامې روغتیا ریاست رییس ډاکټر عزیزالرحمان ساپي وویل، چې د نرسانو او قابلو د روزنې انسټیټیوټ تر دې مخکې په ۲۰۱۱ کال کې په لومړۍ مرحله کې ۳۰ نرسانې او قابلې فارغې کړې، او بیا یې په ۲۰۱۳ کال کې په دویمه مرحله کې۹۰ تنه نورې فارغې کړې.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په دې توګه،‌ د نرسانو او قابلو د نشتوالي مسئله تر یوه حده پورې حل شوې ده.‌ دا نوي ټولګي به دې ته لاره هواره کړي چې زمونږ ټول روغتیایي مرکزونه نرسانې او قابلې ولري.»‌

د ځایي کارمندانو د کميو پوره کول

که څه هم چې کونړ ولایت یو شمېر ښځینه ډاکټرانې لري، خو په دغه ولایت کې د هغوی وېش په برابر ډول نه دی شوی.‌

ساپي وویل، چې دغه ولایت ۶۱ روغتیایي مرکزونه لري چې ۹ په کې لوی روغتیایي مرکزونه دي چې په هغو کې ښځینه ډاکټرانې شته، او زیاته یې کړه چې د روغتیا اداره په دې کار کوي چې نورې ښځینه ډاکټرانې مقررې کړي چې د دغه ولایت په کوچنیو روغتیایي مرکزونو کې کار وکړي.‌

هغه وویل، «په کونړ کې، مونږ یو شمېر روغتیایي مرکزونه لرو،‌ خو په هغو کې نرسانې او قابلې نشته.»‌ ساپي وویل،‌ چې د دغه کمي د پوره کولو لپاره،‌ د نرسانو او قابلو د روزنې انسټیټیوټ د لیرې پرتو سیمو، چې هلته نرسانې او قابلې نشته، د ښځو لپاره یو شمېر ځایونه ساتلي دي.‌

هغه وویل، دغو نجونو چې په دې پروګرام کې نیول شوي دي «ژمنه کړې چې په خپلو سیمو کې به کار کوي او ولس ته به خدمت کوي،»‌

۲۸ کلنه سینا چې د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکې او د دغه روزنیز پروګرام یوه برخه واله ده، وویل، هغه به خوشحاله وي چې په خپله سیمه کې خدمت وکړي.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زموږ په کلي کې کلینیک شته، خو نرسانې او قابلې په کې نشته... نو زه غواړم چې د خپلو دوه کلنو زده کړو له بشپړولو څخه وروسته د خپل کلي د ښځو خدمت وکړم.»‌

شګوفې، چې د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکې ده، په دې روزنه کې د برخه اخیستنې لپاره خپل شخصي دلیل یاد کړ.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زما د تره ښځه په ماشوم ناروغه شوه، زموږ د ولسوالۍ روغتیايي کلینیک لرې وو او د کلي په روغتیایي مرکز کې ښځينه نرسه یا قابله نشته،»

هغې وویل، «کله چې مونږ هغه کلینیک ته ورسوله، زما د تره ښځه او د هغې ماشوم مړه شوي ول، له دې امله، زه غواړم چې په سیمه کې خپلو میندو او خویندو ته خدمت وکړم.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500