تروريزم

کتونکي: په افغان رسنیو باندې بریدونه د وحشتونو د پټولو لپاره کېږي

د نجیب الله راپور

وسله والو سړیو، چې د پولیسو لباسونه یې اغوستي ول، د نومبر په ۷ مه په کابل کې د یوه تلوېزیون پر سټېشن برید وکړ، چې لږ تر لږه ۲ کسان یې ووژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل. دغه برید، چې داعش یې مسؤلیت پرغاړه واخیست، نژدې درې ساعته روان وو چې بیا افغان ځانګړو ځواکونو بریدګر له پښو وغورځول او په ودانۍ کې ایسار کارمندان یې وژغورل. [ازادي راډېو/ای اېف پي]‌

کابل -- کتونکي وایي، په افغانستان کې ترهګرې ډلې د ژورنالستانو او د رسنیو د کارکوونکیو پر ضد بریدونه زیاتوي، او له دې څخه وېرېږي چې د هغوی ریښتینی، او د زور زیاتي ماهیت به افشا شي.‌

په کابل کې د افغان ژورنالستانو د خوندیتابه د کمېټې (ای جی اېس سي) په وینا، په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې ۱۳ تنه ژورنالستان ووژل شول چې دا تر ټولو خونړی کال ثبت شو، او په ۲۰۱۷ کال کې هم په رسنیو باندې بریدونو په عین ډول دوام وکړ.‌

د راپورونو له مخې،‌ په ۲۰۱۷ کې یوازې په یوه میاشت کې ۸ تنه ژورنالستان ووژل شول.

د داسې بریدونو مثالونه ډېر دي.‌

د نومبر په ۱۶مه،‌ په کابل کې د ودونو یوه تالار نه بهر له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته یو افغان ژورنالست په یوه روغتون کې تداوي کیږي.‌ په دې پېښه کې لږ تر لږه ۹ کسان ووژل شول. [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

د نومبر په ۱۶مه،‌ په کابل کې د ودونو یوه تالار نه بهر له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته یو افغان ژورنالست په یوه روغتون کې تداوي کیږي.‌ په دې پېښه کې لږ تر لږه ۹ کسان ووژل شول. [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

د افغان رسنیو کارمندان د اګست په ۲ مه په هرات ولایت کې د شیعه ګانو په یوه جومات له ځانمرګو بمي بریدونو څخه وروسته د جومات دننه ولاړ دي.‌ د وړو ماشومانو په شمول ۳۰ عبادت کوونکي هغه وخت ووژل شول او ۶۴ نور ټپیان شول چې ځانمرګو بمي بریدګرو د اګست په ۱ نېټه د ایران پولې ته نژدې په جوادیه جومات د لاسي بمونو برید وکړ.‌ [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

د افغان رسنیو کارمندان د اګست په ۲ مه په هرات ولایت کې د شیعه ګانو په یوه جومات له ځانمرګو بمي بریدونو څخه وروسته د جومات دننه ولاړ دي.‌ د وړو ماشومانو په شمول ۳۰ عبادت کوونکي هغه وخت ووژل شول او ۶۴ نور ټپیان شول چې ځانمرګو بمي بریدګرو د اګست په ۱ نېټه د ایران پولې ته نژدې په جوادیه جومات د لاسي بمونو برید وکړ.‌ [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

وسله والو د نومبر په ۷ مه په کابل کې په شمشاد تلوېزیون سټېشن باندې برید وکړ،چې دوه کسان یې ووژل او ۲۰ تنه نور یې ټپیان کړل. افغان ځانګړیو ځواکونو بریدګر له منځه وېوړل،‌ او سټېشن د خپل هوډ د ښودلو لپاره څو ساعته وروسته خپلې خپرونې بېرته پیل کړې.‌

د روان کال په لومړیو کې، د می په ۱۷مه، ترهګرو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د افغانستان د ملي راډېو تلوېزیون په سټېشن برید وکړچې ۶ تنه کارمندان یې ووژل او ۲۰ تنه نور یې ټپیان کړل.‌

د دواړو بریدونو مسؤلیت داعش پرغاړه واخیست.‌

داعش هغه یوازنی ګروپ نه دی چې رسنۍ په نښه کوي -- طالبانو هم د ژورنالستانو پر ضد مرګوني بریدونه ترسره کړي دي.‌

د ۲۰۱۶ په جنورۍ کې،د طالبانو یوه ځانمرګي بمي بریدګر یو موټر، چې په چاودېدونکو توکو سمبال وو، د یوه بل موټر تر څنګ چې په کابل کې د طلوع تلوېزیون کارمندان یې وړل، وچاوه،چې ۷ کسان یې ووژل او د عادي اتباعو په شمول ۲۷ تنه نور یې ټپیان کړل.‌

افغان اتباعو او قانون نافذوونکیو ادارو دغه ډول بریدونه غندلي، او هغه یې د وینا د ازادۍ د چوپ کولو او د خپلو وحشتونو د پټولو لپاره هڅې بللې دي.

د افشاکېدلو وېره

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ د ادارې (نی) اجرائیوي رییس مجیب خلوتګر په وینا،‌ درې لویو عواملو ترهګر دې ته جوړ کړي چې په افغانستان کې ژورنالستان او رسنۍ په نښه کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د هر کال په تېرېدلو سره، زمونږ ژورنالستان په لا ډېر مسلکي ډول راپورونه ورکوي، چې په نتیجه کې یې، د ترهګرو او د افغانستان د دښمنانو حقیقي مخونه افشا شوي دي،»

خلوتګر وویل، «دا راپورونه د طالبانو ظاهر ډېر ژوبلوي او د دغې ډلې اصلي مخ افشا کوي،»

دویم عامل دا دی چې ژورنالستان د هغو بریدونو په هکله راپورونه ورکوي چې ډېر تلفات لري.‌ د هغو په مثالونو کې د ۲۰۱۵ په اګست کې په کابل کې د شاه شهید په سیمه کې ترسره شوی ترهګریز برید، چې خواوشا یو درجن کسان یې ووژل او له ۲۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې کسان یې تپیان کړل، او همدارنګه هغه ستره لارۍ بمي چاودنه چې د تېر می په ۳۱ مه د کابل په دپلوماتیکه ساحه کې وشوه،لږ تر لږه ۸۰ کسان یې ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل،‌ شامل دي.

خلوتګر وویل، د ملکي تلفاتو په هکله راپورونه ورکول عام خلک بیداروي،‌ او ترهګر دې ته مجبوروي چې په پېښه کې له لاس لرلو څخه انکار وکړي او د رسنیو د خولې بندولو هڅه وکړي.‌

هغه وویل، درېم عامل، چې ترهګر دې ته تحریکوي چې ژورنالستان په نښه کړي، هغه د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د اتلولیو مثبت پوښښ دی.‌

په کابل پوهنتون کې د ژورنالېزم د پوهنځي یوه محصل امین الله محمدي وویل، ترهګر غواړي چې په رسنیو باندې د بریدونو، د بیان د ازادۍ او په ټولنه کې دننه د ازادۍ د مخنیوي له لارې د خبرتیا او د ذهنونو د روښانولو مخه ونیسي.‌

هغه وویل، په هېواد کې د بې سوادۍ د سلنې ډېرښت ته په پام سره، تلوېزیوني او راډېوي ژورنالېزم د عامو خلکو په خبرولو او د خبرتیا ډېرولو کې یو مهم رول لوبوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «تر ډېره حده، رسنیو له ټولنې سره مرسته کړې چې په روښانه توګه په دې پوه شي چې د اورپکو کارونه د هغوی له ویناو سره په تضاد کې دي او دا چې د هغوی کارونه نه خلکو ته ګټه رسوي او نه هم هېواد ته،»‌

ژورنالستان له ګواښ سره مخامخ دي

افغان ژورنالستان وایي، چې هغوی ته په منظم ډول، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې هغوی د ترهګریزو پېښو په هکله راپورونه ورکړي، ګواښونه کیږي.‌

په کابل کې یوه خبریال، نعمت الله، سلام ټایمز ته وویل، «د ۲۰۱۲ په جون کې د قرغې په تفریح ځای باندې له برید څخه وروسته ما د ملکي تلفاتو په هکله یو راپور برابر کړ،»

چې له کابل سره نژدې د یوه ډنډ غاړې ته تفریح ځای باندې د طالبانو برید کې ۲۱ کسان ووژل شول.‌

نعمت الله وویل، «د راپور په خپرېدلو سره، ما ته ګڼ شمېر ګواښوونکي ټیلیفونونه راغلل. خلکو زه په دروغو ویلو تورن کړم، او ویې ویل چې ما د طالبانو پر ضد د دروغو پروپاګند کړی دی. هغوی ادعا کوله چې طالبان د خلکو دښمنان نه دي او دا چې هغوی مجاهدین دي.»

نعمت الله وویل، «په یوه بله پېښه کې، کله چې ما په کابل کې په یوه قراردادي شرکت باندې د برید په هکله راپور ورکاوه، د ذبیح الله مجاهد په نامه یوه کس، چې ادعا یې کوله چې د طالبانو ویاند دی، ماته ټیلیفون راوکړ او ویې ګواښلم،»‌

نعمت الله وویل، «ذبیح الله مجاهد ماته وویل، 'تا له خپل حد نه ډېر تېری وکړ! [نور بس کړه]، که نه له ستونزو سره به مخامخ شې،'»

یو شمېر ژورنالستان د داسې ګواښونو له ترلاسه کولو څخه وروسته ووژل شولپه داسې حال کې چې نور بیا په خپل ژوند له ډاره له هېواد نه وتښتېدل.‌

عباس غزنوي یو افغان ژورنالست دی چې په ترکیه کې اوسېږي.‌ نوموړی وروسته له هغه له افغانستان څخه ووت چې اورپکو ورته ګواښونه وکړل.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ژورنالستانو پر ضد د تاوتریخوالي او ګواښونو په زیاتېدلو او د ګواښوونکیو ټیلیفونونو په ترلاسه کولو سره، زه مجبور شوم چې راوځم،»‌

غزنوي وویل چې هغه،‌ د ګڼ شمېر نورو هغو ژورنالستانو ترڅنګ، چې نه یې شوای کولی چې د امنیتي دلایلو له امله په افغانستان کې ژوند وکړي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR)‌ ته د پناه ترلاسه کولو لپاره عریضه ورکړه. تر اوسه پورې د هغوی د پناه غوښتنې د قضیو په هکله فیصلې نه دي شوي.‌

د بشریت پر ضد جرم

خلوتګر وویل، «په ۲۰۱۶ کې، ۱۴ ژورنالستان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي،»‌ او زیاته یې کړه چې په ۲۰۱۷ کې تر اوسه پورې، چې د کال تر پایه پورې خواوشا یوه میاشت وخت لا پاتې دی، ۱۴ تنه نور ژورنالستان او د رسنیو کارکوونکي ووژل شول.‌

هغه په شمشاد تلوېزیون باندې برید ته په اشارې سره وویل، «په ملکي دوایرو او نورو ملکي موقعیتونو باندې برید یو جنګي جنایت دی. سربېره پر دې، دا چې رسنۍ پوځي هدفونه نه دي، د ترهګرو دغه ډول عملونه بشرضد جنایتونه دي او نړیواله ټولنه یې باید جدي ونیسي.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي وویل، د رسنیو او ژورنالستانو هدف ګرځول د دغه کمېسیون لپاره په دوامداره توګه د اندېښنې خبره ده.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په افغان حکومت غږ کوو چې د ژورنالستانو لپاره دې د ملاتړ چاپېریالونه او پلاټفورمونه برابر کړي. همدارنګه، مونږ د حکومت پر مخالفو ګروپونو غږ کوو چې د ژورنالستانو او رسنیو له هدف ګرځولو څخه دې ځانونه وساتي. دغه ډول عملونه د بشر ضد جرمونه او جنګي جرمونه ګڼل کیږي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500