امنیت

والي: نورستان خوندي او د پانګونې لپاره تیار دی

سلام ټایمز

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د ډسمبر په ۶ مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې خبرې کوي. [د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز]‌

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د ډسمبر په ۶ مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې خبرې کوي. [د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز]‌

کابل -- د نورستان والي حافظ عبدالقیوم په افغان او نړیوالو سوداګرو تاکید کوي چې د هغه په ولایت کې دې پانګونه وکړي، او وایي چې هغه خوندي دی، د سیلانیانو لپاره د سیل فرصتونه لري او داعش په کې نشته.

قیوم دا خبرې د چارشنبې په ورځ /د ډسمبر ۶ مه/ په کابل کې د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز کې په یوه خبري کانفرانس کې وکړې.‌

د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز په خپله فیسبوک پاڼه په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې والي دا اوازې «په کلکه رد کړې» چې په نورستان کې داعش حضور لري. په خبرپاڼه کې راغلي، «په نورستان کې حتی یو کس داسې نشته چې هغه دې د داعش ډلې لپاره فعالیت کوي،»‌

قیوم وویل، دیني عالمانو د داعش پر ضد فتوا صادره کړې،‌ په داسې حال کې چېد پارون اوسېدونکي د منظمو ګزمو له لارې له حکومت سره همکاري کوي چې امنیت خوندي کړي، او طالبان او داعش له هغه ځای څخه لیرې وساتي.

خوندیتوب او پرمختګ

قیوم وویل، په دغه ولایت کې د نجونو په شمول ټول ښوونځي پرانستي دي،‌ او زده کوونکي له کومو ننګونو یا وېرې څخه پرته زده کړه کوي.‌

هغه وویل، د ولسوالیو په مرکزونو کې روغتونونه او کلینیکونه په ښه حالت کې دي، او زیاته یې کړه چې لسګونو قابلوروزنیز کورسونه بشپړ کړي او نورې تر روزنې لاندې دي.‌

قیوم وویل، «د تېرو درې کلونو په ترڅ کې، په نورستان کې ۱۵۰ کیلومتره کلیوالي سړکونه جوړ کړای شوي دي.‌ د یوه کال په ترڅ کې به په منډوال ولسوالۍ کې د ۴۴ کیلومتره اوږده سړک د جوړونې پروژه بشپړه شي،»‌

د ګرځندوی په برخه کې د پانګونې د جلبولو لپاره د دغه ولایت د چمتووالي په هکله د خبرو کولو پر وخت،‌ قیوم د نورستان لویه لاره په هېواد کې یوه تر ټولو خوندي لاره وبلله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500