ديپلوماسي

ازبکستان او افغانستان په دې سره سلا شول چې 'په ټولو برخو کې' سره همکاري وکړي

کاروانسرای

افغان ولسمشر اشرف غني (چپ) او ازبک ولسمشر شوکت میرزایویېف (ښی) د ډسمبر په ۵ مه له تاشکند څخه د غني د کتنې په ترڅ کې د ۶۰ تړونونو او د سوداګرۍ د قراردادونو د لاسلیک کېدا نظارت وکړ. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

افغان ولسمشر اشرف غني (چپ) او ازبک ولسمشر شوکت میرزایویېف (ښی) د ډسمبر په ۵ مه له تاشکند څخه د غني د کتنې په ترڅ کې د ۶۰ تړونونو او د سوداګرۍ د قراردادونو د لاسلیک کېدا نظارت وکړ. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

تاشکند -- د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایویېف او افغان ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ /د ډسمبر ۵ مه/ تاشکند ته د غني د رسمي سفر په ترڅ کې د همکارۍ د ۲۰ تړونونو او د صادراتو د ۴۰ تړونونو د لاسلیک کېدا نظارت وکړ.‌

د میرزایویېف د دفتر له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې په اساس، د دغو تړونونو هدف د نورو تر څنګ دا دی چې په اقتصادي، ټرانزېټي، امنیتي، برېښنایي، زراعتي، روغتیایي، تعلیمي او علمي برخو کې اړیکې لا نورې پیاوړې کړای شي.

د صادراتو د اړوندو قراردادونو ارزښت له ۵۰۰ میلیونو ډالرو څخه اوړي.

طلوع نیوز راپور ورکړ چې میرزایویېف په ګډ خبري کانفرانس کې وویل، «تاشکند له افغانستان سره د اقتصادي او امنیتي اړیکو په شمول په ټولو برخو کې همکارۍ ته ډېر ارزښت ورکوي. د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ لاسلیک شوي تړونونه میلیونونه ډالر ارزښت لري.»

افغان ولسمشر اشرف غني د ډسمبر په ۵ مه له تاشکند څخه د خپلې رسمي لیدنې په ترڅ کې د خپلواکۍ او بشریت څلي ته د ګلانو ګېډۍ ږدي. [د ازبکستان د ولسمشر د رسنیو دفتر]

افغان ولسمشر اشرف غني د ډسمبر په ۵ مه له تاشکند څخه د خپلې رسمي لیدنې په ترڅ کې د خپلواکۍ او بشریت څلي ته د ګلانو ګېډۍ ږدي. [د ازبکستان د ولسمشر د رسنیو دفتر]

دواړو مشرانو همدارنګه د افغانستان – ازبکستان د دوستۍ د پله د امنیت ساتنې په هکله د پوهاوي یو یادښت لاسلیک کړ. دغه پول د ازبکستان د ترمز او د افغانستان د حیرتانو په منځ کې جوړ شوی دی.

میرزایویېف وویل، ازبکستان پلان لري چې په افغانستان کې یوه بله کونسلګرۍ هم پرانیزي.

غني په کانفرانس کې وویل، «د افغانستان حکومت او خلک غواړي چې ازبکستان یې د سوداګرۍ په برخه کې شریک واوسي، چې دا به دواړو هېوادونو ته ګټه ورسوي،» هغه زیاته کړه، «۲۰۱۸ کال به زمونږ د هدفونو د پلیتابه کال وي».

د میرزایویېف په وینا، یو ګډ کمېسیون به د دواړو هېوادونو تر منځ د موافقو د تطبیق څارنه کوي. میرزایویېف همدارنګه د افغانستان د لیدنې لپاره د غني بلنه ومنله.

د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې مخ په بره روانې دي.

د افغانستان یوې هوایي کرښې، کام ایر د نومبر په ۲۹ مه له کابل څخه تاشکند ته خپله لومړۍ الوتنه وکړه.

ازبکستان همدارنګه پلان لري چې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ د پیاوړتیا په موخه د نورو هڅو د یوې برخې په توګه په ترمز ولسوالۍ کې افغان اتباعو ته د تدریس لپاره یو تعلیمي مرکز جوړ کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ دغه کار ته د دواړو ګاونډیو هېوادونو د خلکو د نېکمرغۍ، سولې او ارامۍ په لور د یوه ګام په توګه هرکلی وایو.‌

ځواب ورکړئ

د دې تړون په نتیجه کې به د افغانستان تجارتي لارې وده وکړي.‌

ځواب ورکړئ