اقتصاد

په افغانستان کې ښځینه سوداګرو ته کاري فرصتونه ډېرېږي

د زیار راپور

یوه افغانه سوداګره په کابل کې په یوه نندارتون کې خپل سوداګريز توکي نندارې ته وړاندې کوي. [یو اېس ای آی ډي/ افغانستان]

یوه افغانه سوداګره په کابل کې په یوه نندارتون کې خپل سوداګريز توکي نندارې ته وړاندې کوي. [یو اېس ای آی ډي/ افغانستان]

کابل -- په افغانستان کې د پانګه اچوونکیو ښځو شمېر د یو شمېر حکومتي نوښتونو د ملاتړ له امله په منظم ډول زیاتیږي، او افغان چارواکي هڅه کوي چې د لا نورو حمایوي پروګرامونو له لارې دغه لاسته راوړنې لا نورې پراخې کړي.

د افغانستان د تجارت او صنایعو خونې د اقتصاد لپاره د ښځینه پانګه اچوونکیو د هڅونې د اهمیت په درک کولو سره، د اکتوبر په میاشت کې د افغان ښځو لپاره -- د افغانستان د ښځو د تجارت او صنایعو خونه -- په نامه یوه مستقله اداره رامنځته کړه.

د افغانستان د تجارت او صنایعو د خونې مرستیال رییس خان جان الکوزي سلام ټایمز ته وویل، «د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې سره خواوشا ۳۰۰ افغانانې ثبت دي، په داسې حال کې چې په غیر رسمي ډول، ښایي د هغوی شمېر له ۲۰۰۰ ښځو څخه ډېرو ته ورسېږي، چې اکثرو یېکوچنۍ او د منځنۍ اندازې سوداګرۍ پیل کړې دي.»

هغه وویل، د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني هم د سوداګرو ښځوعملي او تیوريکي وړتیاو ته د انکشاف ورکولو لپاره ګڼ شمېر پروګرامونه لري.

د هغوهڅو د یوې برخې په توګه، رولا غني د نومبر په ۱۴مه په عشق اباد کې د افغانستان په هکله د اقتصادي همکارۍ د ۷م سیمه ییز کانفرانس په ترڅ کې د افغانستان او ترکمنستان د ښځو له خوا د جوړو شويو لاسي صنایعو نندارتون پرانست.

د دغه مجلس له لویو هدفونو څخه یو دا وو چې ښځې له اقتصادي پلوه ځواکمنې کړای شي.

الکوزي وویل، «څومره چې امنیت او حکومت قوي کیږي، هومره د ښځینه سوداګرو لپاره د نړیوالې ټولنې او عوامو ملاتړ زیاتیږي، څومره چې هغوی ډېرې تشویقیږي، هومره د ټولنې د دغه قشر ودې ته لاره هواریږي.»

د طالبانو په وړاندې مبارزه

په کابل کې مېشتې ښځینه سوداګرې لیلا عمر ستانکزی د طالبانو د رژیم پر وخت خپل سوداګریز فعالیتونه په پټه پیل کړل. د تېرو څو کلونو په ترڅ کې، هغې په کابل کې د ښځو په باغ کې په خپل دوکان کې هغه لاسي صنایع خرڅول چې کلیوالو افغانو ښځو به جوړول.

دغه باغ د افغانستان د کورنۍ جګړې پر وخت ویجاړ شو، او ښځې او نجونې له دې نه ایسارې کړای شوې چې د طالبانو د قید دورې پر وخت ورننوځي. د ښځو باغ، چې د ۲۰۱۰ په نومبر کې بیا پرانستل شو، اوس په کې یو جیم، درسي صنفونه، حرفوي روزنه، او دوکانونه فعالیت کوي او ښځو ته د تفریح لپاره یو خوندي ځای برابروي.

لیلا سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو په وخت کې، ما په کابل کې د انګلیسي ژبې او لاسي صنایعو د یوه روزنیز کورس په جوړولو کار پیل کړ،»

«له دې حقیقت سره سره، چې د طالبانو په دوره کې د ښځو تعلیم منع کړای شوی وو، ما په پټه افغان نجونو او ښځو ته د انګلیسي ژبې او لاسي صنایعو لکه د مریو کار، ګلدوزۍ، ګنډلو او نورو لاسي هنرونو روزنه ورکوله.»

هغې وویل، «ما وکولی شوای چې د نیم میلیون افغانیو نه ډېرې پیسې پرې ترلاسه کړم او خپله کورنۍ له اقتصادي پلوه حمایه کړم،» او زیاته یې کړه چې هغې له ۵۰۰ نورو افغان ښځو سره هم مرسته وکړه چې له اقتصادي پلوه خپلواکې شي.

دغه ښځې لومړی خام مواد له بازار نه اخلي او خپل لاسي صنایع ترې جوړوي. بیا هغوی دغه جوړ شوي شیان په لیلا باندې خرڅوي، چې هغه یې بیا په خپل دوکان کې خرڅوي.

لیلا په حکومت باندې تاکید وکړ چې د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دې ښځینه سوداګرو او پانګه اچونکیو سره نوره مرسته وکړي او لا ښه امنیت دې ورته برابر کړي.

د نورې مرستې غوښتنه

نسیمه مولازده، چې یوه بله سوداګره ښځه ده، هم د ښځو باغ کې دوکان لري. هغې وویل، هغه له ۳۰ نه ډېرو افغان ښځو څخه باکیفیته په لاس ګنډل شوي کالي اخلي او بیا دغه شیان په افغان او خارجي مشتریانو باندې خرڅوي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زما هڅې د ډېرو افغان نجونو او ښځو لپاره بېلګه شولې،» او زیاته یې کړه چې هغې د ډېرو هغو ښځینه لاسي صنعتګرو لپاره، چې له هغې سره کار کوي، کاري فرصتونه برابر کړي دي. نسیمې وویل، «د هغوی له جملې څخه یو شمېر یې توانېدلي دي چې خپل ځانونه زما په څېر له اقتصادي پلوه خپلواک وګرځوي.»

هغې وویل، «هره ورځ، افغان ښځې د دې لپاره کار کوي چې ځانونه په ځان بسیا کړي، او د ډېر ملاتړ له لارې، به د هغوی شمېر لا نور زیات شي. له حکومت نه زما غوښتنه دا ده چې امنیت برابر کړي، نندارتونونه جوړ کړي، چې د افغانو ښځو د وړو سوداګریو لپاره مناسب بازارونه او ملاتړ برابر کړي.»

د کابل اوسېدونکې کریمې حسیني وویل، هغه له دې نه خوند اخلي چې د ښځو باغ ته لاړه شي او افغاني تولیدات واخلي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «د افغاني توکو کیفیت عالي او قېمتونه یې مناسب دي. سربېره پر دې، د افغانانو په لاس د جوړ شوي هر توکي په اخیستلو سره د افغان ښځو د ملاتړ په لوري یو ګام پورته کیږي.»

هغې همدارنګه «په افغان حکومت او د افغانستان په ملاتړو باندې غږ وکړ چې ښځینه سوداګرې حمایه کړي چې ټولې افغانې ښځې وکولی شي چې خپلواکې شي».

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا معلومات زمونږ لپاره ډېر ګټور ثابت شوي دي.

ځواب ورکړئ