تروريزم

د داعش - طالبانو جګړه لغمان ته خپره شوه

د خالد زېري راپور

د ځایي چارواکو په وینا، د داعش او طالب اورپکو تر منځ جنګ د ننګرهار ولایت له خوګیاڼو ولسوالۍ څخه د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ ته خپور شوی دی. [خالد زېری]

ننګرهار -- د ځایي چارواکو په وینا، د داعش او طالب اورپکو تر منځ جنګ د ننګرهار ولایت له خوګیاڼو ولسوالۍ څخه د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ ته خپور شوی دی.

د افغان ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګرمن شیرین اغا فقیري سلام ټایمز ته وویل، چې د داعش او طالبانو تر منځ جنګ د نورلام درې په کونډه ګل سیمه کې د نومبر په ۲۷ مه پیل شو.

هغه وویل، «په دې جنګ کې د مبارز او محراب په نومونو د طالبانو دوه قوماندانان ووژل شول، خو تر دې دمه د هغو تلفاتو په هکله، چې داعش ته وراوښتي دي، څه خبر نشته،»

هغه وویل، احتمال شته چې دواړو غاړو ته نور تلفات هم ور واوړي.

د طالبانو او داعش د اورپکو تر منځ جګړې د ننګرهار ولایت له خوګیاڼو ولسوالۍ څخه له ۹۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ بې ځایه کړي دي. په دې عکس کې، چې د نومبر په ۲۸ مه اخیستل شوی، بې ځایه شوې کورنۍ په موقتي خېمو کې ژوند کوي. [خالد زېری]

د طالبانو او داعش د اورپکو تر منځ جګړې د ننګرهار ولایت له خوګیاڼو ولسوالۍ څخه له ۹۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ بې ځایه کړي دي. په دې عکس کې، چې د نومبر په ۲۸ مه اخیستل شوی، بې ځایه شوې کورنۍ په موقتي خېمو کې ژوند کوي. [خالد زېری]

یوه افغان عسکر د جنورۍ په ۳ مه، د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د نظامي عملیاتو په ترڅ کې خپل ټوپک د طالب اورپکو د پټنځایونو خواته نیولی دی. د داعش - طالبانو وروستی جنګ له ننګرهار څخه لغمان ته خپور شوی دی. [خالد زېری]

یوه افغان عسکر د جنورۍ په ۳ مه، د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د نظامي عملیاتو په ترڅ کې خپل ټوپک د طالب اورپکو د پټنځایونو خواته نیولی دی. د داعش - طالبانو وروستی جنګ له ننګرهار څخه لغمان ته خپور شوی دی. [خالد زېری]

د لغمان ولایت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، چې دواړو خواوو ته اوښتي زیانونه له هغه څه نه، چې راپور یې ورکړل شوی دی، ډېر دي، او زیاته یې کړه چې داعش او طالبان له نورو سیمو نه خپل جنګیالي راټولويچې په پیل شوې جګړه کې برخه واخلي.

د سیمې د اوسېدونکیو لپاره ستونزې رامنځته کول

د نورلام درې یوه اوسېدونکي فقیرالله سلام ټایمز ته وویل، «داعش په دې بوخت دی چې د کونړ ولایت له چپې درې ولسوالۍ او نورو سیمو څخه خپل جنګیالي راټول کړي. بلې خواته بیا، طالبان په دې بوخت دي چې د لغمان له نورو ولسوالیو څخه خپل وسله وال سړي راټول کړي او داعش ته ماتې ورکړي.»

هغه وویل، «تر دې مخکې، دلته داعش نه وو، دلته په لیرې پرتو سیمو کې یوازې طالبان وو. اوس دواړه راغلي او د کلیو او د استوګنې د سیمو په منځ کې یې جنګ شروع کړی دی. هغوی خلکو ته مزاحمت جوړوي او مونږ ته ستونزې راولاړوي.»

د دغې سیمې یوه بل اوسېدونکي مجیب الرحمان سلام ټایمز ته وویل، «طالبان او داعش دواړه اورپکي ګروپونه دي، او هغوی خلکو ته تاوانونه ور رسوي، نو مونږ یې یو هم نه غواړو،»

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک په دې هکله باور څرګند کړ چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به ژر د دغې سیمې کنټرول بېرته په لاس کې واخلي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «حکومتي ځواکونه به له وضعې څخه ګټه واخلي او دواړه ګروپونه به له منځه وېسي،»

په ننګرهار کې جنګ روان دی

د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې هم د داعش او طالبانو تر منځ جنګ لا روان دی.

د ننګرهار ولایت امنیه قوماندان ډګرجنرال عبدالرحمان رحیمي وویل، د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیرو تنګي کې په وروستۍ جګړه کې له ۲۰ څخه ډېر داعش او طالب اورپکي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دغه دواړه ترهګر ګروپونه غواړي چې ملکي خلک ووژني او په سیمه کې ګډوډي رامنځته کړي، خو هغوی به خپله دا هیله له ځانونو سره قبر ته وېسي.»

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د اورپکو له جګړې څخه ګټه واخلي، او په دې لړ کې یې د نومبر په ۲۸ مه په وزیرو تنګي کې ځمکني عملیات پیل کړل.

په عین ورځ، د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په خرمنه سیمه کې له ژورنالستانو سره د خبرو کولو پر وخت د عملیاتو په هکله معلومات ورکړل.

هغه وویل، «مونږ به له دغو ګروپونو څخه یو هم ارام پرې نه ږدو. داعش او طالبان دواړه زمونږ دښمنان دي. مونږ به هغوی وځپو؛ بیا به یې له منځه وېسو.»

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري هم د عملیاتو د څارنې لپاره خوګیاڼو ولسوالۍ ته لاړ.

هغه خبریالانو ته وویل، «که داعش یا طالبان په کونړ کې راپورته شي، مونږ به یې هلته له منځه وېسو، او که هغوی په نورستان کې راپورته شي، مونږ به یې هلته له منځه وېسو. مونږ به تر هغه وخته پورې جګړه وکړو چې اورپکي او ترهګر ګروپونه له منځه وېوړل شي.»

وزیري زیاته کړه، اردو به په خوګیاڼو ولسوالۍ کې په هغو سیمو کې، چې له داعش او طالبانو څخه تصفیه کیږي، پوستې جوړې کړي او د سیمې اوسېدونکیو ته به دایمي امنیت برابر کړي.

'د قیامت د ورځې' احساس

والي منګل د نومبر په ۲۸ مه وویل، په تېرو دوه اونیو کې د وزیرو له تنګي څخه له ۹۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ راکډه شوي دي.

هغه وویل، «تر ۴۴۰۰ پورې کورنیو ته یوه اندازه مرستې ورکړل شوي دي،» او زیاته یې کړه چې ۵۳۰۰ نورې کورنۍ به هم ژر مرستې ترلاسه کړي.

منګل له نړیوالو مرستندویو ادارو څخه وغوښتل چې له خوګیاڼو ولسوالۍ څخه بې ځایه شویو کورنیو سره دې مرستې وکړي.

سید قیوم، چې ۲۲ کاله عمر لري او د وزیرو اوسېدونکی دی، یو له هغو زرګونو کسانو څخه دی چې د جګړې له امله یې خپل کور کلی پرېښی دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «داعش راغی او د طالبانو پر ضد یې جنګ شروع کړ. سم چې مونږ واورېدل چې راغلل، مونږ خپل یو څه کالي راواخیستل او له سیمې څخه راوتښتېدو، ځکه چې مونږ د هغوی د ظلمونو په هکله خبر وو

هغه وویل، «هلته موټرونه یا لارۍ نه وې؛ توره شپه وه، او ماشومانو ژړل. هر چا کوشش کاوه چې وتښتي.»

قیوم له خپلې اوه کسیزې کورنۍ سره په ننګرهار کې د چمتلې سیمې ته راوتښتېد، او اوس هلته په سپین ډاګ ژوند تېروي.

قیوم وویل، «دلته، مونږ حتی خېمې هم نه لرو. مونږ نه پوهېږو چې څه وکړو او چېرته لاړ شو،»

د وزیرو سیمې یوې زړې ښځې شاه خانم سلام ټایمز ته وویل، «نه چا بوټانو ته کتل او نه ټیکریو ته. هر چا کوشش کاوه چې وتښتي.»

هغې وویل، «داسې وو لکه د قیامت ورځ -- ډزې وې، چیغې وې؛ دواړو خواوو ته د 'الله اکبر' نارې وې، خو کارونه یې بېخي د مسلمانانو په څېر نه دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

https://www.bbc.com/persian/afghanistan-40725639 د سویډن کمیټه وايي، له ۳۵ کلونو راهیسې په افغانستان کې په بشري چارو بوخته ده او هر کال له دوو میلیونو زیاتو افغانانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. لغمان د افغانستان په ختیځ کې پروت ولایت دی چې له پلازمېنې کابل څخه شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره واټن لري. طالبان، حزب اسلامي، سيمه ييز قوماندانان او د زورواکو اړوند ځواکونه د دولت د وسله والو مخالفينو له مهمو ډلو څخه دي چې د دغه ولايت امنيت ګډوډوي. حزب اسلامي له افغان حکومت سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه او اعلان یې وکړ چې له دولتي ځواکونو سره یې له وسله والې جګړې لاس اخیستی، خو ویل کېږي چې د دې ډلې ځواکونه لا هم د طالبانو په لیکو کې د افغان حکومت ستر مخالف دي.

ځواب ورکړئ

https://www.bbc.com/persian/afghanistan-40725639 د سويډن کمېټه په لغمان ولايت کې خپل روغتيايي فعاليتونه دروي د ۲۰۱۷ د جولای ۲۶مه د کابل په ختیځ کې لغمان ولایت د افغانستان یو له ناامنو ولایتونو څخه دی. د سویډن کمیټې اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ ولایت لغمان کې یې د ناامنیو د زیاتیدو له امله روغتیايي خدمتونه ځنډولي، چې په نتیجه کې به یې شاوخوا یو نیم ملیون خلک روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي څخه بې برخې شي. دغې ادارې نن چارشنبه د جولای ۲۶مه رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د سویډن کمیټه اړ شوه چې د افغان دولت د مخالفو وسله والو له خوا د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو له امله په دغه ولایت کې روغتیايي خدمتونه وځنډوي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې مشرې میډیلین یوفورس وویل چې په لغمان ولایت کې د کمیټې تړل کیدو شاوخوا نیم میلیون ماشومان، نارینه او ښځې روغتیایی خدمتونو ته له لاس رسي څخه بې برخې کړي دي. د دغې موسسې د اعلامیې له مخې، د افغانستان مخالفو ځواکونو د ۲۰۱۷ کال د جولای په اوومه په دغه سازمان پورې تړلی ۴۰ روغتیایی مرکزونه وتړل. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په الیشنګ، الینګار او مهترلام ولسوالیو کې ۲۰ پرانستل شوي روغتیايي مرکزونه او ۲۰ نور مرکزونه له نښتو وروسته تړلي پاتې دي. اداره وايي، د دې ادارې د یو شمېر کارکوونکو پر وړاندې ګواښونه مخ په زیاتېدو دي او دا کار د دې لامل شوی چې د دغو روغتیايي مرکزونو د تړلو پرېکړه وشي. مېرمن یوفورس زياته کړه، چې د امنيتي ګواښونو له زياتېدو سره به نه يوازې د روغتيا په برخه کې، بلکې د پوهنې، د معلولينو د بيارغونې او د کليو پراختيا په برخه کې هم د دې ادارې فعاليتونه ودرېږي، چې دا به د لغمان ولایت د اوسېدونکیو پر وضعيت ناوړه اغېز وکړي.

ځواب ورکړئ

د دې راپور لینک د ۲۰۱۸ د جنورۍ ۳مه ښیي خو واقعه به یې همدا د ۲۰۱۷ په وروستیو کې شوي وي: د مخالفینو د دوو مشهورو قوماندانانو په ګډون ۳ تنه ووژل شول او ۳ نور یې شدید زخمیان دي تېر مازیګر ناوخته د الینګار په استقامت د مرکز اړوند د بسرام په سیمه کې د ملي اردو او مخالفو وسلوالو تر منځ په وسلواله نښته کې د عبدالرحمان مسلم او تور ګل په نومونو دوه تنه مشهور تروریستان او د مخالفینو مهم قوماندانان او دغه راز د جلال الدین په نوم د دوی د ګروپ یو تن غړی وژل شوي او ۳ تنه نور مخالفین بیا په دغه نښته کې د افغان ملي اردو له لوري په ډزو کې شدید زخمیان شوي دي. د مخالفو وسلوالو ذکر شوي دواړه مشهور قوماندانان هغه مهم تروریستان ول چې د الینګار په مسیر یې په ډېری تروریستي فعالیتونو، د سړک د غاړو د ماینونو په ځای پر ځای کولو، د بې ګناه انسانانو په وینو تویولو، وخت نا وخت د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو په بریدونو او نورو ډېرو ناروا کړنو کې لاس درلود، چې عبدالرحمان مسلم یې وړاندې هم درې ځلې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په بېلا بېلو نښتو زخمي شوی و. په دغه نښته کې د ملي اردو یو تن هم په شهادت رسېدلی او درې تنه نور یې سطحي زخمیان دي، چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی. د لغمان ولایت مقام د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دغه ستره لاسته راوړنه ستايي او تر څنګ یې ټولو ځواکونو ته سپارښتنه کوي، چې د عملیاتو او د وسلوالو مخالفینو سره د نښتو پر مهال د ملکي کسانو ژوند ته خاصه توجو ولري. دغه راز ولایت مقام د شهید سرتېري روح ته د مغفرت دوعا کوي، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله لري او کورنیو ته یې د خپل تسلیت مراتب وړاندې کوي.

ځواب ورکړئ

لومړي سلام کولای شي چې وايي چې په ۲۰۱۷ کال مهمی پيښې د لغمان ولايت زه اړتيا لرم ځکه چې زه مسافر یم په فرانسه هيواد کې او د فرانسې هيواد زما څخه پوښتنه کوي زه په اړه معلومات نه لرم که معلومات راکړي منندوی به مو شم

ځواب ورکړئ

هو وروره.‌ ما درته یو څه معلومات برابر کړل.‌
اول: لکه څنګه چې په دې لینک کې ښکاري دا راپور د ۱۳۹۶ کال د حمل په ۲۰مه خپور شوی دی.
کابل باختر د وري دمياشتې ٢٠ :
دلغمان ولايت په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونوپه چاڼيزو عملياتو کې شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
امنيتي ځواکونو د الماس _ ٢ په نامه په هغوعملياتو کې چې دلغمان ولايت دمرکز په لويديځ کې دخلکو دښه امنيت دتامينولو په مقصد ترسره کړل په نتيجه کې يې شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ددغې ډلې پنځه تنه نور ټپيان شول.
دغه راز بايد وويل شي چې دوسله والو ډارچوونکو يوه اندازه وسلې اومهمات هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ديوبل خبرله مخې : ددغو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې د لغمان ولايت دمرکز مهترلام ښار ته څيرمه په ٣٠- جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول .
https://bakhtarnews.af/شپږ-تنه-ډاراچوونکي-په-لغمان-کې-ووژل-شول/

ځواب ورکړئ